عبيد الله جان کندهاری

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کندهار بلبل
عبيد الله جان کندهاری
عبيدالله جان کندهاری
عبيدالله جان کندهاری
عبيدالله جان کندهاری

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ مې ۱۹۵۱
کندهار، افغانستان
مړینه (۱۳۵۹) هجري شمسي د حوت (۶مه)
کندهار  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سندرغاړی
د فعالیت وخت (۱۳۳۰) څخه تر (۱۳۵۹)

عبيد الله جان کندهاری (۱۳۳۰ لمريز لېږدي کال د غويي ۱۵- د ۱۳۵۹ ل ل کال د کب (مياشت) ۶) د افغانستان ي خوږغږی سندغاړی وو.


مخينه

عبيدالله کندهاری د محمد انور زوی، چې د ١٣٣٠ لمريز لېږدي کال د غويي (ثور) پر ۱۵ يې د کندهار د لومړۍ ناحيې د جادې په سيمه کې دې نړۍ ته سترگې پرانيستې وې. هغه د سلېمانخېلو په ټبر پورې اړه درلوده. نوموړي څلور وروڼه درلودل. عبيدالله په ۱۰ کلنۍ کې د يوه بوټ جوړوونکي شاگرد وو. په ۱۴ کلنۍ کې يې له تور جان بنا سره خټې کولې، خو د هغه خوږ غږ ددې لامل شو، چې په ډېرو غونډو، مېلو، ښاديو او کليوالي بانډارونو کې برخه واخلي. په ۱۶ او ۱۷ کلنۍ کې له عبدالکريم رسوا تسبېح جوړوونکي سره شاگرد شو؛ نيمه ورځ به ښوونځي ته ته او نوره نيمه ورځ به يې کار کاوه او هلته به يې زمزمې کولې. ټول سوچ به يې په سندرو کې وو او له رسوا څخه يې ځينې راگونه هم زده کړل، ځکه چې رسوا په ټنگ ټکور پوهېده. په ۱۸ کلنۍ کې يې د موسيقۍ د شوقيانو په پروگرامونو کې برخه اخيسه.

عبيدالله کندهاري د استاد مهوش غږ ډېر خوښاوه او د خوشال خان خټک، رحمن بابا، عبدالحنان بارکزي، حمزه شينواري، سيد عبدالخالق ، گلبيدار، عبدالغفار بريالي، ملا حسن اخوند، ملا ميران، محمد نور، ولي محمد مخلص،عبدالسلام، عبدالکريم رسوا، عبيدالله ځيگر خون، عبدالباقي دلرېش شعرونه يې په سندرو کې ويل.

عبيد الله جان د افغانستان له پېژندل شویو پخوانیو سندرغاړو څخه شمېرل کيږي، چې د عصمت مسلم قومندان تورجان له خوا په ظلم سره د رېگ په علاقه کې ووژل شو. نوموړی د کندهار ولايت يو خوږ غږ لرونکی سندرغاړی وو، چې په زرگونو سندرې يې ويلي او د راډيو افغانتسان په ارشيف کې يې هم یو شمېر سندرې خوندی دي.

عبيدالله جان کندهاری د افغانستان ترڅنگ په د کوزې پښتونخوا په کوټه کې هم ډېره اوڅارتيا او مينه وال درلودل. نوموړي به ډېری مهال د وتلي او نامتو شاعر سيد عبدالخالق صادق شعرونه په سندرو کې ويل، چي تر اوسه يې هم ياد په ټول افغانستان کې ژوندی پاتې دی.

مړينه

عبيدالله جان کندهاری د ١٣٥٩ لمريز لېږدي کال د کب پر ۶ نېټه د عصمت مسلم کسانو له خوا، چې مشر یې تورجان نومېده، د کندهار او چمن تر منځ، د تخته پول ولسوالۍ د نايب ولې په سیمه کې شهيد شو. هغه مهال د تخته پول ولسوالۍ د نايب ولې په سیمه کې د عصمت مسلم پوستې پرتې وې.

باندنۍ تړنې

  1. د ليکوال لطيف جان بابي پاڼه.