عبدالرب رسول سياف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالرب رسول سياف

عبدالرب رسول سياف (په انگرېزي:Abd-arrab-Rasul Sayaf) يو عربي ډوله اخوان مسلمين بنسټپاله سياستوال او جهادي غړی دی . دی د افغان مجاهدينو د لومړني گوند حزب اسلامي لومړنی مشر و چې بيا وروسته ترې نور گوندونه جلا شول او ده هم خپل د گوند نوم د اتحاد اسلامي په نوم ونوماوه . په کورنيو جگړو کې يو مهم غړی و او د جمعيت اسلامي د شورای نظار ډلگی سره په څنگ کې د افغانانو په مقابل وجنگېده څو تالبان پرې راغلل او د رباني د شر او پساد حکومت يې ړنگ کړ ، ښاغلی سياف هم خپلو همفکره او همغږو ملگرو سره شمال ته وتښتېده تر هغه چې په ۲۰۰۱م زېږدي کې امريکا حامد کرزی په مخه کړ او د نوي حکومت سره سم پخواني جنگي ډلې په شمول د عبدالرب رسول سياف ډلې کابل ته راغلې اوراتگ سره سم يې د گوند نوم بيا بدل کړ او اوس يې د دعوت اسلامي په نوم نومولی .

مخينه

عبدالرب رسول سياف د فقير محمد زوی دی او د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د گلمیر کلي کې زېږېدلی . پلار يې د پاچا ظاهرشاه پر وخت پوځي منصبدار و. په قام چاولخېل دی .د اووه کالو و چې زده کړې يې پیل کړې .

زده کړې

لومړنی زده کړې ېې د پغمان په نومونه يا نمونه ښوونځي کی ترسره کړي ،منځينی يا د دوهمې دورې زده کړې یې په ابن سينا لېسې کې تر اتم ټولگي ترسره کړي ، هغې څخه وروسته د پغمان په ولسوالی کې یې د علوم شرعيه مدرسې کې چې وروسته د بگرام ولسوالی ته ولېږدول شوه او نوم یې امام ابو حنیفه وگرځېد کې د نهم څخه تر دولسم پورې په اسلامي علومو پیل وکړ د همدغې پوهنځی څخه د شرعياتو پوهنتون ته ورکاندید شو . لوړې زده کړې یې څلور کاله د مافوق لسانس تر کچې په لومړي درجې د شرعياتو په پوهنځي کې بشپړې کړې . هغو څخه وروسته يې پوځي دنده ترسره کړه ورپسې يې د قضايي ستاژ لپاره څو مياشتينی کورس ترسره کړ چې ورپسې د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې د حديث ديپارتمنت کې د استاد په توگه وگمارل شو ، د دوه کالونو څخه وروسته يې د په همدې څانگه کې د ماسټري زده کړو لپاره د مصر الازهر پوهنتون ته په يوه د زده کړې بورس باندې ورغی . ماسټري يې د حديث او علوم حدیث تر نومه بشپړه کړه . بورس ورته د څېړندويي لپاره د جورج واشنگټن پوهنتون راوتلی و خو د سياسي بډوالي له کبله د هوايي ډگره د جېل په لور روان ولېږل شو .

سياسي او جهادي مخينه

په کال ۱۳۴۳لمريز کې د کابل پوهنتون په شرعياتو فاکولته کې نوی شامل شوی و چې د سیاست سره اشنا شو او سیاسي خوځښت يې د دعوت او مبارزې په نوم پیل کړ .

دندې

په کال ۱۳۴۷م لمریز کې ېې شپږ مياشتې د احتياط تر نومړه د څرخي پله سره پوځي دنده ترسره کړه او بيا يې پينځه مياشتې نوره د ننگرهار ولايت په يولسمه فرقې کې ضابط و . د پوځي امر څخه وروسته يې د قضايي ستاژ ترسره کړ بيا پوهنتون کې د استاد په توگه وگومارل شو وروسته د دوه کالونو بيا د ماسټري زده کړو په نيت د مصر هېواد نوموتي پوهنتون الازهر ته ولاړ د فراغت وروسته کابل پوهنتون ته بېرته ورستون شو او د شرعياتو پوهنځي کې او د ادبياتو پوهنځي کې د استاد په توگه مقرر شو .

د ۱۹۹۲ زېږدي کلونو جگړې کې ونډه

عبدالرب رسول سياف د ۱۹۹۲ زېږيز کالونو په دوران کې د نورو اووه ، اتو يا هم نهو جهادي ډلو ټپلو او ډلگيو سره يوځای د کابل په ولایت کې د کورنيو جگړو پرمهال فعاله جنگسالار و چې تر ډېره د نړېوالو حقوقي بنسټونو لخوا پرې نیوکې شوي .

د شمالي ټلوالې سره اړيکې

د کرزي کابينې غړی

د دعوت ټلويزيون بنسټگر

د دعوت پوهنتون بنسټگر

د وگړنيزو حقوقو اورگانو لخوا پرې نيوکې

ليکوالي اړخ

چاپ شوي اثار

ناچاپه اثار

سرچينې

  1. http://www.youtube.com/watch?v=X-vbumzc60o