طلا تپه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

طلا تپه د جوزجان ولايت په يوه لرغونې سيمه ده چې په 1978 ز کال کې د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ د دولتي تړون پر بنسټ د دواړوهيوادونو د لرغونپوهانو په ګډو هڅو او پرله پسې زيار د دوه زرو کالو وړاندې زمانو لرغوني اثار راڅرګند او تر لاسه شول چې نه يوازې د افغانستان د لرغونې تاريخ لپاره يې هر اړخيزه مالومات را برسېره کړل بلکې د سيمې او نوروهيوادونو د لرغونې تاريخ په اړه يې هم د پام وړ او ارزښتمنې څرګندونې د څيړنکو په واک کې ورکړي دي.

د طلا تپې په سپړنو کي د پخواني شوروي لرغونپوهانو مشري د ښاغلي و.ي. سريانيدي ( V.Y.Saryanidi ) او د افغاني لوري مشري د ښاغلي حبيب اعظمي په غاړه وه ، چي پرله پسي دوه کاله ( 1978 ? 1979 ) يې د همدي تپي پر بيلا بيلو برخو سپړني او څيړني تر سره کړې ، نوموړو لرغونپوهانو د تپي بيلا بيل پخواني قبرونه او هديرې وسپړلي چي په نتيجه کي يې د ( 7 ) او قبرونو څخه تر شلوزروزيات طلائي اثار کشف او تر لاسه کړل . نوموړي اثار د خاصو تشريفاتي مراسيمو په ترځ کي د افغانستان د وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولينو ته ورکړل سوه ، چي تر1991 ميلادي کال پوري په خاصو وختونو کي د نندارې لپاره ايښوول کيده .

دطلا تپي په اثارو کي زينتي ګاڼې لکه لاکټونه ،بنګړي،غاړه ګۍاونور ، ننداريز توکي لکه د ونو تنې ، ښاخلې ، پاڼي او ګلپاڼي ،ډول ول مجسمي لکه د زمري ، غرڅني ،مار او نورو ژويو مجسمي او داسي نور تر شل زره زيات اثار چي ټول د طلا څخه جوړسوي ، فهرست او راجستر سويدي . د هغه مالي او معنوي ارزښت له مخي چي نوموړو اثارو درلود ، پتيل سوي وه چي د دي اثارو د مصونيت په خاطر بايد د ارګ په کوټي باغچي نومي ځای کي وساتل سي ، خو د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په ورستيو دو کالونو کي د لا ښه ساتني په نيت يې د افغانستان بانک د خزانې سره د يوځای کيدو پريکړه وسوه . په دي ترتيب نوموړي اثار د ملي موزيم د نندارو څخه ووتل ،او کله نا کله به د نړيوالو سمپوزيمونو او سيمنارونو پر مهال په ارګ کي دننه ( کوټۍ باغچه ) د نوموړو اثارود نندارو زمينه برابريدل .

د طلا تپي اثارو په لومړي سر زيات نړيوال پام ځانته را جلب کړ ، له يوي خوا دا اثار دوه زره کاله لرغوني وه او له بل لوري د اوو قبرونو څخه تر شل زره زيات اثارو تر لاسه کول د زياتي حيرانتيا او پاملرني وړ وګرځيدل خو د دوهم ځل لپاره د نوموړو اثارو په اړه د نړيوالو او هيواد والو زيات پام هغه وخت واوښت چي د تنظيمي جګړو پر مهال د نوموړو اثارو د پلورلو اوازې ګرمي سوي . د همدي اوازو پر بنسټ د 1995 ميلادي کال د اپريل په مياشت کي سپک موسسي ( Society for Preservation of Afghanistan,s Cultural Heritage ) د يوي خبرتيا په توګه ويره وښودل چي د طلاتپي لرغوني اثار د اسلحو د پيرودلو لپاره روسانو ته ورکول سويدي . ميرمن نانسي دوپري په هغه علمي غونډه کي چي د افغانستان د لرغونو او تاريخي ميراثونو د ساتلو او بيرته راګرځولو ملي کميسون له خوا په ځانګړي توګه د طلا تپي د اثارو په اړه د رښتيا څرګندولو په نيت رابلل سوي وه ، وويل چي : داسي راپورونه تر لاسه سويدي چي يوشمير دولتي واکمنو کسانو د روسيې څخه د اسلحو د پيرودلو لپاره د طلا تپي د اثارو د پلورلو نيت کړۍ دۍ . د دي مسئلي د سپيناوي لپاره اړينه ده چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت روښانه څرګندوني خپري کړي ؛ په همدي غونډه کي د ملي کميسون له خوا هم د طلاتپي د اثارو په اړه د ټولو موضوعاتو د سپيناوي په کلکه ملاتړ وسو. په غونډه کي د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست ښاغلي والاجان وثيق لومړۍ خپله بي خبري وښودل او بيا يې وعده وکړل چي ډير ژربه دا مسله د راډيو او تلويزيون له لاري څرګنده کړي ، خو نوموړۍ و نتوانيدۍ .

داسي بريښيدل چي د نوموړو اثارو د پلورلو هڅه پيل سوې وه ، د دي ناوړي هڅي لومړي بڼه هغه وخت را څرګنده سوه چي د هم هاغه کال د مارچ په مياشت کي د انيس ورځپاڼي د نجيب پوپل ( د هغه وخت د موزيمونو رئيس ) په يوه مرکه کي په جعل دا مطلب خپور کړ چي د طلا تپي ټوله لرغوني اثار د پخواني کمونيست رژيم واکمنانو روسانو ته ورکړيدي . د دي مطلب د خپريدو وروسته سمدستي نجيب پوپل د دي وينا د ترديد لپاره هڅه وکړل ، داچي دا وينا يوه ساده تيروتنه نه وه بلکي د کوټلي او پخې اجندا يوه برخه وه ، نو ځکه د نجيب پوپل ليکونو او مقالو د خپريدو چانس نه درلود .

په کابل کي ټولو پيلو او ناپيلو خپرونو د نجيب پوپل د مقالي او مرکي خپرول نه غوښتل ، يو ځل د هينداري په نوم خپلواکي خپروني د نجيب پوپل د مرکي خپرولوته زړه ښه کړ خو لا هينداره د مطبعي نه وه راوتلي او نه وه خپره سوي چي د هينداري جريدي پر مسوول مدير مرګوني حمله وسوه . دا هغه څرګند دليل وو چي زياتو کارپوهانو د دي تبليغاتي کمپاين تر شا پر بهرنيانو او په ځانګړي توګه پر روسانو د طلاتپي اثارو د پلورلو منظم پلان ليدۍ ، نوځکه د نانسي دوپري او په پاکستان کي د هغه وخت ميشت د ايتاليا ،فرانسې ،يونان او قبرس سفيرانو هم دا ويره د سپک موسسي په اعلاميه کي څرګنده کړي وه . د همدي تبليغاتي هياهو په نتيجه کي د طلاتپي اثار وژغورل سوه . او دادۍ له نيکه مرغه د ا دوه زره کلن لرغوني اثار په هيواد کي تر اوسنۍ واکمني ادارې رارسيدلي دي