صلاح الدين رباني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

صلاح الدین رباني د۱۳۵۰ لمریز کال د غويي یا ثور د میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل کې زېږېدلی دی. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په پاکستان کې کړي دي. هغه د لوړو زده کړو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ او خپل د لیسانس سند یې له شاه فهد پوهنتون څخه په ادارې او بازار موندې (مارکېټنګ او منجمنټ) په څانګه کې تر لاسه کړ. وروسته له فراغته هغه د سعودي د تېلو په یوه لوی شرکت ارامکو (ARAMCO) کې خپله لومړۍ دنده پیل کړه. وروسته له څو کلنو صلاح الدین د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار ته ولاړ او هملته تر ۱۹۹۸ زېږديز کال پورې پاتې شو.


صلاح الدین وروسته افغانستان ته ولاړ او له خپل پلار برهان الدین رباني سره یې د ژباړونکي او سلاکار په توګه کار پیل کړ. له لږ څه کار وروسته په ۱۹۹۹ زېږديز کال کې لندن ته ولاړ او له کنګسټن پوهنتون څخه یې د سوداګرۍ او ادارې (Business Administration) په څانګه کې خپله ماستري پیل کړه. هغه په ۲۰۰۱ زېږديز کې له پوهنتون نه فارغ شو او کله چې د طالبانو دولت ړنګ شو نو هغه هم کابل ته راغی او په بهرنیو چارو وزارت کې یې د سلاکار په توګه کار پیل کړ.


صلاح الدین رباني په له ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۰۶ زېږدیز کلنو پورې په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان په نمایندګۍ کې د سیاسي سلاکار په توګه پر دنده بوخت و. په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې یې د امریکا د کولمبیا په پوهنتون کې ځان شامل کړ او په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې یې له نوموړي پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې (International Relations) خپله دوهمه ماستري تر لاسه کړه او بېرته افغانستان ته ستون شو او د خپل پلار په سیاسي ګوند، جمعیت اسلامي کې یې په کار پیل وکړ.


وروسته هغه په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې په ترکیه کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکل شو. کله چې د ده پلار ووژل شو نو هغه افغانستان ته راغی او لومړی د خپل پلار د سیاسي ګوند، جمعیت اسلامي مشر شو. وروسته بیا د سولې د عالي شورا سر پرست وټاکل شو او له هغې وروسته بیا په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د اپرېل د میاشتې په ۱۴ نېټه د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

صلاح الدین رباني له یوې کندهارۍ سره واده کړی دی او په پښتو، دري، عربي، اردو او انګلیسي ژبو خبرې کوي.