شېخ الاسلام امام قتیبه بغلاني رحمه الله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مخینه[سمول]

قتیبه بن سعید بن جمیل بن طریف بن عبدالله الثقفي، ابو رجاء البلخي، البغلاني، الافغانی د افغانستان په بلخ کي زېږېدلی دی. د د شېخ الاسلام امام قتیبه صاحب له شاګرد څخه چي احمد بن سیار مروزي نومېږي، روایت دی چي وایي: ما خپله د امام قتیبه(رح) څخه اوردېدلي وه چي ویل یې، (وَلَدَتُ سَنَهَٔ خَمسِینَ ومائهٔ) یعني، په یو سلو پنځوس(۱۵۰) هجري کال کي زېږېدلی.

پیژندګلوي[سمول]

د امام قتیبه رحمه الله په پېژندګلوي کې د (الثقفي) کلمه ځکه یاده سوې ده، چي خطیب بغدادي یې په خپل کتاب «الرحلة فی طلب الحدیث» کي د(قتیبه بن سعید بن جمیل بن طریف ولی الحجاج بن یوسف) په نوم ذکر کوي، د امام قتیبه بن سعید نیکه (جمیل) د حجاج بن یوسف الثقفی په نامه یو غلام ازاد کړی و، په همدې سبب د امام صاحب په قرابت کي ثقفي یاد سوی دی.

هغه جریده چې په مرکزي بغلان کې د امام قتیبه صاحب د زیارت پر دېوال نښلول سوې ده، دده پېژندګلوي داسي راوړي: (د محدیثونو لارښود امام الهام ابو رجاء قتیبه بن علي بن سعید بن جمیل بن طریف او بن عبدالله چې د ۱۴۸ ه.ق کال د رجب المرجب د میاشتي په څلورمه نېټه د بلخ دشتک په سیمه کي زېږېدلی دی.)

بلخ ولایت ته د قتیبه بن سعید منسوبېدل د نوموړي په زېږېدني پوري اړوند کیږي، خو سکونت یې په بغلان کي د امام صاحب د توقع پر خلاف و، ځکه امام قتیبه صاحب د امام مالک شاګرد وو. یوه ورځ په یوه مجلس کي ابراهیم بن یوسف بلخي له امام قتیبه سره په کومه خبره کي اختلاف وکړ او له همدې کبله امام قتیبه خپل استاد ته وویل چي ابراهیم بن یوسف د ارجاء مفکوره او عقیده لري. امام مالک ددې خبري په اورېدو سره ابراهیم بن یوسف له مجلس څخه پسي واخیست. ابراهیم بن یوسف پر دې خبره له امام قتیبه سره عُقده واخیستل او کله چي دوی بلخ ته بېرته راوګرځېدل، نو ابراهیم بن یوسف په یاده سیمه کي له خپل نفوذ څخه په ګټي اخیستني باندي امام قتیبه رحمه الله له هغه ځایه پسي واخیست. امام صاحب تردې وروستخ په بغلان کي استوګنه اختیار کړه. نوموړی په یوه شعر کي خپل احساس داسي بیانوي چي، الهي قضاء یو حتمي امر دی او همدارنګه د رزق برخه چي د هر انسان په تقدیر کې لیکل سوې ده، د الله تعالی له لوري ورکول کېږي، بغلان هیڅ د انساني ژوند ځای نه دی، او دا سیمه یواځي د مسافرینو د تګ راتګ لپاره جوړه سوې لاره ده.

بالاخره محدث شېخ الاسلام امام قتیبه رحمه الله په ۲۴۰ ه.ق کال د شعبان میاشتې په لومړي او یا دویمه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ کالو په عمر وفات او د بغلان په ګوډانو کي د خپل جومات ترڅنګ خاورو ته وسپارل سو. څرنګه چي د امام مبارک زیارت د بغلان سیند د اوبو له خطر سره مخامخ سوی و، نو دده مبارک جسد د ظاهر شاه په وخت کي دغه اوسني ځای ته؛ چي اوس وخت د امام قتیبه په سیمه باندي مشهور دی، راوړل سو او په یوې لوړې غونډۍ باندي ښن سو. دغه مبارک زیارت د کمونیستي رژیمونو په درشل کي ویجاړ سوی وو او د بیا رغولو لپاره یې دومره پاملرنه نه کېدله خو د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندي یې په بریالیتوب سره د بیا رغولو چارو ته په کلکه پاملرنه وسوه او وروسته د بلخ والي ملا نور الله نوري، د شمال زون تنظیمه ریاست، د بلخ ولایت مقام مرستیال ملا عبدالجبار صدیقي او د بلخ ولایت د لوژستیک ریئس په مرسته باندي جوړ او لیکنه یې نوې سول.

کارنامې[سمول]

په لومړیو پېړیو کې، یعنې د اصحابو له وخت نه را پیل، تر تابعینو او تبع تابعینو له زمان نه تر ننه پورې د علم کسب لپاره بهترینه لاره علمي سفرونه وو. د حافظ ابن الصلاح له خبرو داسې استنباط کېږي چې یو محدث باید یوازې د خپل د سیمې او چارچاپېر له روایاتو اخځ څخه بسنه ونه کړي، یعنې د عالي او کره روایت ترلاسه کولو لپاره د علمي سفرونه په موخه باید هجرت وکړي.

خطیب بغدادي په خپل کتاب «الرحلة فی طلب الحدیث» کې د مشهور عالم یحیی بن معین څخه نقل کوي: (څلورو کسانو څخه د خیر تمه نه ده پکار، یو له هغو څخه دا دی چې یوازې په هغو حدیثونو او روایاتو باندې اکتفاء کوي چې د خپل هېواد او سیمې کې یې شتون ولري خو د همدې علم په طلب کې سفر ونه کړي) یعنې، هغه محدث او عالم چې یوازې د خپلې سیمې په احادیثو او روایاتو باندې بسنه کوي نو د ده علم او شخصیت تر پوښتنې لاندې راځي، په هغه وخت کې د احادیثو پوه عالم هغه یو وو، چې د احادیثو طلب لپاره علمي مراکزو ته د زده کړې او کسب په موخې سفرونه کړي وي. خطیب بغدادي د احادیثو د علم کسب لپاره د سفرونو اهمیت وړاندې وشاربه، خو د همدې سفر موخه داسې وايي، ( لومړی: کله چې محدث د علمي سفرونو په موخو یون کوي نو د عالي او کره حدیثونو رواي به وي. دویم: هغه محدث چې د احادیثو کسب لپاره د خپلې سیمې نه بغیر نورو علمي مرکزونو او هېوادونو ته سفر کوي نو هلته د احادیثو له حافظانو او عالمانو سره لیدل کاته کوي او پایله به یې علمي بحثونه وي چې نچوړ یې د کره حدیثونو ترلاسه کول دي.)

د همدې بحث له مخې د نړۍ له مشهورو محدیثونو څخه شېخ الاسلام امام قتیبه رحمه الله دی، چې په کال ۱۷۲ه.ق په ۲۳ کلنۍ کې د احادیثو علم کسب لپاره علمي مرکزونو ته یې سفرونه وکړل، چې د عراق، مدینه منوره، بصره، کوفه، مکه مکرمه، شام، مصر، بغداد، حجاز هېوادونو ته لاړ او هلته یې د همدې ځایونو په علمي مراکزو کې د احادیثو له حافظانو او عالمانو سره بحث وکړ او د حدیثونو ستر راوي پاتې شو.

په تذکرة الحفاظ کې راځي، چې امام قتیبه صاحب ډېر د باور وړ له محدیثینو څخه شمارل کېږي، لوی عالم و او د ډېرو حدیثونو رواي و، چې په همدې برخه کې مختصص هم ګڼل کېږي. امام ابوداود یادونه کوي، چې امام قتیبه صاحب په کال ۲۱۶ه.ق کې بغداد ته دننه شو او هلته د احادیثو دوو مشهورو عالمانو، امام احمد بن حنبل، امام جرح او یحیی بن معین د قتیبه بن سعید د علم له ګټې اخیستنې په موخه دده څنګ ته راغلل. امام ابو حاتم رازيهم روایت کوي: زه په بغداد کې امام قتیبه څنګ ته حاضر شوم او امام احمد بن حنبل د ځینو احادیثو په اړوند له امام قتیبه رحمه الله څخه د تفسیر غوښتنه وکړه او امام صاحب ورته په ورین تندي قرائت وکړ. همدارنګه امام ابوبکر بن ابي شیبه او ابن نمیر په کوفه کې امام قتیبه څنګ ته راغلل او موږ ټولو د سحر تر رڼايي پورې امام قتیبه صاحب سره د ترلاسه شوي احادیثو کره واليباندې بوخت شولو. بل محدث چې عبدالله بن محمد بن سیار نومېږي، روایت کوي: امام قتیبه رحمه الله د احادیثو ډېر رښتینی رواي دی، په عراق کې هېڅ داسې لوی عالم نه دی پاتې چې له ده څخه یې روایت نه وي کړی، همدارنګه امام احمد بن حنبل، ابو خمیثه، عباس عنبري او حمیدي په مکه کې له امام صاحب څخه د حدیثونو روایت درلودل.

لقبونه او روایتونه[سمول]

امام قتیبه رحمه الله په خپل علمي سفرونو او د حدیثونو په روایت کې د لوړوعالمانو له خوا په عالي لقبونو باندې وستایل شو، امام ذهبي د علمي پوهې له مخې امام قتیبه صاحب ته د (جوال) لوړ لقب ورکړ، چې د محدیثینو ترمنځ امام صاحب «د خراسان محدث» لقب باندې هم یادېده. د علمي ترفیع له مخې امام قتیبه رحمه الله د حافظ، امام، شېخ الاسلام او روایه الاسلام لقبونه هم ګټلي وو.

امام ذهبي یادوونه کوي چې قتیبه بن سعید دومره حدیثونه روایت کړي دي چې له ستاینې وتلې ده، یعنې د ځینو روایتونو له مخې امام قتیبه صاحب کابوله سلو زرو (۱۰۰۰۰۰) څخه کم او زیات حدیثونه روایت کړي. له قرآن څخه وروسته په اسلام کې دوه صحیح کتابونه (صحیح مسلم او صحیح بخاري) دي چې په دې کتابونو کې امام بخاري او امام مسلم نیشاپوري د امام قتیبه رحمه الله هغه حدیثونه چې دی یې رواي و، دوی اخذ کړي دي، حافظ ابن حجر له زهره کتاب څخه نقل کوي: د امام قتیبه صاحب د روایت شوي حدیثونو تعداد په صحیح البخاري کې (۳۰۸) او په صحیح مسلم کې (۶۶۸) حدیثونهدي، چې دی یې له نورو څخه راوي و.

ښوونکي او شاګردان[سمول]

امام قتیبه رحمه الله په احادیثو کې د علمي بصیرت له مخې ډېر لوی عالم و،چې د اسلامي امت د یوسلو دیارلس(۱۱۳) سترو علماوو څخه زده کړې کړي چې مشهور استاذان یې امام مالک د مالکي مذهب امام، لیث بن سعد مصري، حماد بن زید او ابو عوانه ول. په کم وخت امام قتیبه صاحب په احادیثو کې ډېر د پوهې خاوند شو، چې د امام صاحب علمي بصیرت د ده په شاګردانو کې ښکاري، د شېخ الاسلام محدث امام قتیبه رحمه الله د شاګردانوشمېر نهه وېشت (۲۹) کسانو ته رسېږي، چې له مشهورو شاګردانو څخه یې:بخاري، مسلم، ابوداود، نسايي او ترمذي ول. امام قتیبه رحمه الله برسېره پر دې چې د علم او عرفان لوړې پوړۍ وهلې وې، بلکې دیارلس ځله د مکې معظمې په زیارت هم مشرف شوی دی. خدای تعالی دې ورته روح ښاد لري، په ګور یې نور او جنت الفردوس یې نصیب شه! آمین

اخځلیک[سمول]

۱. د بغلان محدثین، لیکوال: محمد کریم ادیب.

۲. معرفی و کارنامه های امام قتیبه رحمه الله، ګردآورنده: رحمت الله قریشی،۱۳۹۹.

۳. علماء الافغان، لیکوال: ابو عبد الله بغلاني.

۴. د زیارت کتیبه.

۵. ژباړه، اوډنه او راټولونه : عبدالوهاب مومند