شغنان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شغنان، همدارنګه شګنان، شوګنان، شوغنان او خوغنان (په تاجکي ژبه: Шуғнон، په فارسي ژبه: شغنان، پښتو: شېرخان بندر، په شغني ژبه: Xuɣ̌nůn) يوه تاريخي سيمه ده چې نوم يې اوس مهال هم د افغانستان په غرني ختیځ کې د بدخشان ولايت يو ښار او ولسوالۍ  ته او په همدې توګه د تاجکستان د ګورنو-بدخشان د خودمختاره ولایت یوې ولسوالۍ ته هم کارول کېږي. د افغانستان اړوند د شغنان ولسوالۍ اداري مرکز قلعه برپنجه نومېږي، خو د تاجکستان د شغنان (شغنون) ولسوالۍ اداري مرکز خاروغ نومېږي.

په افغانستان کې د روشان په نوم سیمه (روشان هم په تاجکستان کې یوه جلا ولسوالۍ ده) د شغنان ولسوالۍ تر ادارې لاندې راځي او د روشان علاقه داری (فرعی ولسوالۍ) په نوم یادېږي. د افغانستان په شغنان ولسوالۍ کې څه کم لس لوی او څو کوچني کلي پراته دي. له سوېل څخه شمال ته، په دې کلیو کې دارمرخت، ویود، ورودج، باشور، وژ-پدرود، ده شهر، شید وود او تسغنود ګډون لري. د يادونې وړ ده چې د دې کلیو نومونه د محلي ژبې له تلفظ سره سم ورکړل شوي دي. د افغانستان اوړندې ولسوالۍ نفوس نږدې ۲۴۰۰۰ وګړي دي.  دې سوېل څخه د شمال په لور، د تاجکستان اړوند د شغنان ولسوالۍ ځینې لوی کلي دارمرخت، پورشنیف، بني، سوخچارف او روشت قلعه دي.

تاریخچه[سمول]

دا سیمه په پخوانیو وختونو کې د لعلونو د کانونو له امله مشهوره وه، کوم چې د مارکو پولو په لیکنو کې یې هم یادونه شوې ده:

دا په همدې ولایت کې دي چې د بدخشان لعلونه چې غوره او قیمتي ډبرې دي، موندل کېږي. دوی په غرونو کې په ځانګړو ډبرو کې  موندل کېږي ، د دوی په لټه کې خلک د ځمکې لاندې لوی غارونه کېندي، کټ مټ هغسې چې د سپینو زرو د کان کېندونکو له خوا  کیندل کېږي. مګر په دې ځای کې یو ځانګړی غر شته چې دوی په کې موندل کېږي، او هغه سیغینان نومېږي.

په معاصرو وختونو کې شغنان او د هغه فرعي برخې روشان داسې سیمه ایز حکومتونه وو چې بومي واکمنانو یې، یعنې د شغنان میرانو، د لوی سکندر د نسب ادعا کوله. لرغونپوه مارک اوریل شتاین لیکلي: "د شوغنان په شمال کې روښان پروت دی، چې معمولا د شغنان د پخوانیو مشرانو د خپلوانو له خوا اداره کېده... خو د دوی د نسبي ادعاوو په اړه کوم ثبوت نشته." په ۱۸۲۹ کال کې د شغنان میران اړ شول چې د کندز مراد بیګ ته باج ورکړي. په ۱۸۷۴ کال کې شغنان له افغانستان سره ضمیمه شو، خو لا هم د ۱۸۸۳ کال تر سپتمبر پورې میرانو په دې سیمه واکمني کوله تر هغه چې د عبدالرحمن خان له خوا تر ولکې لاندې راوستل شو. نوموړې سیمه د ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ د تړون پر بنسټ روسیې ته ورکړل شوه. په ۱۸۹۵ کال کې، د بریتانیې او روسیې تر منځ د یو تړون په اساس مسکو هوکړه وکړه چې ټولې هغه ولسوالۍ چې د پنج سیند یا پورتني آمو په چپه غاړه یې پخوا نیولې وې، د درواز د ښي اړخ د ځمکو په بدل کې بېرته افغانستان ته وسپاري. د روسیې تر کنټرول لاندې د شغنان نیمه برخه په ۱۹۲۵ کې د ګورنو-بدخشان له اداري سیمې سره ضمیمه شوه، چې په ۱۹۲۹ کې له تازه تاسیس تاجکستان سره یوځای شوه. [۱][۲]

د پولې په اوږدو کې،  د سرحد دواړو خواوو ته، هم  د تاجکستان او د افغانستان د شغنان په ولسوالیو کې اوسېدونکي خلک په خپله شغني ژبه خبرې کوي.

اقلیم[سمول]

شغنان مرطوب قاره یي اقلیم لري چې وچ، معتدل اوړي او ساړه، واورین ژمي لري. د اوړي په پرتله په ژمي کې ډېر اورښت لري. کلنۍ منځنۍ تودوخه په شغنان کې ۳.۶ سانتیګراد (۳۸.۵ فارنهایت) ده. په کلني ډول شاوخوا ۷۸۲ ملي متره (۳۰.۷۹ انچه) اورښت لري.

Climate data for Shighnan

د شغنان اقلیمي دېټا

میاشت جدی دلو حوت حمل ثور جوزا سرطان اسد سنبله میزان عقرب قوس کال
ورځنی اوسط په سانتیګراد (فارانهایت) -۱۰.۱ (۱۳.۸) -۸.۴ (۱۶.۹) -۲.۶ (۲۷.۳) ۳.۸ (۳۸.۸) ۷.۸ (۴۶.۰) ۱۲.۴ (۵۴.۳) ۱۵.۹ (۶۰.۶) ۱۵.۹ (۶۰.۶) ۱۱.۷ (۵۳.۱) ۵.۵ (۴۱.۹) -۱.۳ (۲۹.۷) -۶.۹ (۱۹.۶) ۳.۶ (۳۸.۶)
منځنی اورښت په میلی متر (انچ) ۸۰.۲ (۳.۱۶) ۱۱۲.۷ (۴.۴۴) ۱۲۰.۶ (۴.۷۵) ۱۰۵.۲ (۴.۱۴) ۹۷.۱ (۳.۸۲) ۶۱.۲ (۲.۴۱) ۱۴.۳ (۰.۵۶) ۵.۶ (۰.۲۲) ۸.۶ (۰.۳۴) ۴۳.۴ (۱.۷۱) ۷۲.۲ (۲.۸۴) ۶۱.۸ (۲.۴۳) ۷۸۲.۹ (۳۰.۸۲)
منځنی نسبي رطوبت (٪) ۷۳ ۷۷ ۷۹ ۷۵ ۶۲ ۵۲ ۴۱ ۳۷ ۳۵ ۴۵ ۶۴ ۷۰ ۵۹
سرچینه ۱:  [۳]ClimateCharts
سرچینه ۲: [۴]World Weather Online (precipitation & humidity)

جمعیت پوهنه[سمول]

د شغنانیانو په څېر پامیریان د سیمې اصلي توکمي ډلې دي. پاميري ژبې په عمده توګه شغني، په دې ځای کې تکلم کېږي

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite EB1911
  2. "Shighnan and Roshan in the Nineteenth Century – Kakar History Foundation" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Climate: Shighnan - ClimateCharts, Laura Zepner, Pierre Karrasch, Felix Wiemann & Lars Bernard (2020) ClimateCharts.net – an interactive climate analysis web platform, International Journal of Digital Earth, DOI: 10.1080/17538947.2020.1829112". doi:10.1080/17538947.2020.1829112. S2CID 225154815. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  4. "Humidity: Sheghnan - World Weather Online". د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)