ششیکلا کاکوډکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ششیکلا کاکوډکر (زوکړه: د ۱۹۳۵ زکال د جنوري ۷مه – مړینه: د ۲۰۱۶ زکال د اکتوبر ۲۸مه) چې په تای (معنی یې مشره خور) یې شهرت درلود، په هند کې د ماهاراشتراوډي ګومنټاک ګوند له مخکښو مشرانو څخه وه. نوموړې دوه ځله د ګوا، ډمن او ډیو عالي وزیره او همدارنګه د ماهاراشتراوډي ګومنټاک ګوند مشره وه. نوموړې د ګوا لومړنۍ او یوازنۍ ښځینه (تر ۲۰۲۳ زکال پورې) عالي وزیره وه.[۱][۲][۳][۴][۵]

لومړنی ژوند او مخینه[سمول]

ششیکلا کاکوډکر د ۱۹۳۵ زکال د جنوري په اوومه نېټه د پرتګالي هند د ګوا ایالت په پرنم کې وزیږېده؛ نوموړې د ډاینانډ او سونان ډابي بانډوډکر لومړنۍ ماشومه وه. [۶][۷][۸]

کاکوډکر ابتدايي زده کړې په مشټی فانډ ښوونځي کې وکړې او د پنجي له پیپل عالي لیسې څخه فارغه شوه. د یوولس کلنۍ په عمر نوموړې د وطن پرستانه شعارونو په ورکولو سره د ګوا د آزادۍ په خوځښت کې ورګډه شوه او د پرتګالي پولیس افسرانو له خوا وډبول شوه. نوموړې د دهارواړ له کارناټاک پوهنتون څخه د انسان پوهنې، ټولنپوهنې او تاریخ په برخو کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هغې د ماسټرۍ زده کړې د ممبۍ په الفینسټون کالج کې بشپړې کړې. [۹][۱۰]

په ۱۹۶۳ زکال د ګوا، ډمن او ډیو د مقننه شورا لومړنۍ ټاکنې په ډراماتیکه بڼه ترسره شوې چې په پایله کې یې پلار ډایاناند بانډوډکر اعلی وزیر وټاکل شو. همدغه کال نوموړې له ګوروډات کاکوډکر سره واده وکړ او په ۱۹۶۸ زکال کې د بانډوډکر شرکتونو د کاري ډلې عمومي مدیره شوه. سربېره پر دې د ځوانانو د سره صلیب د ټولنې، د آل انډیا د ښځو د کنفرانس او د ټولنیز هوسا ژوند د مرکزي پلاوي غړې وه. هغه د خپل ځواک بنسټ د دولتي ښوونځیو د ابتدایي زده کړو د ښوونکو په مرسته جوړ کړ. [۱۱][۱۲]

په سیاست کې شامل کېدل[سمول]

ششیکلا کاکوډکر وروسته له هغه چې په ممبۍ کې د ماسټرۍ له زده کړو څخه ګوا ته راوګرځېده په ټولنیزو چارو کې بوخته وه. نوموړې په ۱۹۶۷ زکال د ګوا، ډمن، ډیو مقننې شورا ته په ټاکنو کې د پونډا له انتخابي حوزې څخه د ماهاراشتراوډي ګومنټاک ګوند په استازولۍ ځان نوماند کړ چې په غوڅ اکثریت یې ټاکنې وګټلې او په دې سره د ګوا، ډمن او ډیو په مقننه شورا کې دویمه ښځینه استازې شوه. د ۱۹۷۲ زکال پر مهال د یادې شورا په راتلونکو ټاکنو کې کاکوډکر د بیچولیم له ټاکنیزې حوزې څخه د یاد ګوند په استازولۍ سیالي وکړه او بریالۍ شوه. [۱۳][۱۴]

د دولت وزارت[سمول]

په ۱۹۷۲ زکال کې د ټاکنو له ګټلو وروسته نوموړې د خپل پلار ډاینانډ بانډوډکر په مشرۍ حکومت کې مشاور وزیره وټاکل شوه. نوموړې د ښوونې او روزنې، عامې روغتیا، ټولنیزې هوساینې، عامه مرستو او د کوچنیو پانګونو په برخو کې مسئولیتونه لرل. د ۱۹۷۳ زکال د اګست په ۱۲مه یې پلار په داسې حال کې ومړ چې برحاله اعلی وزیر و؛ له همدې امله د ماهاراشتراوډي ګومنټاک ګوند قانون جوړونکو غړو د رایو په اتفاق راتلونکې اعلی وزیره وټاکله. [۱۵][۱۶]

د اعلی وزیرې په توګه پیلنۍ چارې[سمول]

د اعلی وزارت لومړنۍ دوره[سمول]

ششیکلا کاکوډکر د ۱۹۷۳ زکال د اګست په دیارلسمې نېټې د شپې په ۱۱:۲۰ دقیقو د ګوا، ډمن او ډیو د مرستیال ګورنر سیسرکومار برنجي پر وړاندې په راج بهاون ماڼۍ کې لوړه وکړه. له کاکوډکر سره یوځای پرتاب سېنګ ران او اې. کې. اس اوسګاونکار د کابینې د وزیرانو په توګه لوړه وکړه. د مشاوریت اړونده څوکۍ یې د دورې تر پایه خالي پاتې شوه. کاکوډکر د خپل پلار پر ځای د ګوند مشره هم شوه او د دواړو څوکیو مسئولیت یې په ۱۹۷۷ زکال کې د ګوا د مقننه شورا تر ټاکنو پورې پر غاړه درلود. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

کاکوډکر یوولس هغه دندې چې پلار ته یې اړوندې وې پر غاړه واخیستې او همدارنګه یې څلور نوي مسئولیتونه هم ځانته وټاکل. په دغو کې عمومي مدیریت، د ګوند د مشرۍ څوکۍ، کورنۍ چارې، مالي چارې، د استخباراتو او محرمو چارو اداره، صنعت، د عامه چارو اداره، زده کړې، اطلاعات او تورېزم، عامه روغتیا، کوچنۍ پانګونې، عامه مرستې، څارنوالي، ټولنیزه هوساینه او د ګوا آرشیف شامل وو. [۲۲][۲۳]

د هند په ملي کانګرس ګوند کې شاملېدل[سمول]

هغه مهال چې په ګوا کې د هند د ملي کانګرس جلا شوې څانګه د اندراګاندي په مشري د هند د ملي کانګرس ګوند سره مل شوه، د ماهاراشتراوډي ګومنټاک ګوند ته اړوند پنځه د پارلمان غړي (ویشنو راما نایک، ډیو ماندرکار، نارسینهبای تاندل، وینایاک چودانکار او سامجیبای سولانکی) هم په ۱۹۸۰ زکال کې له یاد ګوند سره مل شول. د ۱۹۸۰ زکال د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه په نوي ډهلي کې عبدالرحمن انټولي اعلان وکړ چې ششیکلا کاکوډکر له خپلو پیروانو سره د هند د ملي کانګرس ګوند سره یوځای شوې ده. د ۱۹۸۰ زکال د مارچ په ۲۲مه کاکوډکر اعلان وکړ چې د ماهاراشتراوډي ګومنټاک ګوند اجرایوي مسئولین هوکړې ته رسېدلي چې دغه ګوند د هند د ملي کانګرس ګوند سره ادغام کړي. دا په دې معنی و چې دوی غواړي یاد ګوند په بشپړه توګه منحل کړي. کاکوډکر د خپلې دغې پرېکړې لامل دا وباله چې غواړي د سیاست په اصلي جریان کې ځان شامل کړي. [۲۴][۲۵]

له ۱۹۹۰ زکال وروسته سیاستونه[سمول]

ششیکلا کاکوډکر په ۱۹۹۴ زکال کې د مایم ټاکنیزې حوزې څخه د ماهاراشتراوډي ګومنټاک ګوند په استازولۍ د ګوا مقننه شورا ته لار ومونده. په ۱۹۹۹ زکال کې کاکوډکر د ګوا په مقننه شورا کې د یاد ګوند په استازولۍ بیا ټاکنو ته ودرېده، خو د بهارتیا جاناتا ګوند د استازي پرکاش فادته پر وړاندې یې ماته وخوړه. کاکوډکر د مایم ټاکنیزې حوزې څخه په خپلو وروستیو ټاکنو کې د هند د ملي کانګرس د ګوند د استازي هاریش زانتیه پر وړاندې ماته شوه. د ۲۰۰۲ زکال په ټاکنو کې له ماتې وروسته نور نو نوموړې په ټاکنو کې ونډه وانخیسته. [۲۶][۲۷][۲۸]

نورې څوکۍ[سمول]

ششیکلا کاکوډکر د کالا د اکاډمۍ د مشرې په توګه خدمت وکړ. نوموړې همدارنګه د ګوا، ډمن او ډیو د صنعتي پراختیايي شرکت مشره؛ د ګوا، ډمن او ډیو ایالت د سپورت د شورا مشره؛ د ګوا د سرطاني ټولنې مشره؛ د سره صلیب د کمېټې مشره (د ګوا د څانګې) او د ماراتي بهاون نیرمان د کمېټې کاري مشره وه. د ۱۹۹۸ زکال په اکتوبر میاشت کې کاکوډکر د ګوا د بالا بهاون مشره وټاکل شوه. [۲۹][۳۰][۳۱]

له ۱۹۹۱ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې کاکوډکر د ګوا په مقننه شورا کې د شکایتونو د کمېټې د مشرې او د عمومي شرکتونو د کمېټې د غړې په توګه فعالیت کاوه. [۳۲]

کاکوډکر همدارنګه په پنجي کې د پنجي د جیم خانې د کلب د مشرې په توګه خدمت وکړ. [۳۳]

ټولنیز فعالیتونه او بشري چارې[سمول]

ششیکلا کاکوډکر د ګوا له فوټبال ټولنې سره د بانډوډکر د طلايي جام په بېرته رامنځته کولو کې مرسته وکړه. کاکوډکر د ګڼ شمېر ټولنیزو او مذهبي بنسټونو ملاتړې وه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

جایزې او ویاړونه[سمول]

ششیکلا کاکوډکر ته په ۲۰۱۴ زکال کې د هارواړ ښار کرناټاک پوهنتون افتخاري دوکتورا ورکړه. [۴۱]

مړینه[سمول]

کاکوډکر د ۲۰۱۶ زکال د اکتوبر په ۲۸مه د پنجي په التینهو کې د خپل پلار بانډوډکر په کور کې له یوې اوږد مهالې ناروغۍ وروسته مړه شوه. د ګوا دولت د هغې د مړینې له امله دوه ورځې عمومي ماتم اعلان کړ. د نوموړې مړی د ۲۰۱۶ زکال د اکتوبر په ۲۹مه د پنجي په سنټ اینز کوره کې په بشپړو دولتي مراسمو کې وسوزول شو. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. "கோவாவின் முதல் பெண் முதல்வர் சசிகலா ககோத்கர் காலமானார்". oneindia.com. 28 October 2016. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Shashikala Kakodkar- iron lady of Goan politics". The Navhind Times. 29 October 2016. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. NewsDesk2 (28 October 2016). "Goa's only Woman Chief Minister Shashikala Kakodkar passes away at 81". newsgram.com. خونديځ د اصلي څخه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. (په 28 October 2016 باندې). Former Goa CM Shashikala Kakodkar dies. thehindu.com.
  5. "Dainik Herald Marathi News". خونديځ د اصلي څخه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Shashikala Kakodkar- iron lady of Goan politics". The Navhind Times. 29 October 2016. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  8. "Shashikala Kakodkar". geni.com. 7 January 1935. خونديځ د اصلي څخه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Staff Correspondent (په 14 December 2015 باندې). Karnatak College invites former students to reconnect. thehindu.com.
  10. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  11. Fernandes, Aureliano (1997). Cabinet Government in Goa 1961-1993: A chronicled analysis of 30 years of Government and Politics in Goa. maureen & camvet publishers pvt. ltd. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  13. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  14. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  15. "Her Father's Daughter". navhindtimes.in. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  17. "Dainik Herald Marathi News". خونديځ د اصلي څخه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Her Father's Daughter". navhindtimes.in. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "गोव्याच्या पहिल्या मुख्यमंत्री 'आयर्न लेडी' शशिकलाताई काकोडकर काळाच्या पडद्या आड…". abnnitv.asia. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. goaprintingpress.gov.in/downloads/7374/7374-21-SII-EOG-1.rtf
  21. Fernandes, Aureliano (1997). Cabinet Government in Goa 1961-1993: A chronicled analysis of 30 years of Government and Politics in Goa. maureen & camvet publishers pvt. ltd. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Fernandes, Aureliano (1997). Cabinet Government in Goa 1961-1993: A chronicled analysis of 30 years of Government and Politics in Goa. maureen & camvet publishers pvt. ltd. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  24. Fernandes, Aureliano (1997). Cabinet Government in Goa 1961-1993: A chronicled analysis of 30 years of Government and Politics in Goa. maureen & camvet publishers pvt. ltd. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Belekar, Suhas (2009). Itihasachi Pane Chaaltana(इतिहासाची पाने चाळताना). Navrang Prakashan, Tiswadi – Goa. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  27. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۹ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  28. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  29. Vaz, J. Clement (1997). Profiles of Eminent Goans, Past and Present. Concept Publishing Company, New Delhi. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Tai-raises-eyebrows-over-Marathi-Akademi-working-Wants-Govt-to-intervene-". heraldgoa.in. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  32. Vaz, J. Clement (1997). Profiles of Eminent Goans, Past and Present. Concept Publishing Company, New Delhi. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Sports Authority of Goa". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. "Bandodkar Gold Cup set for revival after 21 years – The Navhind Times". navhindtimes.in. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. "GFA condoled the passing away of Smt. Shashikala Kakodkar". goa-fa.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. "Our Story – Lokvishwas Pratisthan". lokvishwasgoa.in. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. "BBSM to hold condolence meet for Shashikala Kakodkar on November 5, 6". indianexpress.com. 30 October 2016. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. "BBSM convenes condolence meetings for Kakodkar". heraldgoa.in. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. "Archived copy" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۱ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  40. "Ayyappa temple gopuram dedication tomorrow – The Navhind Times". navhindtimes.in. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. "KUD honorary doctorates for nine". deccanherald.com. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. "Hundreds of people witness last rites of Goa's only woman CM Shashikala Kakodkar". indianexpress.com. 29 October 2016. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. "Shashikala cremated with full state honours". navhindtimes.in. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. "Goa Govt declares 2-day State mourning in honour of Shashiakala Kakodkar". خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. Scroll Staff. "Goa's first woman chief minister Shashikala Kakodkar dies at 81". scroll.in. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. "Shashikala cremated with full state honours". navhindtimes.in. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)