شاه ولي افغان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
شاه ولي افغان

شاليد
زېږون نوم شاه ولي افغان
زېږېدنه مارچ 7, 1334(1334-03-07)
کاپيسا, افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه
Labels آريانا سټوډيو
نګاه سټوډيو

استاد شاه ولي افغان (په انګرېزي: Shah Wali Afghan) د افغاني موسيقۍ يوه پېژندل شوې څېره ده. نومړي د سندربولۍ او موسيقۍ ډګر کې د استادۍ تر کچې زده کړې کړي چې په دې توګه يې افغانستان ته لوی وياړ ور په برخه کړی. نوموړی اوس د کاناډا په ټورنټو ښار کې د کډوالۍ شپې ورځې تېرولو سره سره افغاني موسيقۍ ته په چوپړ بوخت دی.

مخينه

استاد شاه ولي او استاد بختيار

استاد شاه ولي افغان چې په ماشومتوب کې غلام دستګير نومېده، د خليفه بهرام خان ځوی او د خليفه تبرک شاه لمسی دی. دی د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د امن زي سيمې په شل وټي کلي کې په ۱۳۳۴ لمريز کال کې زېږېدلی دی. په هډ پښتون او د ساپو دخليفه په ټبر پورې اړه لري. استاد شاولي شپږ وروڼه لري، چې پينځه يې مړه دي او يو يې ژوندی دی چې ولي جان نومېږي او له استاد شاه ولي نه کشر دی. اؤ نؤمؤرى دملآ مياگل جان نو كر هم پاتي شوي