سېگرېټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سېگرېټ د تمباکو او کاغذ څخه جوړ نشيي توکی دی چې د گڼ شمېر ناروغيو سبب گرځي. سېگرېټ څښل د اروپايي هېوادونو په عامه ځايونو کې منع شوي. د سږو سرطان يو عمده عامل سېگرېټ څښل دي. همداراز د سېگرېټ څښل د سږو د انسدادي ناروغيو تر څنگ د سالنډي ناروغۍ سبب هم گرځي. اروپا او امريکا کې توليد شوي سېگرېټ په لويه کچه په اسلامي هېوادو کې مصرفېږي.