سېلفي انځور کښنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیلفي (Selfie) هغه انځورونه دي، چې خلک په وېب کامرو یا د ګرځنده تیلېفون په کامرو د ځان انځور اخلي او د خواله پر رسنیو یې خپروي. سیلفي څه ډول تصویرونوته ویل کېـږي: ۲۰۱۴ کال د 'سیلفي' کال و او ۲۰۱۵ کال کې د 'سیلفي' اخیستل هنري شول، چې اوس یوه خطرناک پړاو ته رسېدلي. خلک د یوه انځور اخیستو آن ځان د مرګ خولې ته هم ورکوي. یا هم روسۍ نجلۍ دسېلفي عکس قرباني! سیلفي څه ډول تصویرونوته ویل کېـږي: يوه روسۍ ۱۲ کلنه نجلۍ د سېلفي تصویر د اخيستو پرمهال له بالکون څخه لوېدلې او مړه شوې ده. د راپورونو له مخې اوکسانا په ۱۷م پوړ کې د خپل اپارتمان د بالکون په ژۍ ناسته او سېلفي تصویر يې اخيستی چې په دې وخت کې يې توازن له لاسه ورکړی او ځمکې ته غورځېدلې. په وروستيو کلونو کې په خطرناکو ځايونو کې د سېلفي عکسونو اخيستل د ټولنيزو شبکو په لېونتوب بدل شوی چې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه په ټولنيزو شبکو شريکېږي. اوکسانا خپلې مور ته ویلي د چکر په نیت روانه وه، خو ترې وړاندې یې غوښتل سېلفي واخلي. هغې خپل دا انځور خپلې ملګرې ته استولی، چې د پولیسو په وینا، تر عکس اخیستو وروسته یې د بدن انډول له لاسه ورکړی او لاندې ځمکې ته رالوېدلې . د رپوټونو له مخې، د هغې ملګرې پوی شوې چې ګني هغه په یوه خطرناک ځای کې ده، همدا ده چې هغې ته یې د زنګ وهلو هڅه کړې ده چا ځواب نه ورکاوه اوهغه مړه شوې وه د سیلفي اخیستونکو د مړینې شمېر کال تر بله لوړېږي، .د څېړونکو موندنې ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې ۱۵، په ۲۰۱۵ کال کې ۳۹ او د ۲۰۱۶ په لومړيو اتو میاشتو کې ۷۳ سیلفي اخیستونکي مړه شوي دي په روسیه کې روان کال یوشمېر کسانو د ځان د سیلفي اخیستو په خاطر ځانونه آن د مرګ تر خولې هم ورکړل. په یوه پېښه کې، دوه نارینه چې غوښتل یې د اورال غرونو پر سر د یوه لاسي بم د کړۍ خلاصولو پرمهال د ځان انځور واخلي، ووژل شول. په تېر جولای میاشت کې، یو ځوان چې تازه له پوهنتون نه فارغ شوی و، هوډ وکړ چې د مسکو پر پله ځان وځړوي او د ځان سیلفي واخلي، خو بخت ورسره یاري ونه کړه او له پله ولوېد او مړشو

تړلې لیکنې[سمول]

انځور کښنه کامره مبایل انځورونه