سپين زر

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

سپين زر یو کیمیاوي توکی دی. کیمیاوي نښه یې Ag ده چې د لاتین (Argentum) څخه اخیستل شوی دی. اتومي شمېر یې ۴۷ دی. دغه توکی کلک او سپین رنګ لري. د اېشېدو ټکی یې ۹۳۰ درجه د سانتيکرېد او ګڼوالى یې ۱۰،۵ [g/см³] دی. سپين زر له نجيبه فلزاتو څخه شمېرل کېږي چې په غرونو او په پنځ کې په سپېځلي توګه او د کاڼو، كوټ، سره زر اوسرپو سره ګد پيدا کيږي. له استخراج وروسته دغه ګډ توکي په بټيو کې سره بېلېږي. کانونه یې په يونان ،اسپانيا، الما ن، امرېکا، مکسیکو، تايلند، هند او د افغانستان په ځينوغرونوکې موندل کېږي.

د سپینو زرو پېښلیک[سمول]

د موندل شوو لرغونو قبرونو څخه څرګنده شوې چې سپین زر ۳۵۰۰ – ۴۰۰۰ د زېږېدیز تر مخه د مدیترانې او اناتولي (نننۍ ترکیه) کې د سرپو څخه جلا او په لاس راوړل شوی دی. پخوا دغه ټوکی د سپوږمۍ، سمندر او د عبادت ځایونو سره تړاو درلود. په هغه وخت کې په کیمیا کې د سپینو زرو نښه سپوږمۍ وه. تر ډېره کیمیاپوهان په دې اند ول چې سیماب هم سپین زر دي او د ژوندي سپینو زرو په نامه یې یادول. دا نوم په څه هېوادو کې لا تر اوسه هم سیماب ته کارېږي. وروسته ښکاره شوه چې سیماب چورلټ بل توکی دی او سپينو زرو هیڅ تړاو نه لري. سپین زر د زېږیدیز کال په پيل کې د ښایست او لکه پیسې د شیانو د پلورینې او اخیستنې د پاره وکارول شول.

د سپینو زرو کارونه[سمول]

د سپینو زرو څخه تر ډېره هندارې جوړېدې. وروسته د لوړې بیې له وجې د المونیم څخه کار واخیستل شو. تر نولسمې بېړۍ د شیانو د پلورینې او اخیستنې د پاره کارېده. نن ورځ سپین زر د انځور ایستلو کمرو کې، په طب او درملنه کې لکه انتی بیوتیک ، په کیمیا کې لکه کتلیزاتر، د ډوډۍ د خوړلو په لوښيو کې لکه کاچوغې او ښاخۍ، زرګران يوڅه مس ورسره ګډوي زيورات او نور ښکلي شیان ورځنې جوړوي.

سرچينې[سمول]