سينوسايټس
سينوسايټس يا د سينوسونو تسپود (په انګرېزي: Sinusitis) د پزې چار چاپېره سينوسونو يوه التهابي ناروغي ده چې د انتانونو، الرژي او يا هم اټواميون يا معافيتي روغتيايي ستونزو په سبب رامېنځ ته کېږي. د سينوسونو تسپود اکثراً د ويروسي انتانونو په سبب پېښېږي چې د ۱۰ ورځو په موده کې پخپله له مېنځه ځي. دا يو ډېر عام حالت دی چې هر کال په امريکا کې له ۲۴ ميليونو نه ډېر خلک پرې اخته کېږي.[1]
نيوليک |
ډلبندي
د مودې له مخې
سينوسايټس (يا راينوسينوسايټس) د پزې چارچاپېره سينوسونو د ميوکس پردې يو التهاب دی چې د مودې له مخې په ډېرو وېشنيزو ډلبندي شوی.[2]
1. حاد راينوسينوسايټس — يو داسې انتاني ناروغي چې تر څلورو اونيو غځېږي او د نښو نښانو له مخې په شديد حالت او ناشديد حالت وېشل کېږي.;
2. بياپېښېدونکی حاد راينوسينوسايټس — په يوه کال کې تر څلور او له څلورو ډېر د حاد سينوسايټس د پېښېدلو حالت;
3. حاد څېرمه راينوسينوسايټس — يوه انتاني ناروغي چې له څلورو تر ۱۲ اونيو غځېږي او د حاد حالت نه اوندن حالت ته د لېږدېدو په صورت رامېنځ ته کېږي;
4. اوندن راينوسينوسايټس — کله چې د دغې ناروغۍ نښې نښانې له ۱۲ اونيو واوړي نو ناروغي اوندن حالت ته ورداخلېږي; او
5. د اوندن راينوسينوسايټس حاد شدت — دا يو داسې حالت وي چې د اوندن راينوسينوسايټس د نښو نښانو شدت ډېرېږي خو تر درملنې وروسته بېرته خپل بنسټ ليکې ته ورګرځي.
د سينوسايټس دا ټول بېلابېل ډولونه سره ورته او يو شان علايم لري او په همدې سبب يې اکثراً توپيري تشخيص کول ستونزمن وي. حاد سينوسايټس ډېر عام دی. نژدې ۹۰ سلنه بالغان د خپل ژوند په پړاو کې په حاد سينوسايټس اخته شوي.[3]
حاد
حاد سينوسايټس اکثراً د پورتنۍ ساييزې لارې ويروسي انتاني ناروغۍ وروسته رامېنځ ته کېږي. که د پورتنۍ سايزې لارې انتان باکټريا الاصله وي، نو هغه درې عام ميکروبونه چې د حاد سينوسايټس سبب ګرځي، هغه سټرېپټوکوکس نيومونيا، هېموفېليوس انفلوينزا او موراکسېلا کټارالس باکټرياګانې دي.[4] تر دې وروستيو کالونو، د سينوسايټس د پېښېدو تر ټولو عامه باکټريا هېموفېليوس انفلوينزا وه، خو د هېموفېليوس انفلوينزا د بي ډول واکسين تر جوړېدو او خپرېدو وروسته د هېموفېليوس انفلوينزا انتانونو کچه راټيټه شوه. د سينوسايټس د باکټريايي لامل نور مېکروبونه سټافېلوکوکس اورېوس او د سټرېپټوکوکس جنسونه، ان-اېروبي باکټريا او لږ عام ګرام منفي باکټېرياګانې دي. ويروسي سينوسايټس د دود سره سم له ۷ - ۱۰ ورځو پورې غځېږی، [4] خو باکټريايي سينوسايټس بيا ډېر اړم او مضر دی. د ويروسي سينوسايټس نژدې 0.5% تر 2% د باکټېريايي سينوسايټس ته اوړي. داسې انګېرل کېږي چې په متواتر ډول د پزې سوخ کول او د پزې ازيت دوهم ځلي باکټېريايي انتان ته لار هواروي.[5]
د سينوسايټس حاد حالت د چڼاسو د اخته کېدنې سبب هم کېدلی شي. د چڼاسو انتانونه اکثراً د ډيابېټيز يا شکرې ناروغۍ او د ټيټ معافيتي نظام ناروغانو (لکه اېډز، د پيوندي غړو ناروغان چې د معافياتي نظام ضد درمل کاروي) کې ليدل کېږي چې ډېرې جدي ستونزې راپېښوي. د لومړي ډول ډيابېټيز په ناروغانو کې کېټواسيدوسېز د سينوسايټس سره اړونده ګڼل کېږي چې د ميوکورميکوسېز په سبب رامېنځ ته کېږي.[6]
کيميايي اذيتونه لکه په عام ډول د سېګرېټ لوګی او د کلورين لوګی هم سينوسايټس پارولی شي.[7] د غاښونو انتاني ناروغۍ هم په کله ناکله د سينوسايټس سبب ګرځي.[4]
اوندن
اوندن سينوسايټس د خپل تعريف له مخې له درې مياشتو مودې نه اوږدمهاله حالت وي چې يو شمېر بېلابېلې ناروغۍ د سينوسونو د اوږدمهاله التهاب د ګډو نښو نښانو په توګه رامېنځ ته کېږي. د اوندن سينوسايټس په نښو نښانو کې دا علايم نغاړلي دي: د پزې بندېدنه، مخخوږی، سرخوږی، د شپې مهال ټوخی، د پخوا نه کنټرول شوې سابندۍ د علايمو ډېرښت، عمومي ستړيا، شين یا زېړ رنګه پرڼ بلغم، د مخ د دروندوالي او ډکوالي احساس چې د سر ښکته کولو سره غاښخوږی، سربدالي او هاليتوسېز يا د خولې بدبوی.[د کره سرچينې اړتيا] په دغو نښو نښانو کې هر يو ځانته ځانګړي ګڼ شمېر سببونه لري چې هر يو يې په پام کې نيولو وروسته تر څېړنې لاندې نيول کېدی شي. څو چې کومه روغتيايي پېچلتيا پېښه شوې نه وي، نو په اوندن سينوسايټس کې تبه نه ښکاره کېږي.[د کره سرچينې اړتيا] اوندن سينوسايټس اکثراً د وږم د حس کمزورتيا او د شاميه حس د کمېدو سبب ګرځي.[د کره سرچينې اړتيا] په ډېرو لږو پېښو کې، حاد يا اوندن مکسېلري سينوسايټس د غاښو د انتاني ناروغيو سره اړونده ګڼل کېږي. سرڅرخي يا سربدلاي، سرګرځېدنه او د سترګو تت ليد، د اوندن سينوسايټس کليشه يي نښې نښانې نه دي او په داسې حالت کې بايد د لا نورو سببونو موندنو څېړنې ترسره شي.
د اوندن سينوسايټس ځينې ډولونه د پوليپي او غيرپوليپي سينوسايټس په کټګوريو وېشل کېږي. کله چې د سينوسايټس سره پوليپ موجود وي نو دې حالت ته هايپرپلاسټيک اوندن سينوسايټس وايي، که څه هم چې د داسې پېښو سببونه په سمه توګه نه دي پېژندل شوي[4] خو دا ډول ناروغي کېدای شي د الرژي (حساسيت)، چاپېريالي عاملونو لکه دوړه او هوا ککړتوب، باکټېريايي انتانونه يا چڼاس وي (حساسيت، انتانونه يا نور غبرګون پارونکي عاملين). ناحساسيته عاملين، لکه واسوموټور رېنايټس هم د اوندن سينوسايټس ستونزې زېږوي.[د کره سرچينې اړتيا] په غيرنورماله توګه د سينوسونو نرۍ او تنګه لار، لکه هغه وګړي چې د پزې دېوال يې کوږ دی او د سينوسونو د تشېدو مخه نيسي، هم د اوندن سينوسايټس د عاملينو نه ګڼل کېږي.[د کره سرچينې اړتيا]
د موقعيت له مخې
د پزې چاپېره يو شمېر سينوسونه دي چې په ترتيب سره فرنټال يا مخ لور ته، ايتمويډ، مکسېلري يا د پورتنۍ ژامې او سفينويډ په نامه يادېږي. ايتمويډ سينوسونه په لا دوو برخو وېشل شوی چې د مخې ايتمويډ او د شا ايتمويډ سينوسونه بلل کېږي. د دې تر څنګ چې د ناروغۍ د شدت په اړه يادونه لاندې شوې، سينوسايټس د ناروغ سينوسونو د منشا له ځايګي له مخې چې په ناروغۍ اخته ويي داسې ډلبندي شوي:
- مکسېلري – دا ډول سينوسايټس د مخ په پورتنۍ ژامې کې مکسېلري (باړخو) کې د درد او فشار سبب ګرځي (د ساري په توګه، غاښ خوږی، سرخوږی) (J01.0/J32.0)
- فرنټال – دا ډول سينوسايټس د مخ په فرانټال سينوس او د سترګو د کولک نه پورته د تندي په تشه کې د درد او فشار سبب ګرځي او سرخوږی رامنځته کوي. (J01.1/J32.1)
- اېتمويډ – دا ډول سينوسايټس د سترګو په منځ او يا شا سيمه ک د درد او فشار او سرخوږي سبب ګرځي (J01.2/J32.2)
- سفينويډ – دا ډول سينوسايټس د سترګو تر شاه او د ککرې په محوري سيمه کې د درد، فشار او سرخوږي سبب ګرځي.
د سينوسايټس اړونده تازه تيوري ګانو ښودلې چې دا ناروغي اکثراً د ساييزې لارې (د ساري په توګه، د يوې ساييزې لارې" نظريه") د ناروغيو سره يوځای، اکثراً د سابندي سره، يا هم ترې وروسته پېښېږي.[8][9] د سينوسايټس ټول ډولونه کېدای شي د ساييزې لارې د يوه عمومي يا د يوې برخې د تسپود په نتيجه کې رامنځته شي، نو په همدې خاطر د ساييزې لارې د ناروغۍ نښه ټوخی هم ورسره يوځای پېښېدلی شي.
نښې نښانې
پېچلتياوې
سببونه
رنځ فيزيولوژي
درملنه
دوديزه
انتيبيوتيکونه
نور
ايپيډيميولوژي
سرچينې
- ↑ د درک ستونزه: Invalid
<ref>tag; no text was provided for refs namedReview2010 - ↑ http://www.clevelandclinicmeded.com/medicalpubs/diseasemanagement/allergy/rhino-sinusitis/
- ↑ Pearlman, AN.; Conley, DB. (June 2008). "Review of current guidelines related to the diagnosis and treatment of rhinosinusitis.". Curr Opin Otolaryngol Head Neck Surg 16 (3): 226–30. doi:10.1097/MOO.0b013e3282fdcc9a. PMID 18475076.
- ↑ 4.0 4.1 4.2 4.3 Leung, R.S.; Katial, R. (2008). "The Diagnosis and Management of Acute and Chronic Sinusitis". Primary Care: Clinics in Office Practice 35 (1): 11–24. doi:10.1016/j.pop.2007.09.002. PMID 18206715. http://cimed.ucr.ac.cr/archivos/Articulos%20Interes/2008/marzo/Diagnostico%20y%20Manejo%20de%20la%20Sinusitis%20Aguda.pdf.
- ↑ Gwaltney JM, Hendley JO, Phillips CD, Bass CR, Mygind N, Winther B (February 2000). "Nose blowing propels nasal fluid into the paranasal sinuses". Clin. Infect. Dis. 30 (2): 387–91. doi:10.1086/313661. PMID 10671347. http://www.cid.oxfordjournals.org/cgi/pmidlookup?view=long&pmid=10671347.
- ↑ کينډۍ:EMedicine
- ↑ Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Gelfand, Jonathan L Help for Sinus Pain and Pressure. WebMD.com. URL accessed on 2 October 2011.
- ↑ Grossman J (1997). "One airway, one disease". Chest 111 (2 Suppl): 11S–16S. doi:10.1378/chest.111.2_Supplement.11S. PMID 9042022.
- ↑ Cruz AA (2005). "The 'united airways' require an holistic approach to management". Allergy 60 (7): 871–4. doi:10.1111/j.1398-9995.2005.00858.x. PMID 15932375.