سویلي افریقا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سویلي افریقا په انګلیسي South Africa) چې رسمي نوم یې د سویلي افریقا جمهوریت دی د افریقا د لویې وچې په سویل لور کې پروت یو هیواد دی. د یاد هیواد پلازمینه پرتوریا او لوی ښار یې ژوهانسبورګ دی. د سویلي افریقا رسمی ژبي افریکانس ژبه او انګلیسي ده، مساحت یې ۰۳۷'۲۲۱'۱ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۶۰۰'۷۲۵'۵۷ نفره دی. د نوموړی هیواد د پیسو واحد د سویلي افریقا رند (ZAR) دی، او په ۳ د می ۱۹۱۰م کال له بریتانیا خپلواکی ترلاسه کړی ده.

بيرغ
[[دوتنه:کينډۍ:Switcher |250px |center |alt=| ]] نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر سیریل رامافوسا
 -  مرستیال داوید مابوزا
 -  د ملي شورا رئیس اموس ماسوندو
 -  د ولسي جرګې رئیس تاندي مودیس
Legislature ولسي جرګه
 -  Upper House لویه جرګه
 -  Lower House ملي جرګه
جوړښت
 -  د سویلي افریقا ټولنه ۳۱ مې ۱۹۱۰ 
 -  د وسټمنسټر قانون ۱۹۳۱ ۱۱ ډسمبر ۱۹۳۱ 
 -  ولسمشریزه جوړیدل, ۱۹۶۰ ۳۱ مې ۱۹۶۱ 
 -  ۱۹۹۴ د سویلي افریقا د دیمکراسې ټاکنې ۲۷ افریل ۱۹۹۴ 
 -  د سویلي افریقا اساسي قانون ۴ فبروري ۱۹۹۷ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۱٬۲۲۱٬۰۳۷ کيلومتر2 (۲۴th)
۴۷۱٬۴۴۳ sq mi 
 -  اوبه (%) ۰٫۳۸۰
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۹ estimate ۵۹٬۶۲۲٬۳۵۰[۱] (۲۴th)
 -  ۲۰۱۱ census ۵۱,۷۷۰,۵۶۰[۲]:۱۸ 
 -  ګڼه ګونه ۴۲٫۴/km2 (۱۶۹ام)
اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۴"./sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۲۰ اټکل
 -  ټولټال کينډۍ:زیاتوالی $۸۳۳.۹۹۶ بیلیونه[۳] (۳۲ام)
 -  پر کس کينډۍ:زیاتوالی $۱۳٬۹۶۵[۳] (۹۶ام)
GDP (nominal) ۲۰۲۰ اټکل
 -  ټولټال کينډۍ:زیاتوالی $۳۶۹٫۸۵۴ بیلیونه[۳] (۳۵th)
 -  پر کس کينډۍ:زیاتوالی $۶٬۱۹۳[۳] (۸۹ام)
Gini (۲۰۱۴) ۶۳٫۰ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۷۰۵ (۱۱۳ام)
د وخت سيمه (UTC+۲)
د موټر چلولو لوری د موټروانې لوری
د انټرنټ مخکښ شپول .za
پيل ګڼ +۲۷

سوېلي افریقا، په رسمي بڼه د سوېلي افریقا جمهوریت، په افریقا کې وړاندې سوېلي هېواد دی. دا هېواد چې تر ۶۰ میلیونو زیات وګړي لري، د نړۍ ۲۳م ډېر نفوس لرونکی هېواد دی او د ۱۲۲۱۰۳۷ کیلومتر مربع (۴۷۱۴۴۵ مایل مربع) مساحت لري. سوېلي افریقا دری پلازمېنه ښارونه لري، چې د حکومت اجرائیوي ، قضایی او مقننه څانګې په ترتیب سره په پریتوریا ، بلومفونټین او کېپ ټاون کې ځای پر ځای دي. د دې هېواد ترټولو لوی ښار جانسبرګ دی. د سوېلي افریقا نږدې ۸۰ سلنه وګړي تورپوستی افریقایي نسل دی، چې په بېلابېلو توکمیزو ډلو وېشل شوي او په ډول ډول افریقایي ژبو خبرې کوي. پاتې نفوس چې افریقا لویې ټولنې ګڼل کېږې، اروپایی (سپین سوېلي افریقایان)، آسیایي (هندي سوېلي افریقایان او چینایي سوېلي افریقایان) او څو رګه (رنګ سوېلي افریقایي) نسب لري. [۴][۵]

سوېلي افریقا، له سوېلي لوري له سوېلي اتلانتیک او د هند له سمندرونو سره  ۲۷۹۸ کیلومتره (۱۷۳۹ مایله)  اوږده ساحلي پوله لري. دا هېواد له شمال لوري له نامیبیا ، بوتسوانا او زمبابوې سره، له ختیځ او شمال ختیځ لوري له موزمبیق او اسواتیني سره ګډه پوله لري او دې هېواد د لیسوتو هېواد په ټولیزه توګه چاپېر کړی دی. نوموړی هېواد د زړې نړۍ په خاوره کې وړاندې سوېلي هېواد دی او ترټولو نفوس لرونکی هېواد دی چې په بشپړ ډول د استوا کرښې په سوېل کې پروت دی. سوېلي افریقا د حیاتي تنوع ځای دی چې د چاپېریالي او د نباتاتو او څارویو ځانګړی متنوع ژوند لري. [۶][۷][۸]

سوېلي افریقا یوه څو توکمیزه ټولنه ده چې د دودونو، ژبو او ادیانو بېلابېل ډولونه له ځان سره لري. د دې هېواد څو اړخیز جوړښت په اساسي قانون کې د ۱۱ ژبو په رسمیت، چې په نړۍ کې څلورم لوړ شمېر دی، څرګندېږي. د ۲۰۱۱ ز کال د سرشمېرنو پر بنسټ، دوه پراخې مورنۍ تکلمي ژبې زولو (۲۲.۷٪) او زوسا (۱۶٪) دي. ورپسې دوه نورې اروپايي رېښې لري: افریکانس (۱۳.۵٪) چې له هالنډي ژبې څخه رامنځ ته شوې او د زیاتره رنګ لرونکو او سپین پوستو سوېلي افریقایانو لومړۍ ژبې ده او انګلیسي (۹.۶٪) چې د بریتانوي استعمار میراث څرګندوي او معمولاً په عامه او سوداګریز ژوند کې کارول کېږي. نوموړی هېواد، د هغو افریقایې هېوادونو له ډلې دی چې هېڅکله په کې کودتا نه ده شوې او نږدې د یوې پېړۍ په اوږدو کې منظمې ټاکنې ترسره کوي،خو تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د افریقا د تورپوستو لوی اکثریت د رایې ورکولو حق نه درلود.  

د تورپوستو اکثریت د شلمې پیړۍ په اوږدو کې، د برلاسي سپین پوستي اقلیت څخه، چې د هېواد په وروستي تاریخ او سیاست کې یې پراخه ونډه درلوده، د ډېرو حقونو غوښتنه کوله. په ۱۹۴۸ ز کال کې نېشنل ګوند اپارتاید وتاپه چې پخواني نژادي بېلوالي ته یې بنستيزه بڼه ورکړه. د افریقا ملي کانګرس او د هېواد دننه او بهر د اپارتاید ضد نورو کارنده ډلو د اوږدې مبارزې او ځینې وخت د تاوتریخوالی په پایله کې، په ۱۹۸۰ ز کلونو کې د تبعیض د قوانینو لغوه  پیل شوه. ټولو توکمیزو او ژبنیو ډلو له ۱۹۹۴ ز کال  نه را په دې خوا، د هېواد په لیبراله ولسواکۍ کې چې له یوه پارلماني جمهوریت او نهو ولایتونه څخه جوړه شوې ده، سیاسي استازیتوب کړی. زیاتره وختونه، سوېلي افریقا "رنګين ټال ملت" په نوم یادېږي، چې په ځانګړي توګه له اپارتایډ وروسته، د هېواد څو کلتوري تنوع په ګوته کوي. [۹]

د نړیوالو چارو په ډګر کې سوېلي افریقا له منځنۍ کچې لوړ ځواک ګڼل کېږي، چې دا هېواد پراخ سیمه ییز اغېز لري او هم د مشترک المنافع هېوادونو او هم د G20 یا شلو صنعتی هېوادونو غړی دی. سوېلي افریقا د پرمختګ پر لور هېواد دی، چې د بشري پرمختیا په شاخص کې ۱۱۴م ځای لري، خو د نړیوال بانک له لوري د یوه نوي صنعتي هېواد په توګه پېژندل شوی دی، چې په افریقا کې دویم لوی اقتصاد دی او په نړۍ کې ۳۵م لوی اقتصاد ګڼل کېږي. سوېلي افریقا په افریقا کې د یونیسکو د نړیوال میراث د تر ټولو ډېر ځایونه هم لري. په سوېلي افریقا کې د اپارتایډ له پای ته رسېدو نه را په دېخوا، د حکومت مسئولیت او د ژوند کیفیت په پراخه کچه ښه شوی دی. خو جرم، بې وزلي او نابرابري لا هم په پراخه کچه پاتې ده، چې د نفوسو څلورمه برخه وزګاره او د ورځې له ۱.۲۵ امریکایي ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نوم

د "سوېلي افریقا، په انګلیسي: South Africa " نوم، د دې هېواد له جغرافیایی موقعیت څخه اخیستل چې د افریقا په سوېلي څنډه پروت دی. دا هېواد د بنسټ پر مهال، د سوېلي افریقا د اتحادیې په نوم چې په انګلیسي کې Union of South Africa او په هالنډ کې Unie van Zuid-Afrika  بلل کېده، چې د څلورو پخوانیو جلا جلا بریتانوي مستعمېرو له یووالي څخه خپله رېښه اخلي. له ۱۹۶۱ ز کال څخه وروسته، د سوېلي افریقا د جمهوریت په رسمي نوم چې په انګلیسي کې Republic of South Africa  او په افریکانس کې Republiek van Suid-Afrika   بلل کېږي. نوموړی هېواد له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې، په خپلو ۱۱ رسمي ژبو کې یو رسمي نوم لري.

د Mzansi اصطلاح، د ژوسا ژبې له نامه: uMzantsi څخه مشتق شوې چې د "سوېل" په معنا ده. دا د سوېلي افریقا لپاره یو عامیانه نوم دی، په داسې حال کې چې د پان افریقا خوځښت، ځینې سیاسي ګوندونه د "ازانیا یا Azania" اصطلاح غوره کوي.   [۱۷][۱۸][۱۹]

ایداري وېش

بیرغ

تاریخ

جغرافیه

کلتور

جغرافیه

  1. "Mid-year population estimates" (PDF). Statistics South Africa. 9 July 2020. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ "World Economic Outlook Database, October 2019". د پیسو نړیوال صندق. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Census 2011: Census in brief (PDF). Pretoria: Statistics South Africa. 2012. د کتاب پاڼي 23–25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0621413885. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۳ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "South Africa Fast Facts". SouthAfrica.info. April 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "South African Maritime Safety Authority". South African Maritime Safety Authority. مؤرشف من الأصل في ۲۹ ډيسمبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Coastline". The World Factbook. CIA. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Guy Arnold. "Lesotho: Year In Review 1996 – Britannica Online Encyclopedia". Encyclopædia Britannica. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 18 July 2008 باندې). Rainbow Nation – dream or reality?. BBC News.
  9. Cooper, Andrew F; Antkiewicz, Agata; Shaw, Timothy M (10 December 2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lessons from/for BRICSAM about South-North Relations at the Start of the 21st Century: Economic Size Trumps All Else?"]. International Studies Review 9 (4): 675, 687. doi:10.1111/j.1468-2486.2007.00730.x. 
  10. Lynch, David A. (2010). Trade and Globalization: An Introduction to Regional Trade Agreements. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7425-6689-7. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۳. Southern Africa is home to the other of sub-Saharan Africa's regional powers: South Africa. South Africa is more than just a regional power; it is currently the most developed and economically powerful country in Africa, and now it is able to use that influence in Africa more than during the days of apartheid (white rule), when it was ostracised. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "South Africa". World Bank. مؤرشف من الأصل في ۰۱ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Waugh, David (2000). "Manufacturing industries (chapter 19), World development (chapter 22)". Geography: An Integrated Approach. Nelson Thornes. د کتاب پاڼي 563, 576–579, 633, 640. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-17-444706-1. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lieberman, Evan (2022). Until We Have Won Our Liberty (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-20300-3. مؤرشف من الأصل في ۲۴ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 5 May 2009 باندې). South Africa's Unemployment Rate Increases to 23.5%. Bloomberg
  15. "HDI" (PDF). UNDP. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Livermon, Xavier (2008). "Sounds in the City". In Nuttall, Sarah; Mbembé, Achille (المحررون). Johannesburg: The Elusive Metropolis. Durham: Duke University Press. د کتاب پاڼې 283. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8223-8121-1. مؤرشف من الأصل في ۰۲ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۶. Mzansi is another black urban vernacular term popular with the youth and standing for South Africa. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Mzansi DiToloki". Deaf Federation of South Africa. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۴. uMzantsi in Xhosa means 'south', Mzansi means this country, South Africa الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. . South African Party Says Call Their Country 'Azania'.