سولي پرودممه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فرانسوي ژبې تکړه شاعر او مقاله لیکونکی “رېنۍ-فغانسوا-ارماند سولي پرودوممه” د ۱۸۳۹ زېږدیز کال د مارچ دمیاشتي په ۱۶ نېټه چي د ۱۲۱۷ لمریز کال د حوت دمیاشتې د ۲۵ نېټې سره سمون خوري د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې زېږېدلی دی چي د ۱۹۰۱ زېږدیز کال د نوبل جایزه يې گټلې ده او نوموړې جایزه په تاریخ کښي د نوبل دادبیاتو لومړنۍ جایزه ده .

پوردوممه په لومړیو وختونو کښي غوښتل چي انجینر سي خو بیا یې فیلسوفي انتخاب کړه او وروستی اتنخاب یې شاعري وه چي رښتیا هم یو لوی شاعر ترې جوړسو . هغه په خپل شعر کښي خپل مرام بیانوي څو د عصري وخت لپاره علمي شاعري رامنځته کړي . ويل سوي دي چي هغه یو ډېر رښتونی او سودايي انسان او پلار یې دوکاندار وو . په فرانسه کښي د پېرناساوس نومي ښوونځۍ د نولسمي پېړۍ د فرانسوي شاعرۍ یوه ادبي ښوونځۍ وه چي له غړو څخه یې یو هم پرودوممه وو او ددې دندي سره ترڅنگ نوموړي د ۱۸۸۱ زېږدیز کال څخه بیا ترمرگه پوري د فرانسوي اکاډمۍ د یوه غړي په حیث دنده هم لرله .

د نوموړي ليکوال او شاعر ۴ نثري او ۱۲ شعري ټولگي چاپي سوي دي .

پرودوممه د فرانسې په شاتېنې-مېلېبري نومي ښار کښي د ۱۹۰۷ زېږدیز کال دسپټمبر دمیاشتي په ۶ نېټه د ۶۸ کلنۍ په عمر ددې دنیا څخه سترگي پټي کړې .