سناتور بهرام خان څمکنی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سناتور بهرام خان څمکنی


سناتور بهرام خان څمکنی د زمان شاه خان زوی په ۱۳۱۴ هجري شمسي کال کې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د عبد الرحمن خېلو په کلي کې سترګې وغړولې

لومړنۍ زده کړې یې د څمکنیو په ولسوالۍ کې تر سره کړې او وروسته په کال ۱۳۳۶ کې د افغانستان د پولیسو اکاډمې کې شامل او او په  ۱۳۳۸ کال کې له نوموړۍ اکاډمې فارغ شو.

له فراغت سره سم یې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په بېلابېلو بستونو کې دنده تر سره کړه.

په کال ۱۳۶۹ کې یې د خدمت د دورې په پای ته رسېدو سره تقاعد ترلاسه کړ او د نظام له ړنګېدو وروسته په خپل هېواد کې پاتې شو.

په کال ۱۳۸۲ کې د کورنیو چارو وزارت د اړتیا پر بنسټ بېرته برحال او د خوست ولایت د غلام خان بندر د کمیسار په توګه په دنده وګومارل شو. له دوه کاله دندې وروسته یې بېرته تقاعد تر لاسه کړ او په خپل هېواد کې یې خپل ژوند ته دوام ورکړ.

د ۱۳۸۸ کال د ولایتي شورا ګانو په ټولټاکنو کې د څمکنیو قوم له خوا د پکتیا ولایت ولایتي شورا ته نوماند او د رایو په اکثریت یې د پکتیا ولایتي شورا ته لار ومونده، چې وروسته د همدې شورا لخوا د افغانستان ملي سنا ته د پکتیا ولایت د منتخب سناتور په توګه ور وپېژندل شو.

د افغانستان د ملي شورا د شپاړسمې دورې په پرانیست غونډه کې د د افغانستان د ملي سنا موقت ریئس و او وروسته په همدې مجلس کې د قبایلو او دفاعي کمیسون غړی پاتې شوی دی.

سناتور بهرام خان څمکنی یو دیندار، په هېواد مین او ملي ګټو ته ژمن شخصیت ؤ.

د ۱۳۹۶ کال د مرغومي د میاشتې په ۱۲ نېټه یې خوست په ولایت کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال خپل روح د حق داعي ته وسپارلو.

د واده نېټه: ۱۳۴۴

لس زامن او نهه لوڼه

ورونه: ملک یار محمد، دوست محمد، رحیم