سمسور صافی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتني قبیلي او شجری و پیژني!

☜ (90) قومي لیکنه

☜د #ساپي (صافی، سافی) قوم شجره

ساپي يا ساپيان د پښتنو د غرغښت په ټولنېز ګروپ کې يوه مهمه او لرغونې قبېله ده چې وګړي يې

① په کونړ،② لغمان ③ کا پيسا،④ پروان ، ⑤ننګرهار،⑥پکتيا⑦ خوست،⑧بادغيس ⑨ بلخ ⑩فارياب ⑪کندز، ⑫کابل،⑬بغلان ⑭ لوګر او ⑮ تګاب ولسوالی کی استوګن دی همدا راز په پښتونخوا کی.

د پښتو نخوا

⑯په مومندو ايجنسۍ ، ⑰دره خيبر، ⑱د سهيلي پښتونخوا په مرکز کوئيټه ⑲ پښين

⑳ ژوب ،(21) سيبۍ

او همداراز (22)په اټک او دپا کستان د پنجاب ايالت(23) په فيصل اباد کې استوګنه لري٠

د ساپيو قبېله د تاريخ په اوږدو او بېلا بېلو پړاوونو کې په مختلفو او بېلا بېلو نومو نو سره ياده شوې ده ، د بېلګې په تو ګه: ①ساپي، ②صافي،③ سا پين،④ سپين، ⑤ساپيس،⑥ سا پيت⑦ سا فيست ،

⑧سا فيت،⑨ سا پينګ، ⑩سا پيته،

⑪ ساپيسته، ⑫اساپنتيه،⑬ سپينته،⑭ سو پتا او نور٠

داسې روايتو نه شته چې ساپيان يوه لرغونې اريايې قبيله ده

چې يو ناني کلاسيکو تاریخ پوهانو په خپلو تاريخي کتابونو کې ددغې قبيلې يادونه او ذکر کړی دی او پخپله مقدوني اسکندر د کونړ او لغمان په ځمکو کې ددغو خلکوسره مخامخ شوی دی او ډېرې جګړې يې هم ورسره کړي دي ٠

د دې خلکو څه برخه د مومندو او باجوړ د سېمو په شا او خوا کې هم د لوی اسکندر سره په جګړو کې ښکيل شوي دي ٠

لغمان او کونړ ته د ساپيانو دراتلو په اړه داسي ويل کيږي چې دميلاد نه (2000) کلونه وړاندې باختري اريائيان د شمېر د زياتوالي او د ځای د تنګوالي له کبله په ليږد پيل وکړ چې دپکهت د قبيلې نورښا خونه او د هغو په لړ کې ساپيان هم شامل ول٠ کله چې ساپيان د هندو کش له درو نه د کاپيسا په حوزه کې ښکته شول او له دې ځايه يې تقر ېبا د سيندونو طبيعي مجرا ګانې په مخه نېولې چې دهغوی نه يې يوې ډلې د کابل سيند په مخه نېولې اود نجراب، تګاب، سروبي او لغمان له لارې د کونړ دسيند حوزې ته ورسېدل٠

په دې کې دهيڅ شک او ترديد ځای نشته چې سا پيانو د ميلاد نه (2000) کلو نه دمخه په ليږد او مهاجرتونو پيل کړی دی او اوس①په کاپيسا②کوهستان③کوه ساپي ④پروان،⑤لغمان⑥کو نړ ⑦ جندول، ⑧پشات،⑨ سوات او ⑩باجوړ کې مېشته دي٠

ـــ

قبيلوي جوړښت :

ساپيان په لومړي سر کې په شپږو⑥مهمو ښاخونو ويشل شوي دي چې

① ودير،②ګوربز، ③کندهاري ،④ مسود، ⑤ښا ديخيل او⑥ ګاګي زي ن ميږي.

چې بيا وروسته په نورو څا نګو وېشل شوي دي چې دغه څا نګې په لاندې ډول دي :

①امري،② شيخي،③باړ ميزي،④بيا نخيل،

⑤کټه سر، ⑥غيبي خيل، ⑦حبيب زي،

⑧کاکا زي، ⑨خا ديخيل،⑩ سليمان زي،

⑪بادين زي،⑫ ادم زي، ⑬پا ينده خيل ،

⑭نو رخيل، ⑮خيرن زي، ⑯زکوزي،

⑰ مېر علي خيل،⑱الو کوزي،⑲ عطا خېل

⑳سين زي، (21)بري زي،(22)شمسو کور (23)مدور کور(24)غلجی کور

(25)ابه خېل، (26)سيپان،(27) مرزاخېل (27)کمال خېل(29)امر ويي،(30بدين زي (31(خادي خېل،(32) رحيمداد خېل، (33)حيدر خېل،(34)شابول خېل

(35) سليمان خېل٠(36)مولاتم کور،(37)ملايان، (38)کاګي،(39)شهزاده او(40) ټنګه ګوربز٠

(د سا پيانو داستو ګنې سېمې : )

(①)- دکونړ په ولايت کې :

د ساپيا نو دقبيلې زيات شمېر وګړي دکونړ په ولايت کې ا ستو ګنه لري او په نو موړي ولايت کې دسا پيانو داستو ګنې ځايونه په لاندې ډول دي:

①اسداباد، ②نرنګ،③ بريکوټ،④سر کاڼي ⑤دانګام⑥ څوکۍ ⑦نورګل، ⑧پيچ،

⑨ چپه دره،⑩ باډيل،⑩ دېوه ګل،

⑪دمزار دره او⑫ شو نکړۍ٠

د کونړ په ولايت کې د ساپيا نو مجمو عي شمېر تقر يبا د(150000) تنو په شا وخوا کې ښودل شوی دی٠

(②)- دلغمان په ولايت کې :

① ساپيان په عمر زيو،② شکور اباد، ③علي خيلو،④پاچا خيلو،⑤احمد زيو ⑥باړېزيو،⑦سالاو،⑧ ګاګړ، ⑨کو ټالۍ، ⑩دروېش اباد،⑪ دولت شاه،⑫اتوک، چکله او⑬ دوګل کې ژوند کوي

چې په نومو ړي ولايت کې ساپيان د (50000) زرو تنو په شا او خوا کې اټکل شوي دي٠

د لغمان ولايت د عمر زيو ساپيا نو مشهور ښاخ نه ①تور خېل،②خېرن زي،③ زکوزي، ④مېرعلي خيل ⑤الوکوزي او⑥ عطا خيل دي٠

(③)- دکا پيسا په ولايت کې :

① د تګاب او② نجراب په ولسو اليو کې استو ګنه لري ٠

(④)- د پروان په ولايت کې :

①په کوه ساپي،② سيد خيلو ③کو هدامن او ④کوهستان کې استو ګنه لري٠ د پروان ولايت ساپيانو د دې لپاره چې دوی د تاجکو وروڼو سره د ډېرو کلونو په اوږدو کې او سيدلي دي نو خپله ژ به پښتو يې له لاسه ورکړې ده٠

خو دکوه ساپي ولسوالي چې دپروان ولايت پورې يوه اړونده ولسوالي ده مرکز يې ډنډر نوميږي او تقريبا ټول اوسيدونکي يې پښتانه او ساپيان دي چې دوی هلته څلويښت(40) کلي لري او د خلکو ټول شمېر يې (13627) تنه ښودل شوي دي چې دمشهورو کليو نومونه يې دادي :

①منډیقول ②جوزک،③بچه خاک٠④ډنډر، ⑤سکندره، ⑥حسن زايي⑦تريړي، ⑧انګوردره ⑨ ښرکي،⑩ جر غاتي،

⑪ سياه سنګ،⑫با غو مبکي،⑬ پېتاو کلی، ⑭نيلی او⑮ علي خواجه٠

خلک يې زياتره دکرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي ،خو(30) سلنه خلک يې اوس هم په پښتو نخواکې دکډوالۍ ژوند تيروي٠ همداراز (600) کورنۍ يې دکابل په څرخي پله کې استو ګنه لري اويوشمېر خلک يې په ننګر هار کې اوسيږي٠ په دغې ولسوالۍ کې د (40) په شااو خو کې ښونځي شته چې يوه يې لېسه، يوه يې ديني مدرسه او پاتې نور يې لو مړني ښوونځي دي٠

دکوه ساپي مر کز ډنډر ته د موټرو درې لارې شته ٠ ①يوه يې له بګرامه ② يې له کابله او③ دريمه يې له سر وبي ولسوالۍ نه٠

(⑤)- د ننګر هار په ولايت کې :

① دخېوې ولسوالۍ په دره نور کې هم د دوی يو کلی شته چې دبو ډيالۍ په نامه ياديږي٠دا هغه بوډيالۍ ده چې شا عرانوپه خپلو شعرونو او سندر غاړو په خپلو سندرو کې ترې يا دونه کړې ده او ويلي يې دي:

ادکې مورې ما ڼو له ځمه****

دبو ډيالۍ تو تان ږلۍ وهلې دېنه ما ڼو له ځمه

(⑥)- دبلخ په ولايت کې :

①د دغه ولايت په مرکز او② دبلخ او دولت اباد په ولسواليو کې هم سليمان خېل ساپيان استو ګنه لري٠

(⑦)- دفارياب په ولايت کې :

①ددغه ولايت دقيصار په ولسوالۍ کې هم سليمان خېل ساپيان استو ګنه لري٠

(⑧)- د بادغيس په ولايت کې :

①د غورماچ په ولسوالۍ کې هم سليمان خېل ساپيان مېشته دي٠

(⑨)- د لوګر په ولایت کې:

①د دی ولایت مرکز پل عالم سره نږدی بابوس،② پړاو، ③ملا عبدالله کلي او ځینو نورو کلیو کې میشت دی. د لوګر ساپیانو د کورو شمیر د (1500) څخه تر (2000)کورو ته رسیږي چې وګړو یې زیاتره دینې زده کړي او د سلو څخه زیات ځوانان یې اوس محال د افغانستان په پوهنتونونو کې زده کړي کوی

⑩)- دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ کې :

د پښتو نخوا دمو مندو په ايجنسۍ کې يو زيات شمېر ساپيان چې

① دکند هاري، ②مسود،③ګوربز او وذېر په ښاخونو پورې اړه لري استو ګنه لري او داسې ويل کيږي چې د(1961) زېږدېز کال د سر شمېرنې له مخې د دوی شمېر (53000) تنه ښودل شوي دي چې ښايې دا شمېر به اوس لا تر دې ډېر زيا ت وي ځکه چې د دغې سر شمېرنې نه اوس پوره (49) کلو نه تېر شوي دي٠

کند هاري ساپيان دمو مندوا يجنسۍ

① په ويدانشا، ②کرېل،③چينه ګۍ، ④کندو کو هي، امرو يي او ⑤چناري کې استو ګنه لري چې په مجمو عي تو ګه د دوی سېمه دسره کمر په نا مه سره ياديږي٠

د سوات اخوند صاحب ملا عبدا لغفور هم کند هاری ساپی و٠

ګوربز ساپيان

①په تره کي تنګي،②لکړۍ،③ کمر کلا او ④کټه سر کې مېشته دي٠

مسود ساپيان

①په چينارۍ، ②زيارت، ③خزينه او ④کوږ پاڼ کې مېشته دي ٠

همداراز ودېر ساپيان د کونړ دسيند په جنو بي برخه کې استو ګنه لري

بايد وويل شي چې د مومندو ايجنسۍ د ساپيانو کلتور کټ مټ مو مندو ته ورته دی٠

(⑪)- په سهيلي پښتونخوا کې :

يو شمېر سا پيان دسهيلي پښتو نخوا

① په سيوۍ، ②ژوب او ③کوئيټه کې هم استوګنه لري

چې① مير زايي او ②کمال زي يې ښاخو نه دي، خو څر ګنده دې وي چې دغو ساپيانو پښتو هېره کړې ده او د سنديانو کلتوري حا کميت يې پر ځان منلی دی ٠

(⑫)- په پا کستان کې :

د پاکستان د پنجاب ①په فيصل اباد کې هم يو شمېر ساپيان استوګنه لري٠

د ساپيا نو دقبيلې اقتصادي جوړښت :

د کونړ ساپيان له دې کبله چې دکرنې ځمکې يې لږې دي ،نو دهغې تر څنګ ①غواګانې،②پسونه، ③ګډيان او ④مېښې هم ⑤روزي

چې ①د غوښو،② شيدو او نورو حاصلاتو نه يې ګټه اخلي٠ دوی دکرنې ځمکې زياتره للمي دي چې اوبه نه ور رسيږي او يا د اوبو رسيدل ورته ناشوني دي ٠ زيا تره بزګران يې په بيوزلۍ کې ژوند تيروي، په تېره بيا هغه بز ګران چې دبادارنو( دځمکو دخاوندانو) ځمکې کري نو مجبور او مکلف دي چې د تخم نه پر ته نورې ټولې ستونزې لکه غوايان، دبزګرۍ الات، دځمکې وهل،کرل، رېبل، را ټولول او ميده کول پخپله غاړه واخلي٠ ان د ځمکې دخاوند کورته د حاصلاتو وړل هم د بزګر پر غاړه دي ٠ بزګر مجبور دی چې دې نورو کارونو تر څنګ د خپل بادار، خره، غواګانې او مېښې هم وسا تي٠

همداراز بزګر خپل بادار ته دغره نه وړيا لرګي راوړي٠ دبز ګر مېر من بايده دي چې دځمکې دخاوند دمېر منې اوامرو ته غاړه کښيږدي٠ لنډه دا چې زياتره خلک يې بېوزله او نېستمن دي٠

خوراک :

دوی په خوړو کې زياتره دجوارو، اوربشو، غنموا و ورېجو نه ګټه اخلي ٠څر نګه چې دوی دبزګرۍ تر څنګ په مالدارۍ هم بوخت دي، نو زياتره يې دغواګانو او مېښو د شيدو نه هم ګټه اخلي ا و غوړي يې يا په شتمنو خلکو پلوري او يا يې د ننګر هار سېمې ته دپلورلو لپاره راوړي ٠

جــــامــې :

دوی زياتره د وړيو او وزو دوژ غنو نه ځانته مخصو صې جا مې جوړوي چې دريشۍ ته ورته دي،خو تڼۍنلري٠ ښځې يې تور پړوني او اوږده کميسونه لري٠ ددوی پر تو ګو نه چين داره وي ٠نارينه يې د خمتا له ټوکړ نه هم ځانته کالي جوړوي او اکثره يو ډول خولي (ټوپۍ )چې پکولونه يې هم بولي او د وړيو نه جوړ شوي وي په سروي٠

مېلمه پا لنه :

د اقتصادي تنګسې او بې وسۍ سره سره سا پيان مېلمه پال خلک دي ٠ دوی دمېلمنو لپاره حجرې لري چې په دې کار کې يو له بله سره سيالي کوي٠ په دوی کې دمېلمنو قدر زيات دی٠ د دوی په حجرو کې د موسيقۍ الات لکه سيتار، رباب، منګی او نور شته ٠

پښتني ننګ :

ساپيان دقام په ننګ کې غيرتمن خلک دي ٠ دوی د خپل هېواد د ازادولو لپاره دانګرېزي ير غلګرو په وړاندې څو څو ځلې جنګيدلي او ډول ډول قربانۍ يې ورکړي دي ٠

همدا راز دسرو روسي ير غلګرو په وړاندې دوی داسي تورې وهلي دي چې زموږ دګران هيواد افغانستان تاريخ د دوی د مېړانې کارنا مې نه شي هېرولای٠ همدا سبب دی چې دکو نړ په ولسي ژوند کې دوسلو درلودل او ساتل ډېر اهميت لري او د ساپيو په اړه وايې چې يوه ورځ د يوه ساپي په کور کې نارېنه ماشوم وزېږېد٠ څر نګه چې په اکثرو پښتنو کې دا رواج شته چې دنارينه ما شوم تر زېږېدو وروسته د ټو پک ډزې کوي٠ څر نګه چې دغه سړي ټوپک نه درلود نو لاړ چې يو ټو پک پيدا کړي او دخپل زوی د پيدا کېدو په خوشالۍډزې وکړي ، خو چا خپل ټو پک ورنکړ٠ کوم وخت چې بېرته خپل کور ته راستون شو نو چا ورته ويل چې راشه زوی دې وګوره که نه نو کبر به وشي٠ هغه په ځواب کې ورته وويل چې زما زوی د لومړي ځل لپاره بايد زما مخ ونه ويني ځکه زه دومره نامرد يم چې دخدای په دې لويه دنيا کې يو ټوپک هم نلرم چې د زوی د زېږېدو اعلان پرې وکړم نو که دغه زما مخ ګوري ښا يي چې د هغه نه به هم زما غوندې بې همته سړی جوړ شي٠

نو به دا وايي چې د يوه نارېنه او باهمته سړي مخ وګوري٠

ساپيان دغيرت او ننګ په ټکي سر او مال ورکوي ٠ په دوی کې ښځو ته طلاق ورکول سخته بې ننګي ده٠ څوک چې دچا په ښځه تورن شي نو دهغه ژوند بيا په مرګ شمېرل کيږي٠ دچا په کور کې چې څوک مړشي نو که نېستمن هم وي نو هغه مجبور او مکلف دی چې خيرات ورکړي٠ په دوی کې دخيرات نه پرته د مړي ښخول شرم ګڼل کيږي٠ همداراز دوی ملايانو او

مياګانو ته د خيرات، صد قې او سرسايې نه هيڅکله هم غاړه نه غړوي٠

دوی د عذر او ننواتې په وړاندې د ډېرې لويې ګناه نه هم تير يږي٠ لنډه دا چې دوی په پښتني ننګ کې ډ ېر ټينګ دي٠

مشهور شخصيتونه :

په ساپيانو کې ډېر ستر مبارزين،استادان، پوځي منصبداران، ليکوالان او شا عران تېر شوي دي چې ځيني يې په حق رسيدلي او ځيني يې اوس هم ژوندي دي دلته د هغوی يادونه ضروري ده ٠

①:- غازي محمدعثمان خان ساپی چې د تګاب وو او د انګرېزانو پر خلاف د 1879 ميلادي کال دسمبر د مياشتي د پاڅون د رهبرانو نه و٠

②:- دخپلواکۍ دلارې ستر مبارز غازي

مير زمان خان کونړی٠

③:-ارواښاد غلام حسن خان ساپی

④:-ارواښادشهيد قا ضي عبيد الله ساپی

⑤:-ارواښاد شهيد امان الله سيلاب سا پی

⑥:- قا ضي مطيع الله چمبيلی

⑦:- دکتور ودېر ساپی

⑧:- سر محقق زلمی هېواد مل

⑨:-ارواښاد جنرال محمد اصف سا پی

⑩:- د پښتو نخوا مشهور صحافي سليم ساپی

⑪:- پو هاند دکتور ضمير سا پی

⑫:- جنرال رحمت الله ساپی

⑬:-مفتاح الدين ساپی

⑭:- دکابل پو هنتون استاد لطف الله ساپی

⑮:- ددانش د خپر ندويې ټو لنې مشر اسد دانش ساپی

⑯:- دساپي دکتاب چاپولود مو سسې مشر امام الدين ساپی

⑰:- عظم الدين عليمي

⑱:- د امر يکي غږ راډيو او تلويزيون خبر يال محمد شعيب ساپی