سلطان محمدفاتح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلطان محمدفاتح دعثماني واکمنی اووم سلطان دی چي په 1432میلادي کال دترکیې په اډرین کي وزېږېد اوپه 1481 میلادي کال کي داسیایي ترکيې په خونکار چایري سیمه کي دناروغی له کبله وفات سو . سلطان محمدفاتح عثماني واکمني په ختیځ اولویدیځ کي ترډېر لیري پوري پراخه کړ اود روم لرغونې ختیځه امپراطوري یې په 1453میلادي کال کي فتحه کړه .

سلطان محمدفاتح د دویم سلطان مرادخان زوی او محمدچلپي لمسئ دی، نوموړي دعثماني سلطنت داقتصادي اوسیاسي پرمختګ لپاره ډیري په زړه پوري طرحي په کار واچولې اوپه منځنیو پېړیو کي یې عثماني سلطنت دسیالۍ په ډګر کي ممتاز وګرځاوه . زرګونه یوناني پوهان اواسلامي علماوو دسلطان محمد په زمانه کي دخپلي پوهي په مرسته لوی انقلاب راوست اوعثماني سلطنت یې دختیځي اروپا یوه پرمختللې واکمني وګرځول .

سلطان محمدفاتح پخپله طلايي دوره کي یونان، سربیا، البانیا، بوسنیا اودهنګريې ځیني سیمي فتحه کړې، همدارنګه یې په ختیځ اوشمال کي دکوچنی اسیا واړه دولتونه او دتور سمندر پرغاړه پرتې واکمنۍ اکثره فتحه کړې چي مشهوره یې دطرابزون او جنوا واکمني وه .