سرطانپوهنه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

سرطانپوهنه يا اونکالوجي (په انګرېزي: Oncology) (له يوناني ژبې اونکوس (ὄγκος), چې د حجم، تودې يا تومور په مانا، او د -لوجي (-λογία), وروستاړي نه چې د "زده کړې" مانا لري) د طب يوه څانګه ده چې د سرطاني ناروغيو سره سرو کار لري. پدې څانګه کې د بېلابېلو سرطاني ناروغيو او تومورونو پېژندنه او درملنه هم نغاړل شوي. د دغې څانګې څانګپوه اونکولوجېست يا سرطانپوه بلل کېږي. اونکولوجي يا سرطانپوهنه په لاندې موضوعګانو اړونده ده:

  • په يوه ناروغ کې د هر ډول سرطان د پېژندنې او تشخيص اړوند
  • درملنه (بېلګه، جراحي، کيمودرملنه، وړانګودرملنه او نورې شته درملنې)
  • د سرطاني ناروغ د بريالۍ درملنې وروسته يې څارنه
  • سرطاني ناروغ د وروستي پړاو پاليېټيف پالنه
  • د سرطاني درملنې شاوخوا اخلاقي پوښتنې
  • د عامه وګړو د څارنې هڅې يا
  • د سرطاني ناروغ د خپلوانو (په هغه سرطاني ناروغيو کې چې د وراثت پر بنسټ رامېنځ ته کېږي، لکه د تي سرطان)

پېژندنه

د سرطاني ناروغيو په پېژندنه کې تر ټولو اهم د ناروغ روغتيايي پېښليک: البته د روغتيايي شکايت څرنګوالی هر ډول نښې نښانې (ستړيا, وزن بايلنه, د وينې د کمښت ناڅرګنده سبب، په ناڅرګند سبب رامېنځ ته شوې تبه، نيوپلازم ته ورته علايم او نورې نښې). غالباً په يوې فيزيکي کتنې د يوه نيوپلازم ځای او سيمه رابرسېرېږي.

شخصي اوزار

ډولونه
نوم-تشيالونه
کړنې
ګرځېدنه
اوزاربکس
په نورو ژبو کې