سرخط ورځپاڼه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سرخط د افغانستان،‌خپلواکه،‌ناپېلې، معتبره او وتلې ورځپاڼه ده، چې هر سهار له کابله چاپېږي او په نيم افغانستان کې خپرېږي.

د سرخط ورځپاڼې لومړۍ گڼه د ۲۰۱۵ مېلادي کال د اگسټ په لومړۍ نېټه په کابل کې له چاپه راووته او په لنډه موده کې یې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو لکه: ننگرهار، لغمان، لوگر، ميدان وردگ او غزني کې هم خپرونې پيل کړې.

دا مهال سرخط ورځپاڼه د هېواد له ټولو لويو ښارونو څخه د تکړه خبريالانو په مټ خبرونه، شننې او مقالې راغونډوي، هر سهار په اتو مخونو (څلور رنگه او څلور تور او سپين) کې چاپېږي او نيم افغانستان ته رسېږي.

سرخط په منځنۍ توگه هر سهار تر شلو زيات خبرونه، څلور کالمونه، تحليل او سرمقاله خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي.

په دې سربېره، دغه ورځپاڼه هر سهار خپلو لوستونکيو ته د لوبو، فرهنگ او ادب، روغتيا،ټيکنالوجي، پوهنې، ښځو، ماشومانو، اقتصاد، کرنې، د هوا حالاتو، اسعارو، الوتنو، سېنما او نړۍ په اړه په زړه پورې خبرونه او مالومات رسوي.

د ورځې فال، ناول، حيرانوونکيو او په زړه‌پورې خبرونو د سرخط مينه‌وال لا زيات کړي دي.

سيدشاه سقيم د دغې ورځپاڼې مسوول مدير او شهرت ننگيال یې مرستيال دی.

عبدالاحمد محمديار، عبدالغفور لېوال، استاد حبيب الله رفيع،پاکيزه ارزو، نعيمه غني، ذبيح الله احساس، خوشحال خليل، مجيب الرحمان لمر، مجيد قرار، هاشم قيام، نعمان دوست، عيسی مومند او مصباح يوسف دغې ورځپاڼې ته منظمې ليکنې کوي. سرخط ځان د افغانستان او افغانستان د ځان بولي.