روګينګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه : لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو د وزارت د لايحى له مخې دکرنۍ پوهنځي داخر کال په لومړي اودوهم سمستر کې دسيمينار په نامه پوه ټاکلي موضوع هر محصل ته ورکول کيږي ترڅو ديو استاد ترلارښوونې او څارنې لاندي يې ترتيب او بيا يې دپوره حاکميت په درلودلو سره دسمينار له لاري تشريح او په اخر کې دمربوطه موضوع په اړوند پوښتنو ته ځوابونه ووايې. نوپه همدي ترتيب د اګرانومى د ديپارتمنت لخوا ماته هم ددغې ضرورت د پوره کولو په منظو ر ( دتخم توليدونکو کروندو څخه دناغوښته نباتاتو له منځه وړل ) ترعنوان لاندي دکرني دپوهنځي داګرانومې دديپارتمنت لخوا راوسپارل شوه. چې دغه موضوع ماته دخپلي علاقي او ذوق مطابق راکړل شوي ده نوماهم ډير کوښښ کړي دي اوپه دي کې يې داسې په زړه پوري او نوي معلومات راټول کړي دي چې دلوستونکو لپاره دخوښۍ اواستفادي وړوګرځي ځکه زمونږ ګران هيواد افغانستان يو زراعتي هيواد دي خو لا تراوسه دزراعت په اړه داسې کوم پرمختګ ندي شوي چې زمونږ هيوادوال په خپلو غلو ،ميوو اوسبو باندي متکي شې او تل يې دبهر څخه هيواد ته واردوي نو ددي لوي ستونزي دلري کولو لپاره پکار ده زمونږ زراعت ميکانيزه شي او پراخه دښتې او ډاګونه چې داوبو دنشتوالي له امله په خپل حال پاتي دي داوبو لاندي شي او استفاده تري وشې نو په دي لحاظ دغه موضوع چې Roguing په هکله وليکل شوي زمونږ دزراعت دکارکوونکو سره به انساء الله پوره کومک وکړي ترڅو دوي داسې تخمونه وکري چې پوره قوي اوصحتمندوي او دټوکيدو پوره وړتيا ولري ترڅو په خپلو کروندو کې خپل غوښتني شميرنباتات ولري اوپوره اوښه حاصل ترلاسه کړي. وسلام فدا محمد (قريشي). روګينگ څه ته وايې What is the Rouging

 د نا غوښته نباتاتو لري کول د پټى يا کښت څخه د Rouging  پنامه ياديږي او يا په بل عبارت  سره  د ناغوښته نباتاتو  او په مرض اخته شوى نباتاتو  د پټى يا کښت  څخه لرى کولو عملى ته Rouging  وائى . 

د Rouging عمليه په تکثير او توليد کې ډېره با ارزښته مرحله ده چې ددې مرحلى په ښه عملى کولو او توجه سره کولاى شو چى ښه پاک ، خالص، صحتمند او د ښه جنسيت لرونکې تخم د کښت لپاره توليد کړو يعنى پدې معنى چې د يوى ورايټى پاک او خالص تخم چې د نورو نباتاتو د تخم او د هرزه ګياؤ د تخم او د امراضو څخه پاک او مبرالاسته راشى چې د کرلو وړ وى . د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو موخه او هدف دادى چې ټول هغه ناغوښتى نباتات له منځه يوړل شى چې د هغوى تخم د اصلى نبات د تخم څخه د پراسيس پر وخت په اسانۍ او مکمل ډول سره نه شى جدا کيداى . نو پدى اساس ټول هغه تخمونه چې په کرونده کې د تخم په حيث توليديږي بايد په غوښتى ډول او همدارنګه په ارثى او فزيکى ډول د ککړتيا څخه پاک وى . د ککړتيا د لرى کولو او د تخم د پاکوالى د ډاډ ګرينى لپاره د ناغوښته نباتاتو لرى کول يا Rouging يوه اړينه او اغيزناکه کړنلاره ده چې نوموړى چارى د تخم د فزيکى ککړتيا څخه مخنيوى کوى او همدا راز ټول هغه شيان له منځه وړى چې ارثى ککړتيا باعث ګرځي . د تخم د توليد او د غلى د توليد تر منځ د ناغوښته نباتاتو له منځه وړل يا rouging يو عمده فرق وجود لرې . خو د دواړو يعنى د تخم د توليد او غلى د توليد لپاره نوموړى عمليه او کړنلاره د لوړ حاصل د ډاډ ګرينى لپاره استعماليږي .کروندى ددې لپاره پلټل کيږي چې د تخم د لوړ کيفيت په هکله يوه ډاډ ګرينه تر لاسه کړاى شي . ککړتيا د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړولو پواسطه له منځه وړل کيداى شي چې مونږ دلته د دوه ډوله ککړتيا څخه يادونه کوو کوم چې کيداى شي په تخمى کروندو کې را منځته شي . الف: ارثې ککړتيا:- ارثى ککړتيا په کرونده کې د ګوښتوب يا جلاتوب په واتن کې د متقابلى القاح او يا هم د ناغوښته نباتاتو د شتون په برخه کې رامنځته کيږي . ب: ميخانيکى ککړتيا:- ميخانيکى ککړتيا په کرونده او د کروندى په شاوخوا کې د ناغوښته نباتاتو تخم د تخمى فصل سره د راغونډو لو يادرمند په وخت کې رامنځته کيږي . څرنګه چې د تشخيص شوو ناغوښته نباتاتو له منځه وړل يوه د ليدو وړ ازموينه ده او د لاس پواسطه تر سره کيږي نو کيداى شي . چې په اغيزناک ډول سره ټول ناغوښته نباتات ددې پواسطه له منځه يوړل شي. د ناغوښته نباتاتو له منځه وړل يا Rouging په تخمى کروندو کې يواځى د لاندې شيانو د له منځه وړلو لپاره عملى او مؤثره طريقه ده . ١. د غيرى هم جنسه او نورو نباتاتو د ډولونو د له منځه وړلو لپاره . ٢. د ځينو هغه ناروغيو د خپريدو سطحه را کموى چې د تخم پواسطه انتقاليږي.

٣. هغه ستونزمن او بيکاره نباتات له منځه وړى چى نه شى کيداى د قلبى يا ګياوژنګو کيمياوى موادو پواسطه کنترول شى او يا ئى تخم په ميخانيکى ډول سره د اصلى نبات د تخم څخه په اسانۍ نه جلا کيږي. د کرنى پر مهال د (Rouging ) لپاره دپلان چمتو کول

           د نا غوښته نباتاتو  له منځه وړل بايد د کروندى په هره برخه کې تر سره  شي او يوه برخه ئي هم پرى نښودل شي اګر که  هر څومره  کوچنى  هم وى ددې لپاره  چې د کروندى د ټولو برخو څخه په مساوى ډول د ناغوښته نباتاتو په له منځه  وړولو کې  پوره ډاډ ګرينه تر لاسه کړو نو لازم ده چې کرونده په څو مساوي برخو ويشل  شي په نښه ئى کړاى شي چې ددې لارې به  د ناغوښته نباتاتو  د له منځه وړلو  فنى ډله وکولاى شى چې پرته  د کومى ساحى  د پريښودلو  د کروندى  د ټولو  ساحو  څخه  ناغوښتى نباتات  له منځه يوسى.

او هم کولاى شى چې پرته لدى چې خپله توجه او پاملرنه د نا غوښته نباتاتو د له منځه وړلو څخه وګرځوى په ټوله کرونده کې په مساوى ډول قدم ووهى.

د کرنى طريقى او د کرنى پر وخت د لاندى تمرينونو او استعمال له لارى د ناغوښته نباتاتو له منځه وړل آسانه کوى .

الف:- د قطار په شکل کرل شوى نباتات :

پر قطارونو کرل شوى فصل د ناغوښته نباتاتود له منځه وړولو فنى ډله  نوموړى قطارونه  څارى او په اسانۍ  ورڅخه ناغوښتى نباتات له منځه وړى .



ب:- په ميخانيکى ډول کرل شوى فصل:- په ميخانيکى ډول کرل شوى فصل بايد په لاندى طريقو سره وکرل شي . ١. د کرنى پر وخت کرونکى ماشين بايد په کرونده کې يوازې په موازى ډول په لنډو دورو تير شي ، تر څو قطارونو نيغ پاتې او په اسانۍ سره تعقيب کړاى شي د کر د پاسه کر او يا په دايروى شکل د کرونکى ماشين ګرځول او يا په بله غيرى رسمى بڼه کرنه مه ترسره کوى په ځانګړى ډول په کونجونو کې . ٢. د کرونکى ماشين يو نل بايد بندوى تر څو په غير منظم ډول کرنه تر سره نه شي . آما بايد کروندى په لنډوکى د کرونکى ماشين په هر پراخوالى کې يو نا کرل شوى قطار يا تړانګه پريښودل شى چې دغه ناکرل شوې قطارونه يا تړانګى کيداى شي د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو ننى ډلى له خوا تعقيب شي او پرته لدې چې کومه ساحه پريږدي او يا ئى د کوم ناغوښتى نبات څخه پاملرنه وګرځى توله کرونده په مناسب ډول و پلټى، ت:- د لاس پواسطه کرل شوى فصلونه :- په خپور يا شيندلى ډول په لاس سره کرل شوي فصل څخه په شپړه ډول د ناغوښته نباتاتو له منځه وړل يا Rouging يو سخت او له ستونزو ډک کار بريښى. نو ددې لپاره د فصل په خپاره شوى يا شيندل شوى ډول کرنى څخه ډډه وکړى . بر هر حال که چيرى د کرنى نوموړى طريقه استعماليږي نو تخمى کروندى بايد کوچنى وي .او هم مربع او يا مستطيل شکله او همواره وى. د ناغوښته نباتاتو لرى کول يا Rouging کيداى شي چې په کرونده کې په موازى ډول دځانګړى ډسک يا قلبى پوسيله غوڅ او يا هم له منځه يوړل شي .

شاوخوا کې بايد قدم ووهى اود قطارونو په ورته جهت کې د کروندى څخه تير شي. د کرونکى ماشين پوسيله کرل شوى فصلونه بايد تش قطارونه ولري تر څو د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو فنى ډله وکولاى شى پرته لدې چې د کروندى کومه برخه پريږدى په توله کرونده کې ناغوښتى نباتات په نښه کړى ا و له منځه ئي يوسي. کله چې د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو فنى ډله له يوى کروندى څخه تيريږي ټوله ډله په پر يوى اندازى په يوه کرښه کې پاتى کيږي يو د بل څخه به نه ډېر مخکې کيږي او نه ډېر شاته ځې او يو څارونکې ئي د شاله خوا څخه ځارى چې په راتلونکى صفحه کې ئى تصوير درکول شويدي. د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو د فنى ډلى هر وګړى کولاى شو چې يواځې يوه محدوده ساحه وڅارى د مثال په ډول په دانه لرونکو فصلونو کې که چيرى ډېر لوړنه وى يو وګړى کولاى شي چې (٣-٥) مترو پورى پراخه ساحه وڅاري. اما که چيرى فصل لوړ وى نو بايد دساحى پراخوالى ډېر زيات نه وى . هغه فصلونه چې پر قطارونو کرل شوى وى يو وګړى کولاى شي چى د (٢-٨) قطارونو پورى پراخه ساحه وڅارې چې دا هم د فصل په اوږدوالى يا لوړوالى پورى اړه لري چې څومره په اسانۍ سره کيداى شي چې ناغوښته نباتات تشخيص کړاى شي . د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو د فنى ډلى هر وګړى بايد په هغه څنګ قدم ووهى له کوم څخه ئي چې ناغوښته نباتات لرى کړى وى . پدغه لار هغه بايد خپل مخ د يو طرف څخه بل طرف ته پر ثابت ډول وانه اړوى ددې لپاره چې په ساحه کې ور څخه ناغوښتى نباتات پاتى نه شي او همدارنګه په کومې زاوى چې لمر لګيږي کيداى شي چې د ناغوښته نباتاتو په تشخيص کې مرسته وکړى نو د پاکى شوى ساحى پر يو څنګ د قدم وهلو پواسطه د ناغوښته نباتاتو له منځه وړونکې يا (Rouguer) کولاى شي چې خپل جهت د لمر په طرف غوره کړى. يو څارونکى د ناغوښته نباتاتو له منځه وړولو د فنى ډلى په لږه اندازه له شا څخه څارې او په منکسر يا مات رامات ډول په ټولى هغى ساحى له يوه او بلى خوا خوځښت کوى چې نوموړى فنى ډلى د نا غوښته نباتاتو څخه پاکه کړى وى . څارونکى ټوله پاکه شوى ساحه امتحانوى تر څو ډاډګرينه تر لاسه کړى چې ايا ټول ناغوښتى نباتات له منځه وړل شويدى او که نه که چيرى کوم ناغوښتى نباتات تر سترګو شي مسؤل وګړى ته خبرتيا او لارشوونه کوى چې څرنګه کولاى شى چې ناغوښتى نباتات تشخيص او له منځه ئى يوسي. سربيره پردى ځنى وګړى نه شى کولاى چې په عمده ډول د نباتاتو تر منځ توپير تشخيص کړى . پلټونکى بايد ناغوښته نباتاتو د فنى ډلى د هر وګړى اغزمنتوب او مهارت وڅارى او کله چې هم اړتيا وليدل شي کمزورى دى پريو قوى او ماهر وګړى بدل کړى. خو کله چې يو ناغوښته نباتات پيدا شي بايد پداسې ډول له بيخه واستل شي چې د دوهم ځل لپاره دورى وړتيا ونه لري يعنى يواځى تخمى وږى د نبات څخه مه لرى کوئ ځکه يو نبات کيداى شي د فصل دلو او را غونډولو د مخه څو ځايه نور تخمى وږى ونيسى .

د ناغوښه نباتاتو له منځه وړونکى  يا Rouguer  نا غوښته نباتات  له بيخه را وباسى  او په هغه کڅوړوکې ئى اچوي چې له ځانه سره يې لري لکه په تير شوى شکل کې.

د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو څخه څو ساعته وروسته يو وګړى د زيات پياوړى تمرکز په پايله کې ستړيا احساسوى او نه شى کولاى چې په غوره ډول ناغوښته نباتات تشخيص کړى نو دا غوره ده چې په يو وخت کې يواځى څو ساعته د rouging کار تر سره شي . او همدارنګه ځنى نباتات کيداى شي چې په کمزرى لمر کې يا سهار وختى و ناوخته په ماذيګر کې په غوره ډوله سره تشخيص شي نور ناغوښته نباتاتو د منځه وړلو فنى ډلى لپاره ده چې سهار وختى او يا ماذيګر ناوخته rouging تر سره کړى او په بل وخت کې کولاى شي چې نور کارونه تر سره کړى دا نا شونى ده چې د باد د لګيدو پر وخت دى ناغوښته نباتات تشخيص شى په ځانګړى ډوله په دانه لرونکو فصلونو کې نو يوازى هغه وخت د کروندى څخه ناغوښتى نباتات لرى کړه کله چې بادنه لګيږي او کله چې هم باد په لګيدو پيل کوى نو Rouguing بايد ودرول شي . د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو فنى ډله د هرى کروندى په څنډو کې د نښى په څير اوږدى لښتى دروى تر څو هغه ساحه په نښه کړى چې ئى پاکه کړى وى کله چې د کروندى د يوى خوا څخه بلى خواته تيريږي نوموړى نښى هم له ځانه سره خو ځوى تر څو نوى پاکه شوى ساحه په نښه کړى لښتى کولاى شي د ناغوښته نباتاتو په له منځه وړلو کې د فنى ډلى سره د کروندى په يو څير پاکولو او د Rouguing لپاره د نوى ساحى په ټاکلو کې پوره مرسته وکړى . که چيرى په کوم ځاى کې يو شمير ناغوښته نباتات پيدا شي نو د فنى ډلى ټول غړى په کرونده کې خپل ځايونه پر نښه کوى اوپه ګډه له هغه ځاى څخه ناغوښتى نباتات له منځه وړى. البته که چيرى يوه کوچنى ساحه پاتى وى او په لوړه پيمانه ناغوښتى نباتات او بيکاره بوټى ولري او نه شي کيداى چې د فصلى نبااتاتو څخه په اسانۍ جلا کړلاى شي نو پداسې حال کې دا غوره ده چې نوموړى ساحه د فصلى نباتاتو سره يو ځاى پر بشپړه ډول له منځه يوړل شي .





کله بايد د ناغوښته نباتاتو Rouguing تر سره شي مخکى له دى چې ناغوښتى نباتات ارثى يا فزيکى ککړتيا رامنځته کړى بايد له منځه يوړل شي او تخمى کروندى ورڅخه پاکى شي . داد فصل د دوري يا د نمو هغه پړاونه دى په کومو کې چې کيداى شي ناغوښتى نباتات د ليدلو پواسطه مشخص کيداى شي . د ودى دغه پړاونه د فصل دنا غوښته نباتاتو د نوعو او د ودى د پړاو پر سمون بدلون کوى چې په تخمى کروندو کې معمولاً په لاندې پړاونو کې دناغوښته نباتاتو Rouguing تر سره کيږي . الف:- د تخم د راټوکيدو څخه وروسته :- په ځنى فصلونو کې بايد تر شونى حده زر تر زره د ټوکيدنى يا بزغلى په وخت کې ټول د تير شوى فصل د خپل سرى بزغلى Rouguing ترسره شي چې پدغه پړاو کې کيداى شي ناغوښتى نباتات د جوړښت د توپير ، دورى د خصلت او همدارنګه که چيرى په قطارونو کرل شوى وى د قطارونو څخه و تلى نباتات په آسانۍ تشخيص کيږي.


ب:- د ټوکيدنى د ودى پر مهال :- معمولاً بدغه پړاو کې د ناغوښته نباتاتو Rouguing نه تر سره کيږي اما ځنى وخت شونى ده چې ناغوښتى نباتات پدې پړاو کې هم تشخيص شي او د راتلونکى لپاره نوموړى عمليات څه ناڅه سپک شي. ت:- د ګل پر مهال :- د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو عمليات يا Rouguing معمولاً د نباتاتو د ګل پر مهال تر سره کيږي ، دا هغه پړاو دى په کوم کې چې کيداى شي په اسانۍ سره د نبات د ودى متناوبى ځانګړتياوى يا خاصيتونه ، د ګل وضعيت ، د ګلپاڼو د ګلپانو رنګونه په اسانى سره تشخيص يا غير هم جنسه او نور فصلى نباتات ، بيکاره بوټى او د ناروغيو د ځانګړو نښو نښانو لرونکى نباتات له منځه يوړل شي. ت: د ګل د پړاو څخه وروسته :- د نبات د ګل د بشپړتيا د لړۍ (د تخم د پرمختيا پر مهال ) څخه وروسته د اشونى ده چې يو شمير ناغوښتي نباتات تشخيص شي. نو ويلى شو چې دا د هغو غيري هم جنسه نباتاتو د Rouguing لپاره يو غوره پړاو ګڼل کيږي چې په رنګ ، پوخوالى او داسې نورو خاصيتونو کې له تخمى نبات سره توپير کوى . همدا راز په ناروغيو اخته ، نورو فصلى نباتاتو او د بيکاره بوټو د له منځه وړلو يا Rouguing لپاره هم يو غوره پړاو ګڼل کيږي . ج: د فصل د راټولولو يا درمند څخه د مخه ! له تخمى فصل څخه ناغوښتي نباتات د حاصل د راټولو يا درمند د مخه له منځه وړل کيږي کله چې تخمى فصل د پخوالى رنګ پيدا کړي پدې پړاو کې په اسانۍ سره کيداى شي هغه غيري هم جنسيه نباتـــات ځانګړى يا په نښه شي چې له تخمى فصل سره په رنګ ، پخوالى او داسې نورو ځانګړتياو کې توپير لري . د بل فصل، پر ناروغۍ اخته نباتات ، او بيکاره بوټي هم کيداى شي په دغه پړاو کې تشخيص او له منځه يوړل شي . کوم ډول نباتات په تخمى کرونده کښى ناغوښته ګڼل کيږي هر هغه څوک چې Rouguing تر سره کوى بايد ډېر او ښه کافى معلومات ولرى مونږ به دلته دهغو نباتاتو په هکله يادونه وکړو چې مونږ ته د تخم د توليد او تکثير په کرونده کې ناغوښته وي او بايد چې له کروندى څخه لرى کړاى شي چې په لاندى ډول ترى يادونه کوؤ. ١- نورى ورايټى د عين نبات يا off- type plants . اکثره نباتات مخصوص بوتانيکې خاصيتونه لري چې مونږ کولاى شو ددې خاصيتنو د درلودلو په اساس دوى د Rouguing په وخت کښى په کرونده کې يو له بله څخه جدا کړو . چې مونږ به دلته د مثال په ډول د غنمو يو څو محدود خواص تر څيړنى لاندې ونيسو . الف: د نبات قد Height of the plant t . د غنمو په ورايټو کې دهغو قدر لوړ او د بعضو قد ټيټ دى چې کولاى شو د غنمو ورايټى يو د بل سره تفکيک کړو . که شاد لمر خواته کړو او د کښت د يوى څنډى څخه وګورو نو هغه نباتات چې قدئى لوړ وي ځان ښه ښکاره کوى او هغه بايد وايستل شي . د ټيټ قد نا غوښته هم ټيپ غنم چې چې په نورو غنمو کې پټ وي او نه معلوميږي نو د Rouguing د عملى د اجراء په ترڅ کې ئې پيدا کولاى شو . ب:- د پخيدو په و خت کې د نبات رنګ يا . Plant color during Maturity هغه وخت چې غنم د پخيدو په حال کې وى نو مونږ کولاى شو چې د نبات درنګ پواسطه ناغوښته غنم او يا نورى ورايټى تفکيک کړو او د کروندى څخه ئى لرى کړو که تاسى د مختلفو ورايټونو په ترايـــل (Trail ) کې وګورۍ نو هره ورايټى ځانته مخصوص رنګ لرى بعضى زيړ، تيز زيړ ، خام زيړ ، زيړبخن، خام نصوارى او بعضى خاکې رنګ لري . ج: د وږى شکل او اندازه Shape and Size of the head که مونږ د غنمو د وږو شکل او اندازى ته متوجه شو ليدل کيږي چې د هرې ورايټى وږى يا خوشه ځانته مخصوص شکل او اندازه لرى چې د بعضو ورايټيو وږى اوږده بعضى لنډاو ځنى نور پلن او نرى وې او همدرانګه بعضى ئى ويښتان لرى او بعضى ئى نه لرى او د د انو تعداد هم په وږو کې فرق لرې البته په متوسط ډول په يوه وږى کې (٥٢) څخه تر (٧٠)دانو پورې موجود وى او همدارنګه پاک خداى(ج) په قرانکريم کې تر (١٠٠) دانو پورى يادونه کړيده . د: د ساقى شکل : Stem Shape که د اصلاح شوو غنمو ساقى ته ښه متوجه شو نو د بعضو اصلاح شوو غنمو ساقى صاف او مستقيم او بعضو ساقى منحنى او د (S) شکل ته ورته په پورتنې قسمت کې ئى لرى چې پدې خصوصيت سره هم کولاى شو چې مختلفى ورايټى يو له بله څخه تفکيک کړو . ذ: د ګلوم اوږدوالى او شکل : په مختلفو ورايټيو کې ګلومونه مختلف دى بعضى پلن او بعضى نرى دى د ځينو ګلومونو سرونه څوکې لرى او د بعضو ئى نلرى . ر: د دانو کاسه او د هغوى رنګ او ويښتان : که چيرى يو ګلوم خلاص کړو او د هغه څخه د دانو کاسه راوباسو نو په شکل او رنګ کې ئى سره فرق ليدل کيږي بعضى ئى ويښتان لرى او بعضى ئى نه لرى . ٢- نور نباتات يا Other Crops نور نباتات لکه وربشى، جودر او نور که د غمنو د تخم د توليد او تکثير په کرونده کې موجود وى بايد وايستل شي . معمولاً په ګران هيواد افغانستان کې د اوربشو او جوارو نبات دغنمو په کښت کې ليدل کيږي نو ډېره توجه بايد وشې چې دغه نباتات د کښت څخه لرى کړاى شي ولى چې د تخم د پاکولو ماشين پواسطه سره هم مشکله ده چې اوربشى د غنمو څخه لرى کړو. ځکه چې شکل او اندازه ئي سره ورته والى لرى او ماشين نه شى کولاى چې هغه لرى کړى. ٣ هرزه ګياوي يا ((Weeds)) مختلف ډولونه د هرزه ګياو په پټى کې ليدل کيږي او دا بايد په فزيکې ډول سره د پټى څخه لرى کړاى شي . هغه ګياوي چې د اصلى نبات څخه د مخه پخيږى او تخم ئي رژيږي دومره مهمى ندى ليکن هغه هرزه ګياوى چې د اصلى نبات سره يو ځاى پخيږي نو پدى صورت کې د هغوى تخم د اصلى نبات د تخم سره ګډيږى او بيائى پاکونه ډېره مشکله تماميږي. نو بايد مخکى لدى چې پخوالى ته ورسيږي بايد له منځه يوړل شي .

دRouguing يا د کښت د پاکيدو تخنيک تر ټولو د مخه بايد يو ځل بيا د او اضح کړو چې Rouguing څه ته ويل کيږي؟ په ډېر ساده الفاظو سره ويلاى شو چې Rouguing د يوى کروندى څخه چې د هر نبات کرونده وى دى off-type ياعين نبات ، هرزه ګياوى نور نباتات او په مرض اخته شوى نباتاتو لرى کولو ته وايى. زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې تر اوسه بزګران دوى ته نه ؤ هڅول شوى چې دوى تخم توليد کړى فقط په يو څو محدود فارمونو کې دا وظيفه د دولت په غاړه وه چې ددوى د اصلاح شوو تخمونو توليد او تکثير کولو خو هغه هم په ډېره ساده طريقى سره وؤ. په نړۍ کۍ لوى زمينداران د تخم د توليد لپاره پراخه او وسيع پروګرامون لرى او همدارنګه دوى هڅه کوى او دى ته مجبور دى چې ښه صحتمند پاک او قوى تخم د کښت لپاره توليد کړى چى نوموړى زمينداران د تخم توليدونکو پنامه ياديږي او د دوى پروګرام د دولت د طرف څخه راجستر کيږي نو دوى د اصلاحيت لري چې تخم په داخل د هيواد او يا خارج د هيواد کې خرڅ کړې خو پدې شرط سره چې د دولت څخه ئى د نوموړي تخم تصديق پاڼه تر لاسه کړى وى . که د د دولت د تفتيش يا Inspection موافقه نه وى نوبيا دوى نه شى کولاى چې تخم د تخم په صفت په داخل او خارج کې خرڅ کړى او دولت هم تصديق نه ورکوى . نو زمينداران ډېره هڅه کوى چې ښه تخم توليد کړى اود تقش موافقه ترلاسه کړى ځکه چى تخم په داخل او خارج کې په ډېر لوړ قيمت سره خرڅيږي.

د Rouguing سامان آلات د ناغوښته نباتاتو له منځه وړل پر بشپړ ډول سره ديو وګړي په وړتيا پورې اړه لري، چې څرنګه کولاي شي دنباتاتو ترمنځ توپير وپيژني ، کومو ځآنګړو واسبابو يا سامان الاتو ته اړتيا نه ليدل کيږي. له دي سره سره دناغوښته نباتاتو هر يو لري کوونکې (Rouguer) بايد له ځانه سره يوه کڅوړه ولري ترڅو په کې دکروندې څخه ټول ايستل شوي نباتات دکروندي څخه بهر وباسي. ددي لپاره بايد داسي کڅوړي جوړي شې چې پراخه خوله اودوه لاستي ولري ترڅو لري کوونکى (Rouguer) د ناغوښته نباتاتو د لرى کولو پر مهال وکولى شي نوموړى کڅوړه په خپلو اوږو کې ځړوى او په اسانۍ سره نا غوشتى نباتات له منځه يوسى نه دا چې د کڅوړې کرځول د Rouguer لپاره يوه ستونزه وګرځې. په همدې ډول د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو فني ډله بايد په کروند کې د ناغوښته نباتاتو د لرى کولو پوخت کې د ځاى په نښه کولو لپاره د (٣) مترو په اندازى سره اوږدى لښتي هم بايدله ځانه سره ولري چې دا هم د يو ډول وسيلى يا سامان په ډول استعمالولاى شو . او همدارنګه Rouguer بايد د Rouguing پوخت کې خاص کالى خاص بوټان هم ولري رستکشى هم باي د ولرى ځکه چې هلته شايد ځنى مضره حشرى وجو ولري. يو قينچى يا چاقو هم بايد له ځانه سره ولرى او هميشه بايد کوښښ وکړى چې بوټل د بيخه وباسى چې بيا د شنه کيدو قابليت دلاسه ورکړى.


د Rouguing لپاره د وګړو غوره کول يو اغيزناک او پر ځاى Rouguing په بشپړه معنى دنا غوښته نباتاتو د لرى کوونکى په وړتيا او د هغه په پوره فکرى تمرکز او پاملرنې پورې اړه لري د نا غوښته نباتاتو په تشخيص کې د وړتيا نه درلودل ، خبرى کول او د ځينو هغو ځايونو پريښودل چې په لوړه کچه ناغوښتي نباتات ولرى چې په پاي کښې د تخمى کروندې دنه منلو اوږدولو لامل ګرځې. ځينى وګړې په طبعى ډول نه شى کولاى چې ځينى واړه ،اماخورا مهم نباتى توپيرونه تشخيص کړى د کومو لپاره چې دناغوښته نباتاتو ولري کولو پړاو په کار اچول شوي دى . ځنې وګړي بيا ددې وړتيا نه لري چې تريو وخته خپل اړين او ضروي فکرى تمرکز د ناغوښته نباتاتو په تشخيصولو وغځوي. د ناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو لپاره بايد ورته وګړي په کار و انه اچول شي ددې لپاره چې د دناغوښته نباتاتو د له منځه وړلو لپاره غوره فنې ډله غوره کړې نو يو شمير وګړى وازموئى او د هغوي تر منځ يوازى غوره وګړى انتخاب کړي د ناغوښته نباتاتو له منځه وړونکى (Rougures) بايد مستقيماً په تخمي کروندو کې روزل شوى وي ، تر څو د تخمى فصل ځانګړتياوې اور نغوښته نباتاتو د تشخيصولو او د هغوى دله منځه وړلو وړتيا ولري . د رسمى پلټنى لپاره دتخمى کروندى چمتو کول مخکې لدې چې هغه رسمى پلټنه تر سره شي چې پرې د تخمي کروندي د منلو يانه منلو معيار معلوميږي ، بزګران بايد د کروندى ټول مقررات او ميقياسونه وڅاري تر څو ډاډمن شي چې ايادکروندى څخه په مناسب ډول په مناسب ډول ناغوښتې نباتات او هغه لاملونه له منځه وړل شوې چې د کروندې د منلو په معيار کې ستونزه رامنځ ته کوي او که نه!!! مخکې لدې چې تخمې فصل فاسد شې د کوښه توب يا جلاتوب ټولې خواوې بايد و ازمويل شي اوپه بشپړ ډول ور څخه ټول ناغوښتي نباتات او بئکاره بوټى له منځه يوړل شي ، د کروندې شاواوخوا ، لشتى ،تشي ساحې او داسې نور ځايونه هم بايد د نا غوښته نباتاتو څخه پاکې کړاى شي . دناغوښته نباتاتو په اغيزناک ډول له منځۀ وړل يا Rouguing په فزيکي او ارثي ډول دلوړ کيفيت لرونکي تخم دتوليد اوهمدارنګه ددې ډاډ ګرينې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي چې بزګرانو ته داصلاح شوي لوړ حاصل په ګډون آيا دنسل ګيرۍ دکار پوهانو داصلاح په ګټه رسيږي اوکه نه ؟ که چيري له تخمي کروندې څخه په غوره ډول ټول ناغوښتي نباتات له منځه يوړل شي نو بزګران به پدي باور او عقيده ولري چې اصلاح شوي تخم به له دوي سره دلوړ حاصل په ترلاسه کولو ، دتخمي امبارونو په وچولو او پراسس کې دوخت او پيسو په سپماکولو اودلوړ کيفيت لرونکي فصل په توليدولو کې مرسته اوهمکاري ترسره کړي.

نتيجه ګيري : ددي څخه مونږ دا نتيجه آخلو چې که چيري زمونږ بزګران خالص اوپاک اوهمدارنګه دامراضو اوناروغيو څخه سوچه اوقوي تخم وکرې يعني دلوړ حاصل ورکوونکې اوښه کيفيت لرونکي تخم په کرلو سره به لاندي نتيجه په لاس راشي. 1. دفارم څخه لوړ عايد ترلاسه کيږي. 2. دکليوالي ژوند دسطحي لوړونه. 3. دکليوالي نفوس لپاره غوره تغذيه او روغتيا. 4. لوړ کورنۍ توليد. 5. په خوراکې توکو په خپل ځآن بسياتوب. 6. دځيني خوراکې توکو دوارداتو دکچې راکمول. اوکه چيري موضوع برعکس شي يعني که مونږ دلوړ حاصل اوښه کيفيت لرونکې تخم ونه کرونو بيا به دلاندې نتيجو سره مخامخ شو. 1. دفارم ټيټ يا کمزوري عايد. 2. په کليوالو سيمو کې دکليوال ژوند ټيټ معيار. 3. ناوړه اونيمګړى تغذيه. 4. ټيټ کورنۍ عايد. 5. دخوراکې موادو کمبود. 6. دخوراکي موادو په لوړه پيماه واردول.


سپارښتنى ١- په افغانستان کې بزګران بايد خالصو تخمونو ته لاس رسى ولري چې د خالص تخمونو توليد لپاره Rouguing يوه ښه کړنلاره ده . ٢- همدارنګه د Rouguing عمليه د لوړو حاصل په لاس ته راوړلو کې خورا مهم رول لري . ٣- څرنګه چې د روګين عمليې په اجرا کولو سره خالص او سوچه تخم په لاس راځى نو دخارجى هيوادنو څخه دخالص تخمونو د واردولو کچه راټيټيږي . ٤- همدارنګه د Rouguing عمليه يوه ښه کړنلاره ده بزګران څنګه کولاى شي يو ښه او سوچه تخم لاس راوړى او په اينده کې د مشکلاتو سره مخ نه شي .

ماخذونه References

١- درانى. ع – ا. ١٣٨٩ دهرزه ګياو د کيمياوي کتنرول ليکچرنوټ . د ننګرهار پوهنتون د کرنى پوهنځى ٢- فلاح . م- ش . ١٣٩٠ لکچرنوټ ٣- احمد . س – ع .١٩٩٢ Seed Certification manual ص ٣٥ ٤- Sing Phundun.2004 Practical in Agriculture