روښانتیا په هسپانیه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هسپانیې ته د روشنګري د عصر نظریات (په هسپانیوي کې: Ilustración) په ۱۸مه پېړۍ کې هغه مهال راغلل کله چې په ۱۷۰۰ زدیز کال د هابسبورګ د وروستي پاچا، چارلیس دویم له مړینې وروسته د نوي بوربون سلسله واک ته ورسیده. د اتلسمې پیړۍ د بوربونیانو تر واک لاندې د اصلاحاتو او «روڼ اندي د استبداد» دورې د هسپانیې د حکومت پر مرکزي کولو او عصري کولو او همداشان د زیرساختونو پرښه والي باندې تمرکز وکړ. د پاچا درېیم چارلیز او د هغه د وزیر جوسي مونینو د واک په پیلیدو سره پيل شو. په سیاسي او اقتصادي برخو کې، دربار یو لړ بدلونونه پلي کړل چې په ټوله کې د بوربون د اصلاحاتو په نوم پیژندل کېږي، چې موخه یې د هسپانیې په ګټه له هېواد څخه بهر د سترواکۍ د لا ښې هوسا ګرځول و.

په هسپانیې کې روشنګري د علمي پوهې د پراختیا په لټه کې وه، چې د بنډیکټ د راهب، بینیټو فیجو له خوا یې غوښتنه شوې وه. له ۱۷۷۷ زڅخه تر ۱۸۱۶ زکال پورې، د هسپانیې پاچا د خپلې امپراطورۍ د بالقوه نبات پیژندنې د ثروت په اړه د معلوماتو د را ټولولو لپاره علمي اکتشافات تمویل کړل. کله چې پروشیايي ساینس پوه، الیکسانډر فون هومبولټ هسپانوي امریکا ته په شخصي لګښت د علمي اکتشافاتو وړاندیز وکړ، نو د هسپانیې پاچا نه یوازې دا چې هغه ته اجازه ورکړه، بلکې د دربار اشرافو ته یې امر وکړ چې په رسمي توګه له هغه سره مرسته وکړي. هسپانیوي عالمان د خپلې امپراطورۍ د پخواني حیثیت د بیرته را ژوندي کولو په نیت د هسپانیا د سترواکۍ د زوال د علت په لټه کې وو. په هسپانوي امریکا کې هم روشنګري په فکري او علمي برخو کې خپله اغېزه لرله، چې په امریکا کې زیږیدلي هسپانیویان په دغو پروژو کې ښکېل وو. د ایبري پر نیم ټاپو باندې د ناپلیون برید د هسپانیا او د هسپانیا له پولو څخه بهر امپراطورۍ لپاره ډېر بې ثباته کوونکی ؤ. د هسپانوي روشنګرۍ نظریات د هسپانوي امریکایانو د خپلواکۍ په جګړو کې د یوه سترعامل په توګه په پام کې نیول شوي دي، که څه هم  چې وضعیت ډېر پېچلی و.  [۱][۲][۳][۴]

د بوربون هسپانیه[سمول]

د فرانسې بوربونانو د هابسبورګ د وروستي پاچا دویم چارلیز له مړینې وروسته چې به ۱۷۰۰ زکال کې له وارث پرته څخه مړشو، د هسپانیا پر تخت او تاج باندې یې د ځواکمنتیا ادعا لرله. د هسپانیا د پاچا د ځایناستې له جګړو وروسته، د بوربون لړۍ باید د هسپانیې پر دربار باندې واک چلولای وای، خو خپلو دښمنانو ته د دې امتیاز په ورکولو سره باید د هسپانیې او فرانسې پاچاهان هېڅ وخت نه وای سره یو شوي او نه هم باید په اروپا کې د هسپانیې تصرفات ورکړل شوي وای. کله چې دوی په هسپانیې کې خپل واک ټینګ کړ،  نو د بوربون پاچاهانو د هسپانیا د امپراطورۍ د بیرته را ژوندي کولو لپاره پر یو لړ اصلاحاتو باندې لاس پورې کړ، کوم چې د هابسبورګ د واکمنۍ په وروستیو کې یې ځواک د پام وړ کمښت موندلی و. د روشنګري د عصر نظریاتو په هسپانیا کې پیاوړی اغیز درلود او د هسپانیې له پولو بهر امپراطورۍ کې یې د هسپانوي امریکايانو په روشنګري کې اساسي اغیز کړی و. د روشنګري له خوا د روحانیت ضد عمومي تمایلاتو باوجود، هسپانیا  او هسپانیوي امریکایانو بیا هم رومان کاتولیک مذهب د خپل اصلي هویت په توګه په پام کې ونیو. کله چې فرانسوي ځواکونو د ناپلیون بناپارت تر مشرۍ  د ایبري په نیمه جزیره باندې برید وکړاو د ناپلیون ورور، جوزیف یې د هسپانیا پر تخت کېناوه، نو هم په هسپانیا او هم له هسپانیا بهر سترواکي کې یې مشروعیت له کړکېچ سره مخامخ و. د کادیز کورتس (پارلمان)،چې له واک څخه د اووم فردیناند له لري کولو څخه یې د دیموکراتیک نایب السلطنه په توګه کار کاوه، په ۱۸۱۲زکې یې یو لیبرال اساسي قانون تصویب کړ او د اساسي قانون له مخې یې د پادشاه واک اوهمداشان د کاتولیک کلیسا واک یې را محدود کړ. اووم فرډینانډ ادعا وکړه چې له لیبرال اساسي قانون څخه ملاتړ کوي، خو کله چې په ۱۸۱۴ زکې واک ته ورسید، هغه یې تر پښو لاندې کړ او پرته له قید او شرط څخه خپل مطلقه حکومت ته ستون شو. کله چې ناپلیون پر هسپانیا حاکم ؤ، نو د هسپانوي امریکا په زیاترو سیمو کې د خپلواکۍ جګړې پیل شوي، تر هغه وخته چې د بوربون اووم فرډینانډ په ۱۸۱۴زکې سلطنت ته ورسید او زیاتره هسپانوي امریکایان خپلواکۍ ته ورسیدل او مشروطه جمهوریتونه یې جوړ کړل. نوې هسپانیا (مکسیکو) او پیرو ترې مستثنی خو په ۱۸۲۱ز کې (مکسیکو) او په ۱۸۲۴ کې (پیرو) هم خپلواک شول. مکسیکو د یو څه وخت لپاره د اګوسټین دو ایټربیډ په نوم یوه یاغي سلطنت غوښتونکي پوځي افسر تر واک لاندې و، چې د ۱۸۲۴ ز کال د اساسي قانون له مخې د فیډرال جمهوریت په ګټه له واک څخه لري شو.[۵]

روښانتیا په هسپانیا کې[سمول]

هسپانیا ته د فرانسې د روشنګري نظریات هغه وخت راغلل کله چې په ۱۷۱۵ ز کال کې په هسپانیا کې د هسپانیا د پاچا د ځایناستې لپاره جګړې پای ته ورسیدې او د بورون سلسله واک ته ورسیده. په هسپانیه کې لکه د زیاترې اروپا په څیر، په سلطنت کې کومه ثابته د روشنګري الګو موجوده نه وه او د اقتدار له شته چارچوبونو او د مراتبو له سلسلو څخه پیروي کوله.[۶]

په دې وخت کې د هسپانیا یوه مخکښه څیره بینیټو فیجو (۱۶۷۶-۱۷۶۴ز) و چې د بینیډیکټ راهب او پروفیسور و. نوموړي د اسطورو او خرافاتو د افشاء لپاره د علمي او تجربې افکارو د هڅوونې له امله خورا محبوبیت ترلاسه کړی ؤ. د هغه له خوا په لیکل شوي Teatro crítico universal  (۱۷۲۶-۳۹ز) کې هغه د تاسف په څرګندولو سره لیکلي دي چې «فزیک او ریاضیات تقریباً په هسپانیه کې پردي دي.»[۷]

اتلسمه پیړۍ هغه عصرو چې په اروپا کې مطلقیت زیاتوالی وموند او د سلطنتونو واک مرکزي شو، څو سیال ځواکونه کمزوري کړي، لکه د رومان کاتولیک کلیسا او د مدیریت چارې عصري شوې او د پراخې هوساینې لپاره اقتصادي ګامونه واخیستل شول، څو په نړیواله کچه ځواک تر لاسه کړي. هسپانیې ته د روشنګري د عصر نظریات په ۱۷۵۰ ز کال کې په کمزورې بڼه راورسیدل او پر هغو اصلاحاتو باندې یې ټینګار وکړچې د هسپانیا د هوساینې د زیاتوالې لامل او د یوه اصلي ځواک په توګه بیرته خپل پخواني برم ته ستنیدل ؤ. پر طب او فزیک او تر یوه بریده فلسفې ته پاملرنه زیاته شوه. فرانسوي او ایټالیوي ګرځندویان ډېر اغېزناک وو، خو د کاتولیک یا کلیسا پر وړاندې هېڅ ننګوونه نه وه، لکه څرنګه چې فرانسوي فیلسوفان ورسره مخ وو.[۸]

په هسپانیه کې، یو له مخکښو روڼ اندو څخه د عدلیې وزیر ګاسپر میلچور ډي ژولانوس و، چې د تاریخ په سلطنتي اکاډمي کې یې د خپلو خبرو په ترڅ کې له «وطن پرستانو» څخه وغوښتل څو حقوقي تاریخ په تیره بیا ډېر پخوانی د ویسیګوټیک دوره مطالعه کړي. هغه هسپانیا د «خپل پخواني اساسي قانون د ساتنې» له امله ګرمه وبلله. هغه په خپل کتاب Informe en el expediente de ley agrarian (۱۷۹۵ز) کې، د اشرافو او کلیسا له خوا د ځمکو را ټولول چې زیاتره هسپانویان یې بې ځمکو کړي وو، د تاسف وړ کار وباله. هغه حل لاره چې د کامپومنس له خوا مطرح شوه، هغه د کلیسا د ټولو ځمکو پلورل و.[۹]

تاریخ پوه، جاناتن اسراییل استدلال کوي چې پاچا درېیم چارلیز روښانتیا ته هومره اهمیت نه ورکاوه او د هغو وزیرانو هم د روشنګري نظریاتو ته چې د اروپا د نیمې وچې په نورو هېوادونو کې یې اغېزه کړې وه، دومره پام نه کاوه. اسراییل وايي: «یوازې څو وزیران او چارواکي په جدي توګه د روشنګرۍ موخو ته ژمن وو. خو د هغوی زیاتره یې مطلق ګرا وو او موخه یې تل د سلطنت، امپراطوري، اشرافو... پیاوړتیا او د کلیسا کنټرول او پر زده کړه باندې اقتدار لرل و.»[۱۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Daniela Bleichmar, Visible Empire: Botanical Expeditions & Visual Culture in the Hispanic Enlightenment. Chicago: University of Chicago Press 2012.
  2. Jorge Cañizares-Esguerra, How to Write the History of the New World: Histories, Epistemologies, and Identities in the Eighteenth-Century Atlantic World. Stanford: Stanford University Press 2001.
  3. John Tate Lanning. The Eighteenth-Century Enlightenment in the University of San Carlos de Guatemala. Ithaca: Cornell University Press 1958.
  4. Charles Griffin. “The Enlightenment and Latin American Independence” in Latin America and the Enlightenment (2nd edition). New York 1961.
  5. Richard Herr, "Flow and Ebb, 1700–1833" in Spain, A History, Raymond Carr, ed. Oxford: Oxford University Press 2000, p. 175.
  6. Lynch, John. Bourbon Spain, 1700-1808. Basil Blackwell 1989, p.254.
  7. Feijoo quoted in David Brading, The First America: The Spanish Monarchy, Creole Patriots, and the Liberal State, 1492–1867. New York: Cambridge University Press 1991, p. 423.
  8. John Lynch, Bourbon Spain, 1700–1808. p. 254.
  9. David Brading, The First America: The Spanish Monarchy, Creole Patriots, and the Liberal State. New York: Cambridge University Press 1991, pp. 507–11.
  10. Jonathan Israel (2011). Democratic Enlightenment:Philosophy, Revolution, and Human Rights 1750-1790. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 374. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)