رونالد دورکین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رونالد دورکین
رونالد دورکین
رونالد دورکین

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه قانون
سياسي فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د نيويارک پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر جان رالز   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک شننيزه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رونالد مایلز دورکین (په انګلیسي: Ronald Myles Dworkin؛ پیدایښت: ۱۱-ډسمبر-۱۹۳۱؛ مړینه: ۱۴-فبروري-۲۰۱۳ز) د QC ویاړ ګټونکی او د بریتانیا د اکاډمۍ غړی، یو امریکایي فیلسوف، حقوقپوه او د متحده ایالاتو اساسي قانون څېړونکی ؤ. د مړینې پر مهال، په نیویارک پوهنتون کې د فرانک هنري سومر د حقوقو او فلسفې استاد او د لندن پوهنتون په کالج کې د حقوقپوهنې پروفیسور ؤ. دورکین پخوا د یالې په حقوقو پوهنځي او د آکسفورډ په پوهنتون کې تدریس کړی دی او هلته د حقوقپوهنې پروفیسور او د نامتو فیلسوف «هربرت لیونل ادولفوس هارت» ځایناستی ؤ. دا چې دورکین هم په حقوقي او هم په سیاسي فلسفه کې اغېزناکه ونډه درلوده، په ۲۰۰۷ز کې یې د «ابتکاري علمي فعالیت» په پار، د هولبِرګ د یاد په ویاړ نړیواله جایزه وګټله. د حقوقي مطالعاتو مجلې د یوې پلټنې له‌مخې، دورکین د شلمې پېړۍ په لړ کې دوه‌یم ستر او مطرح حقوقي څېړونکی دی. له مړینې وروسته یې، د هاروارډ حقوقي څېړونکی «کاس سنستین» څرګنده کړه چې، «دورکین په وروستیو سلو کلنو کې تر ټولو مهم او ستر حقوقي فیلسوف پاتې شو، او کېدای شي د دغه نوملړ په سر کې پاتې شي». [۳][۴][۵][۶]

د هغه «حقوق د یوې بشپړتیا په توګه» تیوري، څرنګه چې د «قانون ټولواکمني» تر سرلیک لاندې کتاب کې یې وړاندې شوې ده، څرګندوي چې قضات قانون د منطقي اخلاقي اصولو پر بنسټ، په ځانګړې توګه عدالت او انصاف له‌مخې ژباړي، چې دغه نظریه د قانون د ماهیت په هکله تر ټولو اغېزناکه نومهاله تیوري ده. دورکین د متحده ایالاتو د اساسي قانون له «اخلاقي لوستلو» او د قانون او اخلاقو له تفسیرپالې تګلارې څخه ملاتړ ښوده. هغه په وار، وار سره پر نومهالو سیاسي او حقوقي سکالوګانو، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د سترې محکمې پر اړوند مسایلو باندې تبصره کړې ده، چې ډېري یې د «The New York Review of Books» په مجله کې د موندلو وړ دي.[۷]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې[سمول]

رونالد دورکین په کال ۱۹۳۱ز د امریکا د رود ایسلند په پرووېدنس کې زېږېدلی ؤ؛ پلار یې دېوېډ دورکین او مور یې مادلین (تالامو) نومېده. کورنۍ یې یهوده وه. هغه په ۱۹۵۳ز کې د هاروارډ له پوهنتون څخه د A.B. سند په ترلاسه کولو سره فارغ شو، چېرې چې په فلسفه کې یې تخصص ترلاسه کړ او د ځلمیتوب په کلونو کې «فای بېتا کپا» ته لاره ومونده. وروسته د آکسفورډ مګدالن کالج کې شامل شو او هلته د رودز څېړونکی او د «سېر روپرت کراس» او «ژ. ھ. ک. موریس» شاګرد ؤ. په آکسفورډ کې د وروستیو ازموینو په سرته رسولو سره، ازمویونکي د هغه د لیکنې تر اغېزې لاندې راغلل او لوستلو ته یې د حقوقپوهنې پروفېسور (ھ. ل. ا. هارت) راوبلل شو. وروسته ورته د لومړۍ درجې B.A سند ورکړل شو. له هغو وروسته، دورکین د هاروارډ حقوقو پوهنځي ته لاړ او په ۱۹۵۷ز کې یې د حقوقپوهنې ډوکتورا سره له ستاینلیک ترلاسه کړل. وروسته د متحده ایالاتو د دوه‌یمې حوزې په استیناف محکمه کې د قاضي «لِرند هند» منشي شو. قاضي «هند» له دورکین څخه د داسې یوه «حقوقي منشي» په توګه نوم اخلي «چې ټولو منشیانو ته یې ماته ورکړه» او دورکین هم قاضي هند خورا اغېزناک او ښه لارښود په نامه یادوي.[۸][۹][۱۰]

کاري ژوند[سمول]

دورکین ته، وروسته له‌دې چې د قاضي لِرند هَند منشي شو، وړاندیز وشو ترڅو له قاضي فلیکس فرانکفورتر سره د منشي په توګه کار وکړي. هغه دغه وړاندیز رد کړ او د نیویارک ښار له ستر حقوقي شرکت «سولیوان او کروم‌وېل» سره یې کار پیل کړ. وروسته دورکین د یالې په حقوقو پوهنځي کې د استاد په توګه وګومارل شو او هلته یې د وېسلي ن. هوهفېلډ پر حقوقي مسند کښېناست.[۱۱]

په ۱۹۶۹ز کې، دورکین د آکسفورډ د حقوقپوهنې بست ته وګومارل شو او هلته د ھ. ل. ا. هارت ځایناستی ؤ (چا چې په آکسفورډ کې د دورکین ازموینه په یاد وه او هغه سره یې د دغه بست په اخېستلو کې مرسته وکړه) او وروسته یې د آکسفورډ پوهنتون د کالج غړیتوب ترلاسه کړ. له آکسفورډ څخه له تقاعد وروسته د لندن پوهنتون په کالج کې د حقوقپوهانو پروفېسور په توګه وټاکل شو او هلته یې د حقوقپوهنې بېنتام پروفېسور لقب ترلاسه کړ. دورکین د نیویارک پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د فرانک هنري سومر د حقوقو استاد او په نیویارک پوهنتون کې د فلسفې استاد ؤ او هلته یې تر ۱۹۷۰ز لسیزې پورې تدریس وکړ. هغه له ټوماس نېګل سره په حقوقي، سیاسي او ټولنیزو سیمینارونو کې د ښوونکي او روزونکي په توګه ونډه واخېسته. دورکین د څوګونو لسیزو په اوږدو کې د «The New York Review of Books» له مجلې سره همکار پاتې شو. هغه د اولیور وندل هومز لکچرونه هاروارډ، د ستورز لکچرونه یالې، د انساني ارزښتونه په هکله د «تانر» لکچرونه ستنفورډ او د سکرېبنر لکچرونه یې په پرېنستون کې تدریس کړل. د ۲۰۱۱ز په جون کې هغه د لندن یوه خصوصي کالج «د انساني علومو نیوکالج» سره کار پیل کړ.[۱۲][۱۳]

خصوصي ژوند او مړینه[سمول]

له قاضي «لرند هند» سره د دندې ترسره کولو پر مهال، دورکین له خپلې راتلونکې مېرمن «بتسي رُس» سره وپېژندل او د آنتوني او جنیفر په نومونو یې دوه‌ګوني زامن وزېږېدل. بتسي د نیویارک د یوه تکړه سوداګر لور وه او له دورکین سره یې په ۱۹۵۸ز کې واده وکړ او په ۲۰۰۰ز کې د سرطان له‌امله مړه شوه. د بتسي له مړینې وروسته، دورکین د نامتو پیانوغږوونکي آلفرېد برندل له کونډې مېرمن «اېرېنه برندل» سره واده وکړ. [۱۴][۱۵]

دورکین د وینې سرطان له‌امله، د ۲۰۱۳ز کال د فبروري پر ۱۴مه نېټه، د ۸۱ کلونو په عمر، په لندن کې مړ شو او له هغه څخه دوه‌یمه مېرمن، دوه ماشومان او دوه لمسي پاتې شول.[۱۶][۱۷][۱۸]

چاپ شوي آثار[سمول]

د لیکوال په توګه[سمول]

  • حقونه جدي وګڼئ؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۷ز.
  • یوه اصولي سکالو؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۵ز.
  • د قانون ټولواکمني؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۶ز.
  • په زړښت کې د عقل د زوال فلسفي مسایل؛ واشنګټن، ډي‌سي: د متحده ایالاتو دولتي مطبعه؛ ۱۹۸۷ز.
  • بریتانیا لپاره یو حقوقي منشور؛ آن آربور، میشیګان: د میشیګان پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۰ز.
  • د ژوند حاکمیت: د جنین سقط، اتانازي او فردي ازادۍ په هکله یو استدلال؛ نیویارک: آلفرېد ا. نوپف؛ ۱۹۹۳ز.
  • د ازادۍ قانون: د امریکا د اساسي قانون اخلاقي لوستنه؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۶ز.
  • حاکم فضیل: برابري په تیوري او عمل کې؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۰ز.
  • قضات د چپنې دننه؛ کمبرېج، ماساچوست: د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۶ز.
  • ایا دلته د دېموکراسي امکان شته؟: د یوه نوي سیاسي بحث اصول؛ پرېنستون، نیوجرسي: د پرېنستون پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۶ز.
  • د سترې محکمې ډله: د سترې محکمي نوی ښي‌اړخه بلوک؛ نیویارک: د New York Review Books مجله؛ ۲۰۰۸ز.
  • د چيژګي لپاره عدالت؛ کمبرېج، ماساچوست؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۱ز.
  • دین پرته له خدایه؛ کمبرېج، ماساچوست؛ د هاروارډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۳.

د اېډېټور په توګه[سمول]

  • د حقوقو فلسفه (په فلسفه کې د آکسفورډ مطالعات)؛ اېډېټور؛ نیویارک: د آکسفورډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۷۷ز.
  • نیمګړې او بدې ټاکنې: د بوش او ګور مناظره، ستره محکمه او امریکایي دېموکراسي؛ اېډېټور؛ نیویارک: نیوپرېس خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۲ز.
  • له لېبرال ارزښتونه څخه دېموکراتیکو ارزښتونه ته اوښتنه: د ژانوس کیس په ویاړ د مقالو ټوله؛ اېډېټور؛ بوداپِست: د مرکزي اروپا پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۰۴ز.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118844768  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n50051675 — د نشر نېټه: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: Library of Congress
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. "Ronald Dworkin". New York Review of Books. Nybooks.com. Accessed September 29, 2009.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Freedom's Law: The Moral Reading of the American Constitution. Ronald Dworkin. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. 1996. via Google Books.
  8. (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin obituary. The Guardian.
  9. Dworkin, Ronald (1996), Freedom's Law: The Moral Reading of the American Constitution, Oxford: Oxford University Press, ISBN 978-0-19-826470-5.
  10. (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81.
  11. (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin, Scholar of the Law, Is Dead at 81.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. (په February 14, 2013 باندې). Ronald Dworkin obituary. The Guardian.
  15. (په February 15, 2013 باندې). Professor Ronald Dworkin: Legal philosopher acclaimed as the finest of his generation.
  16. (په February 15, 2013 باندې). Professor Ronald Dworkin.
  17. . Ronald Dworkin, Legal Scholar, Dies at 81. New York Times.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.