رومانیایي ژبه
رومانيايي ژبه limba română | |
---|---|
توری | د لاتین توری |
د جغرافیایی سیمه | رومانیا هنگری مولداوی اوکرائین |
د ویونکو شمیر | ۲۵ میلیونه |
رسمی ژبه | رومانیا سربیا مولداوی |
رومانیایي ژبه (په رومانیایي:limba română، تلفظ: لیمبه رومانا) یوه رومي ژبه ده چې له ۲۴ څخه تر ۲۸ میلونه وگړي ویونکي لری چی په اصل کې د رومانیا او مولدوا څخه دي. همدارنگه رومانیایي ژبه د رومانیااو مولدوا په هیوادونو کې او د سربستان د وویوودینا ولسوالی کې رسمي ژبه ده. په مولدوا کې همدا ژبه د مولدوي ژبې په نوم یادیږي چې په اصل کې دا هماغه رومانیایي ژبه ده او یواځي په خجونو کې یی توپیر دی، او رومانیایي ژبه د ځینو ادارو او ټولنو کې هم رسمي ژبه ده لکه: د لاتین اتحادیه او اروپایي اتحادیه.