رودولف کلاوزيوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رودولف کلاوزيوس

روډولف يوليوس اېمانوېل کلاوزيوس (۲ د جنورۍ، ۱۸۲۲ ز. ــ ۲۴ د اگسټ، ۱۸۸۸ ز.) (زېږن نوم: روډولف گوتليېب) يو جرمنی پږنپوه (فيزيکپوه) او شمېرپوهاند او همدا رنگه د ترموډاينمکس پوهنې پنځوونکی يادېږي . د سادي کارنوټ د کارنوټ څرخ په هکله کښلې فارمولې باندې ېې بیا له سره کتنه وکړه او د تودوخې تيوري ېې لا بشپړه او په جوتو بنسټونو ېې روښانه کړه . د کلاؤزيوس يوه ډېره مهمه رساله په کال ۱۸۵۰ م زېږيز کې وپسولل شوه . په هغه رساله کې کلاؤزيوس لومړی د ترموډاينمکس د دوهم قانون بنسټيزه اندونه رابرسېره کړي و بیا وروسته ېې په کال ۱۸۶۵م زېږيز کې د اېنټروپي مفکوره راوپېژندله .

زده کړې

کلاؤزيوس په کؤسلين (اوسينی نوم کوزلین ) کې د پوميرانيا په ولایت کې وزېږېد . هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل پلار په ښوونځي کې پيل کړې . وروسته د څو کلونو د سټټين (اوسینی نوم ، زچېچن) جمنازيوم (دويمه دوره چې تر ديارلسمه پورې وي ) ته ولاړ . کلاؤزيوس په کال ۱۸۴۴م زېږيز کې خپلې لوړې زده کړې د شمېرپوهنې او پږنپوهنې په ډگر کې وکړې او د برلین له پوهنتونه په بري سره راووت . کلاؤزيوس سره په څنگ کې د نوميالي پوهاندو نومان لکه هېنريک ماگنوس ، يوهان ډيريشلټ او ياکوب سټينر له يوه پوهنتونه يادېږي . هغه په کال ۱۸۴۷م زېږيز کې د ليوپوډ ون رانکه سره يوځای د تاريخ زده کړې هم ترسره کړې . کلاؤزيوس خپله د ډاکټرۍ بری لیک د نوراغېزې د زمکې په چاپېريال سکالو باندې د هاله پوهنتون څخه ترلاسه کړ .

دندې

کلاؤزيوس په نوموړي کال کې د برلین پوهنتون د رايل آرټلري او انجنيري برلین او پريواتدوزنت پوهنځيو کې د پروفیسور په توگه کار پیل کړ . په کال ۱۸۵۵ م زېږيز کې هغه د اي ټي اېچ زؤريښ د لوړو زده کړو په انسټيټيوټ کې خپله د پروفیسورۍ دنده پیل کړه . همدارنگه دی هلته تر ۱۸۶۷م زېږيز پورې پاتې شو . د وخت روان کال په موده کې دی ورزبورگ ته کډه شو او دوه کاله وروسته په ۱۸۶۹ م زېږيز کې بون ته لاړ. په کال ۱۸۷۰ م زېږيز کې کلاؤزيوس د فرانکوـ پروشين جگړې کې د امبولانس ټولی منظم کړ . په نوموړي جگړه کې دی ډېر سخت ټپي شو، دغو ټپونو دی د بیخي لپاره شل کړ . د کلاؤزيوس مېرمن آډيل هايد رامپهم (Adelheid Rimpham )د ماشوم په زېږون په کال ۱۸۷۵م زېږيز ومړه . دوی د شپږو ماشومانو مور او پلار وه . کلاؤزيوس خپل استادۍ ته تر پايه دوام ورکړ .

علمي کارونه

د کلاؤزيوس د ډاکټرۍ تيسز رساله د رڼا د منعکسې اغېزې په هکله دی چې رابرسېره کوی ، څنگه مونږ په رڼا ورځ شین اسمان وينو؟ همدارنگه ېې د لمر چاپېره د سرې رڼا او د لمر پرېوتو پر وخت ېې سره رڼا د څېړنې لاندې نیولې وه .

لاسته راوړنې

کلاؤزيوس د وسپنې سلیب (Iron Cross) جایزه هم د هغه خدمتي کړنو په درشل کې وگټله.