رجب طيب اردوغان
د ويکيپېډيا لخوا
رجب طيب اردوغان (په تورکي ژبه: Recep Tayyip Erdoğan) (زوکړه : ۲۶م د فرورۍ ۱۹۵۴م زېږيز ) د ۲۰۰۳ م زېږيز کال راپه دېخوا د تورکيې صدراعظم او د نياؤ (عدالت) او پرمختګ ګوند (AK Parti) مشر پاتې دی . دې ده ګوند د تورکيې په مشرانو جرګه کې تر ټولو ډېرې څوکۍ په رايو ترلاسه کړي . له ۱۹۹۴ ز څخه تر ۱۹۹۸ ز پورې اردوغان د استنبول ولايت والي پاتې شوی . برسېره پر دې دی د ۱۹۶۹م زېږيز څخه تر ۱۹۸۲م زېږيز پورې يو مخکښه د لوړې کچې ګروي فوټبالر يا لوبغاړی هم پاتې شوی .
نيوليک |
مخينه
زده کړې
ښاغلی اردوغان په کال ۱۹۸۱م زېږيز کې د مرمره پوهنتون څخه د وټپوهنې پوهنځۍ د خبرتيايي پوهنې له څانګې څخه زده کړې ترلاسه کړي .