راجر وېلیمز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
راجر وېلیمز
راجر وېلیمز
راجر وېلیمز

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ ډيسمبر ۱۶۰۳[۱][۲]
لندن [۳][۴][۵][۶][۷][۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه
تابعیت انګلېنډ [۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
جگتورن   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۶۴۴  – ۱۶۴۷ 
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون [۷]  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکې ژبه(ې)
لاسليک
راجر وېلیمز
راجر وېلیمز

راجر وېلیمز (نږدې د ۱۶۰۳ ز کال د ډېسمبر په ۲۱ په انګلستان کې زېږېدلی او د ۱۶۸۳ ز کال د جنوري د ۲۷ او د مارچ تر ۱۵مې نېټې پورې مړ شوی) یو امریکایي پیورتان (پروتستانت) عیسوی ملا، مجتهد او لیکوال و چې پروېډنس پلنتېشن/Providence Plantations (د ایلنډ روډ په مستعمره کې د امریکايي اروپایانو لومړنی دایمي استوګنځی) یې رامنځته کړې، چې وروسته د پراویډنس په کروندو او د ایلنډ روډ په مستعمره بدل شو، د متحده ایالاتو د روډ ایلنډ ایالت او د پراويډنس کروندې اوس د ايلنډ ایالت په نوم یادیږي. هغه له دولت څخه د کلیسا د جلا‌والي، مذهبي ازادیو او د امریکا له لرغونو اوسېدونکو سره د عادلانه چلند کلک مدافع و. [۹][۱۰]

وېلیمز د پيورېتان مشرانو له خوا د ماساچوسېت له مستعمرې څخه ووېستل شو او په ۱۶۳۶ ز کال کې يې د پراوېډنس کروندې د پناه‌ځای په توګه رامنځته کړې. چې هغه يې د «عقیدې ازادي» ونوموله. په ۱۶۳۶ ز کال کې یې د امریکا په پراوېډنس کې د باپټېست لومړنۍ کلیسا جوړه کړه. وېلیمز د نیوانګلنډ لرغونې ژبې مطالعه کړې او د شمالې امریکا پر لرغونو ژبو د اوږدې مطالعې لومړنی کتاب يې په انګریزي ژبه خپور کړ. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

راجر وېلمیز لندن ته څېرمه د ۱۶۰۲ او ۱۶۰۶ ز کلونو تر منځ زېږېدلی، چې ډېری تاریخ پوهان ۱۶۰۳ ز کال د هغه د زیږون د احتمالي کال په توګه په ګوته کوي. د وېلیم د زېږون کره جزیات نامعلومه دي ځکه د هغه د زېږون ریکارډ د سېنټ سپل‌کورس (تورلحد) کلیسا د سوځېدلو پر مهال د لندن په لویه اورلګېدنه کې له منځه لاړ. د هغه پلار جېمزوېلمیز (۱۵۶۲زېږون -۱۶۲۰ مړینه)، د سمېثفېلډ یو سوداګراو خیاط و او مور یې الېس پېمبېرټون (۱۵۶۴زیږون- ۱۶۲۰ مړینه) نومېده.     [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

وېلمز په لږ عمر کې د معنوي حالت بدلون درلود چې پلار يې ورسره مخالف و، د یو نوې ځوان په توګه یې د وتلي حقوق‌پوه ښاغلي اېډوارډ کوک (۱۵۵۲-۱۶۳۴) تر نظر لاندې شاګردي وکړه او د چارټرهوس په ښوونځي کې يې د کوک په ملاتړ زده‌کړې وکړې. وېلمیز وروسته د کمبرېج پومبروک کالج ته لاړ، چېرته چې هغه د هنر په برخه کې په ۱۶۲۷ ز کال کې خپله لیسانس درجه ترلاسه کړه. وېلیم په کم عمر کې له لاتیني، عبراني، یوناني، هالنډي او فرانسوي ژبو سره بلدتیا لرله. [۱۹][۲۰]

وېلیمز د انګلستان په کلیسا کې د خپلو زده‌کړو تر څنګ سپېڅلي احکام ترلاسه کړل، خو په کمبرېج کې پيوريتن شو چې په پایله کې يې د انګلیکن په کلیسا کې د خپلې لوړتیا چانس له لاسه ورکړ. هغه له کمبرېج څخه تر فراغت وروسته د ښاغلي وېلیم مشام کشیش شو. وېلیم د ۱۶۲۹ ز کال په اپرېل کې د لېډي‌جوان (کروموېل) برېنګټون خورځې جان‌وېلي ته د واده وړاندیز وکړ، خو هغې ونه مانه. وروسته په هم‌هغه کال کې هغه د پیورېټن د وتلي لیکوال، مبلغ کشیش ریچارډ بېرنارډ له لور ماري بېرنارډ (۱۶۰۹-۱۶۷۶) سره د لندن د ختيځ په څو مایلۍ کې د اېپينګ په ځنګله کې د های لېور په کلیسا کې واده وکړ. ماري او راجر دواړو ۶ ماشومان لرل چې ټول په متحده ایالاتو کې وزېږېدل: مري، فریبورن، پروېډنس، مرسي، دانیال او جوزوف. [۲۱][۲۲]

وېلیم په دې پوهېده چې د پيورېتن مشران نوې نړۍ ته د مهاجرت هوډ لري. هغه د مهاجرانو له لومړۍ ډلې سره یوځای نه شو، خو وروسته يې پرېکړه وکړه چې هغه نه شي کولی په انګلستان کې د لوی راهب وېلیم لاوډ تر واکمنۍ لاندې پاتې شي. وېلمز د انګلستان کلیسا مفسده او دروغجنه ګڼله او تر ۱۶۳۰ ز کال پورې د جلاغوښتونکو ځای ته رسېدلی و. وېلیمز او مېرمن یې د ليون برېسټول له لارې د بوستون په لور لاړل.  [۲۳]

په امریکا کې لومړي کالونه[سمول]

بوستون ته رسېدل[سمول]

د ۱۶۳۱ ز کال د فېبروري په ۵ یې د لیون ننتاسکېټ په سمندرغاړه کې، د بوستون له پيورېتین ښار څخه بهر لنګر وواهه. تر رسېدو وروسته د بوستون کلیسا وېلیمز ته دا فرصت ورکړ چې د کشیش جان وېلسون چې په مستعمره کې د خپلې مېرمنې د ملتیا لپاره انګلستان ته راګرځېدلی و پر تش ځای کې خدمت وکړي. وېلیم دا موقف ځکه رد کړ چې یاده کلیسا يوه نه جلا شوې کلیسا وه. پردې سربېره هغه ټينګار وکړ چې د [1]لس فرمانونو د لومړي میز هېڅ ډول سرغړونه لکه بت پرستي، بت ماتونه، دروغي عبادت او کفر نباید مدني قضاوت د سزا وړ وبولي او افراد باید ازاد وي چې له خپلو بارونو څخه اطاعت وکړي. دا درې اوصول وروسته په ديني مسائلو کې د وېلیمز د ښوونو او لیکونو په اصلي اوصولو بدل شول. [۲۴][۲۵]

سالم او پلیموث[سمول]

وېلیم د یو جلا غوښتونکي په توګه، د انګلستان کلیسا په نه جبرانېدونکي ډول مفسده بلله او باوري و چې د خدای د واقعي او خالص عبادت لپاره باید په بشپړ ډول ورڅخه جلا شي او نوې کلیسا رامنځته کړي. د سالم کلیسا هم جلاوالي ته تمایل درلود او هغه ته يې بلنه ورکړه تر څو د دوی ښوونکی شي. په ځواب کې يې د بوستون مشرانو په کلکه نیوکه وکړه چې له امله يې سالم خپل وړاندیز بېرته واخیست. د ۱۶۳۱ ز کال د اوړي له ختمېدو سره وېلیمز پلیموث مستعمرې ته کډه شو هلته هغه ته ښه‌راغلاست وويل شول او په غیر رسمي ډول يې له ملا/کشیش سره مرسته کوله. په پليموث کې هغه په منظم ډول تبلیغ کاوه. د مستعمرې د واکمن وېلیم برادفورډ په وینا د هغه ښوونې په ښه توګه تایید شوې وې. [۲۶]

ويلیمز څه موده وروسته پرېکړه وکړه چې د پلیموث کلیسا په بشپړ ډول د انګلستان له کلیسا څخه بېله نه وي. پر دې سربېره د نارانګاست له لرغونو سور پوستو سره یې اړیکه د دې لامل شوې وه چې هغه د استعماري منشورونو باور تر پوښتنې لاندې راولي چې په قانوني توګه د سور پوستو د ځمکو اخیستل په کې شامل نه وو. وروسته والي براډفورډ ولیکل چې وېلیمز ځينې عجیب او غریب نظرونه درلودل چې د هغه او کلیسا تر منځ د نظر د ځينو اختلافونو لامل شول.  [۲۷]

د ۱۶۳۲ ز کال په ډېسمبر کې وېلیم یوه اوږده تبلیغاتي پاڼه/شبنامه ولیکله، چې په څرګند ډول يې د پاچا منشورونه محکومول او له امریکايي سورپوستو څخه يې د اخیستلو پرته پر ځمکه د پېلموث حق له پوښتنې سره مخ کاوه. هغه همداراز تور ولګاوه چې د پاچا جیمز دا ادعا چې هغه لومړنی عیسوي پاچا دی او دا ځمکه يې کشف کړې، «کلک دروغ» دي. وېلیمز د ۱۶۳۳ ز کال په مني موسم کې سالم ته راستون شو او د کشیش ساموئل سکلېټون په واسطه د غیر رسمي مرستیال په توګه ورڅخه هرکلی وشو. 

حقوقي دعوا او شړل/تبعید[سمول]

د ماساچوسېت خلیج چارواکي د وېلیمز راستنېدو څخه خوښ نه شول. د  ۱۶۳۳ ز کال په ډېسمبر کې هغوی نوموړی احضار کړ تر څو په بوستون کې عمومي محکمې ته حاضر شي، چې پر منشور او پاچا د تېري له امله له خپلې تبلیغاتي لیکنې څخه دفاع وکړي. موضوع حل شوه او تبلیغاتي لیکنه د تل لپاره ورکه شوه، په احتمالي ډول وسوځول شوه. د ۱۶۳۴ ز کال په اګېست کې وېلیمز د سالم کلیسا کشیشتوب پرغاړه واخیست او کشیش سکلېټون ومړ. د ۱۶۳۵ کال په مارچ کې هغه ته بیاځلي په عمومي محکمه کې د حضور امر وشو او بیا ځلي د محکې د جولای میاشتې په دوره کې حاضر شو تر څو د خپلو ناسمو او ګواښوونکو نظریو پر وړاندې ځواب ووايي. په پای کې محکمې له کلیسا څخه د هغه پر ګوښه کولو پرېکړه وکړه.[۲۸]

سرچينې[سمول]

[1] د سپېڅلي کتاب اړوند د اخلاقو او عبادت اوصول چې په یهودیت او عیسویت کې اساسي رول لري، ژباړن.

  1. https://openlibrary.org/works/OL2964758A — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲ — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ https://www.tradingcarddb.com/Person.cfm/pid/110549/ — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲
  3. https://portal.dnb.de/opac.htm?method=simpleSearch&cqlMode=true&query=nid%3D118807471 — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. https://data.cerl.org/thesaurus/cnp00400897 — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲
  5. https://data.cerl.org/thesaurus/cnp01329238 — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://www.wikitree.com/wiki/Williams-934 — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ https://www.nndb.com/people/565/000050415/ — د نشر نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲
  8. پیوستون : 178509610، 19727534 & 4032  — د نشر نېټه: ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹
  9. "Roger Williams (American religious leader)". Encyclopaedia Britannica. 
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. William Gammell, Life of Roger Williams, the Founder of the State of Rhode Island, Boston: Gould and Lincoln, 59 Washington Street. 1854
  16. Romeo Elton, Life of Roger Williams, the earliest Legislator and true Champion for a Full and Absolute Liberty of Conscience, London: Albert Cockshaw, 41, Ludgate Hill. New York: G.P. Putnam London: Miall and Cockhaw, Printers, Horse-Shoe Court, Ludgate Hill
  17. James D. Knowles, Memoir of Roger Williams the Founder of the State of Rhode-Island, Boston: Lln, Edmands and Co. 1834 Lewis & Penniman, Printers. Bromfield-street.
  18. Rev. Z.A. Mudge, Foot-Prints of Roger Williams: A Biography, with sketches of important events in early New England History, with which he was connected, New York: Carlton & Lanahan. San Francisco: E. Thomas. Cincinnati: Hitchcock & Waldon. Sunday-School Department. (Entered according to Act of Congress, in the year 1871)
  19. کينډۍ:Acad
  20. Pfeiffer, Robert H. (April 1955). "The Teaching of Hebrew in Colonial America". The Jewish Quarterly Review. pp. 363–73. کينډۍ:JSTOR.
  21. Barry, John M. (2012). Roger Williams and the Creation of the American Soul: Church, State, and the Birth of Liberty. New York: Viking. ISBN 978-0-670-02305-9. pp. 73-74, pp. 136-139.
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. (په January 2012 باندې). God, Government and Roger Williams' Big Idea. Smithsonian.
  26. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  27. Quoted in Edwin Gaustad,Liberty of Conscience: Roger Williams in America Judson Press, 1999, p. 28.
  28. LaFantasie, Glenn W., ed. The Correspondence of Roger Williams, University Press of New England, 1988, Vol. 1, pp.12–23.