د کورنت توغندی
| د کورنت توغندی Корнет ПТРК AT-14 Spriggan |
|
|---|---|
| وسله | ټانک ماتونکی توغندی |
| هېواد | |
| وزن | ۲۷ کیلوګرامه |
| اوږدوالی | ۱۲۰۰ م.م. |
| واټن ویشتونکی | ۵۵۰۰ متره |
| کالبر | ۱۵۲ م.م. |
کورنت (په روسي کی:Корнет ПТРК) یوه روسی توغندی ده چی د ټانکونو او د زره داره موټرونو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږي. دغه توغندی د ۱۹۹۴ کال څخه کارېږي او د عصری ټانکونو زرهی پوش خراب کولای سی. دغه توغندی د لیزر شعاع لخوا رهبری کېږی، ۵۵۰۰ متره واټن ویشتونکی وهلی شی او د سوځولو (سوند) جامدو موادو څخه جوړه شوی ده. د کورنت توغندۍ ځینې ډولونه پر موټورونو باندی نصب کېدلای سی. عراقی ځواکونه په ۲۰۰۳ کال کی د عراق په جګړه کې د کورنب راکټی سیستم د آیبرامس دامریکایی ټانکونو د منځه وړولو لپاره کارېده. په ۲۰۰۶ کال کی د حزب الله ځواکونو د کورنت د توغندیو په مرسته د مرکاوا اسرائیلی ټانکونه خراب کړل. په ۲۰۰۶ کال کی د لبنانی جګړې په وخت کی ۴۰۰ ننه اسرائیلی ټانکونو پر جنوبی لبنان برید وکړل. د حزب الله ځواکونو په دی جګړه کی تقریبًا ۵۰ ټانکونه جراب وکړل او ۳۰ تنه د ټانک چلونکی وژل شول.