د کارن خبرې اترې:Qaser

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قاصر صيب سلامونه!

که تاسې غواړۍ په ويکيپېډيا کې د اصحابو ژوند ـ سیرت نبی ـ افغانی مجاهدین - د پیغمبر اهل بیت ـ د شهیدانو پیژندنه‏، او مالومات وليکۍ دا خو ډېره ښه او پزړه پورې خبره ده، يا الله بسم الله کړی. د هر صحابه نوم او تر لاندې يې بشپړ ژوندليک وليکۍ. د افغاني مجاهدينو لست خو به ميليونو ته ورسېږي. چې په دغو مجاهدينو کې زه فکر کوم چې يوازې د مشهورو مجاهدينو يادونه بايد وشي نه د ټولو. ځکه هر يو موندل به ګران کار وي. د شهيدانو په اړه هم همدا دريځ غوره کړۍ چې د هغو نامتو اشخاصو چې ټولنې ته يې ښه او يا بد رسېدلي او له همدغو ښو او بدو له کبله مشهوره دي، د هغوی ژوندليکونه خپاره کړۍ. بله خبر دا چې د افغانستان ټول مړه شوی وګړي شهيدان شوي نو د ټولو يادونه دلته ضروري کار نه دی. بله يادونه دا ده چې ستاسې ليکنې بايد نيوټرل (Neutral) يا په بله وينا د ديني، سياسي، او سمتي اغېزو نه بايد بې پرې او بې طرفه وي. چې داسې و نه شي چې ويکيپېډيا د اشخاصو په پالنځي بدله شي.

په پای کې ستاسې برياليتوب غواړم او تاسو ته د ښه راغلاست وييلو سره سره زه ټول لوستي پښتانه د ويکيپېډيا پراخولو ته رابولم.

کاميابه اوسۍ

--Khangul 05:18, 3 می 2010 (UTC)