د کاتالان خپلواکۍ غوښتونکی خوځښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاتالان یا کاتالونیا خپلواکۍ غوښتونکی خوځښت په کاتالاني ملت پالنه کې ریښه لرونکی هغه ټولنیز او سیاسي خوځښت دی چې له هسپانیا څخه د کاتالان د خپلواکۍ په لټه کې دی.

د کاتالونیا د جلا غوښتنې پیل له هغو سیمه پالو او ملت پالو خوځښتونو څخه سرچینه اخیسته چې د نوولسمې میلادي پېړۍ په نیمايي کې د رومانتیکي نظریاتو تر اغېز لاندې یې په اروپا کې پراختیا موندلې وه. د کاتالان خپلواکۍ غوښتونکی لومړنی سازمان یافته ګوند د ایستات کاتالا (کاتالاني دولت) په نامه و چې په ۱۹۲۲ زکال کې د فرانسېسک ماسیا له خوا تاسیس شو. په ۱۹۳۱ زکال کې دغه ګوند او نورو ګوندونو په ګډه سره د کاتالان د کیڼ اړخو جمهوري غوښتونکو (Esquerra Republicana de Catalunya یا ERC) تر نامه لاندې ګوند جوړ کړ. ماسیا په ۱۹۳۱ زکال کې د هسپانیا دننه د کاتالان د جمهوریت اعلان وکړ او د هسپانیا د دویم جمهوریت له رهبرانو سره یې له خبرو اترو وروسته په دغه هېواد کې دننه خودمختاري ومنله. د هسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال، جنرال فرانسېسکو فرانکو په ۱۹۳۸ زکال کې د کاتالونیا خودمختاري لغو کړه. په ۱۹۷۵ زکال کې د فرانکو له مړینې وروسته د کاتالونیا سیاسي ګوندونو د خپلواکۍ پر ځای د خودمختارۍ په لاسته راوړو تمرکز وکړ.

د کاتالونیا خپلواکي غوښتونکی معاصرخوځښت د ۲۰۰۹ زکال په شاوخوا کې د یو لړ پېښو له دې ډلې د ۲۰۰۷- ۲۰۰۸ زکال د مالي کړکېچ او د هسپانیا د اساسي قانون په محکمه کې د خلکو د ګوند (Partido Popular) له خوا په ۲۰۰۶ زکال کې د کاتالونیا د خودمختارۍ د اساسنامې په ننګولو سره پیل شو؛ کاتالاني ښاروالیو د ۲۰۰۹ زکال څخه تر ۲۰۱۱ زکال پورې د خپلواکۍ اړوند نمایشي ټول پوښتنه ترسره کړه. په ۲۰۱۰ زکال کې د محکمې حکم چې د دغې اساسنامې یو شمېر برخې یې له اساسي قانون سره په ټکر کې وبللې ګڼ شمېر اعتراضات یې راوپارول او له امله یې د ۲۰۱۲ زکال له وخته مخکې ټاکنې وشوې؛ په دغو ټاکنو کې د کاتالونیا په پارلمان کې خپلواکۍ پلوو د لومړي ځل لپاره اکثریت څوکۍ خپلې کړې. نوي دولت په ۲۰۱۴ زکال کې یوه «غیر الزامي» ټول پوښتنه د خودمختارۍ اړوند ترسره کړه چې د خپلواکۍ اړوند په کې په غوڅ اکثریت رایې ورکړل شوې، خو د خپلواکۍ د مخالفینو له خوا د ټاکنو په تحریم کولو سره په کې د وګړو ونډه لږ وه. ورپسې د ۲۰۱۵ زکال ټاکنو د نوې او الزامي ټول پوښتنې د ترسره کولو غوښتنه وکړه. په داسې حال کې چې دغه موضوع د هسپانیا د دولت او د اساسي قانون د محکمې له خوا ناقانونه وبلل شوه، ځکه هغوی د کاتالونیا اداره د ټول پوښتنې کولو اړوند د قانوني صلاحیت نه لرونکې بلله. ورته مهال دغه ټول پوښتنه په ۲۰۱۷ زکال کې د لویو سیاسي او ټولنیزو کړکېچونو په ترڅ کې چې د پولیسو له خوا له وړاندې او آن د رایو ورکولو پر مهال د هغو د مخه نیولو په موخه اقدامات په کې شامل و؛ ترسره شوه. د کاتالونیا د خپلواکۍ د ملاتړو او مخالفینو د پراخو لاریونونو له امله د کاتالونیا پارلمان د یو خپلواک جمهوریت د اعلان په موخه طرحه تصویب کړه؛ ورته مهال د هسپانیا مشرانو جرګې د نوو سیمه ئیزو ټاکنو تر مهاله د کاتالونیايي بنسټونو د کنټرول کولو اړوند رایه ورکړه. د سیمه ئیز دولت مشران په راتلونکو اونیو کې ونیول شول او د وخت د ولسمشر کارلس پوجدمون په ګډون یو شمېر نور یې له هېواده په تېښته بریالي شول. په ۲۰۱۹ زکال کې د هسپانیا نوي دولت د کاتالونیا له دولت سره «د خبرو پر میز» له ناستې سره هوکړه وکړه، په داسې حال کې چې له وړاندې څخه یې د هغو د خپلواکۍ یا برخلیک ټاکلو اړوند ډډه کړې وه. په ۲۰۲۰ زکال کې د هسپانیا دولت د نیول شوو مشرانو د بخښنې په بهیر کار پیل کړ او د ۲۰۲۱ زکال په جون میاشت کې پلی شو.

د کاتالونیا په پارلمان کې ټولو هغه ګوندونو چې په ښکاره توګه یې له خپلواکۍ ملاتړ کاوه د کاتالونیا لپاره د یوځای (Together for Catalonia) تر نامه لاندې ایتلاف یې جوړ کړ چې په کې د کاتالونیا د ملت پاله لیبرال ګوند (CDC) ځای ناستی د کاتالونیا دیموکرات اروپايي ګوند (PDeCAT)، کیڼ اړخی جمهوري غوښتونکی ګوند (ERC) او د عامه یووالي ګوند (Candidatura d'Unitat Popular) شامل و. ورته مهال د دغې سیمې د خپلواکۍ په مخالفو ګوندونو کې Ciutadans (د هېوادوالو ګوند)، د خلکو ګوند (PP)، د کاتالونیا سوسیالېست ګوند او له ۲۰۲۱ زکال راهیسې په کې بوکس (Vox) سیاسي ګوند شامل و. ټول په یوه مټ کولای شي (En Comú Podem) تر نامه لاندې ګوند بیا د فدرالېزم ملاتړی دی چې د قانوني او ټولو ته د منلو وړ ټول پوښتنې غوښتنه کوي.

د خپلواکۍ پر وړاندې اپوزیسیون[سمول]

سیاسي ګوندونه[سمول]

په هسپانیا کې ټول سیاسي ګوندونه د کاتالونیا د خپلواکۍ له نظر سره مخالف دي، یوازې د Catalunya En Comú-Podem (په ګډه سره موږ کولای شو) ګوند بیا د ټول پوښتنې ملاتړی دی او په دغه برخه کې بې پلوه دی. هغوی په ګډه سره د کاتالونیا په پارلمان کې اقلیت څوکۍ او رایې لري. نور ګوندونه لکه Ciutadans او د کاتالونیا د خلکو ګوند چې د ۲۰۱۷ زکال د کاتالونیا په سیمه ئیزو ټاکنو کې یې په ترتیب سره ۲۵.۴ او ۴.۲ سلنه رایې لرلې د تل لپاره د کاتالونیا د خودمختارۍ له مفهوم سره مخالف دي. د کاتالونیا سوسیالېست ګوند (۱۳.۹ سلنه رایې لري) هم له خپلواکۍ سره مخالف دی. په داسې حال کې چې یو شمېر غړو یې تر ۲۰۱۲ زکال پورې د خودمختارۍ د ټول پوښتنې څخه ملاتړ کاوه، له ۲۰۱۵ زکال وروسته د دغه ګوند رسمي دریځ دا دی چې د هسپانیا اساسي قانون باید اصلاح شي څو کاتالونیا په هغو کې په غوره توګه خپل ځای وویني. د موږ کولای شو په نامه د کاتالونیا کیڼ اړخی ګوند (Catalunya En Comú-Podem؛ ۸.۹۴٪ رایې لري) خپلواکي رد کوي خو له دې سره د ټول پوښتنې ملاتړی دی خو په هغو کې د هسپانیا د برخې په توګه د کاتالونیا د پاتې کېدو تبلیغ کوي. د CDC د ملت پاله لیبرال ګوند پخوانی شریک ګوند یونیو (د کاتولونیا دیموکراتیک اتحاد) د خپلواکۍ مخالف وګرځېد او په راتلونکو ټولو ټاکنو کې سم وه نه ځلېد؛ همدا و چې په ۲۰۱۷ زکال کې منحل شو. [۱][۲][۳][۴][۵]

د خپلواکۍ ضد خوځښت[سمول]

د ۲۰۱۷ زکال د اکتوبر په ۸مه د کاتالونیا د مدني ټولنې سازمان (Societat Civil Catalana) د کاتالونیا د خپلواکۍ پر ضد لوی لاریون جوړ کړ. د دغې غونډې تنظیم کوونکو ادعا وکړه چې له یو میلیون څخه زیاتو کسانو په دغه غونډه کې ونډه لرله، په داسې حال کې چې د بارسلونا پولیسو ځواکونو د هغو شمېر ۳۰۰ زره اټکل کړ. تر نن ورځې پورې دغه غونډه د کاتالونیا په تاریخ کې د اساسي قانون په ملاتړ د خپلواکۍ ضد لوی لاریون بلل کېږي. [۶][۷][۸]

د ۲۰۱۷ زکال د اکتوبر په ۱۲مه د بارسلونا د پولیسو په خبره ۶۵۰۰۰ کسانو د هسپانیا د ملي ورځې په نمانځغونډه کې د خپلواکۍ پر ضد لاریون وکړ. په دغه لاریون کې د ګډون کوونکو شمېر له نورو کلونو ۱۳ ځله زیات او د بارسلونا په تاریخ کې د دغې موضوع اړوند تر ټولو لوی لاریون و. [۹][۱۰][۱۱]

د ۲۰۱۷ زکال د اکتوبر په ۲۹مه په سلګونو زرو کسانو د کاتالونیا د مدني ټولنې تر نامه لاندې د بارسلونا په کوڅو کې د هسپانیا د اتحاد او د هسپانیا د دولت د ستاینې لپاره چې فشار یې راوړ په ډسمبر میاشت کې نوې سیمه ئیزې ټاکنې وشي لاریون وکړ. په کاتالونیا کې د هسپانوي دولت د پلاوي د راپور له مخې ګډون کوونکي یو میلیون کسان و په داسې حال کې چې د بارسلونا پولیسو بیا د هغو شمېر ۳۰۰ زره تنه وښود. خپله د مدني ټولنې سازمان بیا په لاریون کې د ګډون کوونکو شمېر یو میلیون اعلان کړ. [۱۲][۱۳][۱۴]

په ۲۰۱۷ زکال کې د «تابریانا» مفهوم په ټولنیزو رسنیو کې دود شو او د نورو رسنیو پام یې ځانته جلب کړ. تابارنیا د هغې خیالي سیمې په معنی و چې د کاتالونیا سواحلي ښارونه په کې شاملېدل او د کاتولونیا د خپلواکۍ غوښتنې په دوام یې له دغې سیمې څخه خپله خپلواکي غوښته. د تابارینا د خپلواکۍ په ګټه استدلال په طنزي ډول د ټولو هغو استدلالونو څرګندويي کوله چې له هسپانیا څخه د کاتالونیا د خپلواکۍ په ګټه و. ګڼ شمېر جلا غوښتونکو په دې مفهوم نیوکه وکړه او ځواب یې ورکړ چې دغه تقلید په غیرمنصفانه بڼه د کاتالونیا د خپلواکۍ خوځښت چې تر ډېره پورې د کاتالونیا د مخکښ هویت او کلتور پر بنسټ دی، بې اهمیته ښيي. د «تابرینا» کلمه د ۲۰۱۷ زکال د ډسمبر په ۱۶مه په مجازي فضا کې خپره شوه او ۶۴۸۰۰۰ ځله منشن کېدو له امله د نړۍ په مخکښو ټرېنډونو کې شامل شو. له کاتالونیا څخه د تابرینا د خودمختارۍ په ګټه لومړنی لوی لاریون د بارسلونا د ښاروالۍ د پولیسو په خبره د ۱۵۰۰۰ تنو او د دغه لاریون د تنظیم کوونکو په خبره د ۲۰۰ زره تنو په ګډون د ۲۰۱۷ زکال د فبروري په ۴مه ترسره شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Ciudadanos - Partido de la Ciudadanía". Ciudadanos-cs.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Partit Popular de Catalunya [[:کينډۍ:Pipe]]". Ppcatalunya.com. مؤرشف من الأصل في ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  3. "L'última batalla dels catalanistes del PSC - Crònica.cat - La informació imprescindible". Cronica.cat. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2 July 2015 باندې). El PSC renuncia en su programa electoral al derecho a decidir. El Mundo
  5. (په 25 March 2017 باندې). Adiós definitivo a Unió, la última víctima de la maldición de Mas. Libertad Digital.
  6. "Más de un millón de personas colapsan Barcelona contra el independentismo". Elmundo.es. 2017-10-08. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Horowitz, Jason; Kingsley, Patrick (8 October 2017). "'I Am Spanish': Thousands in Barcelona Protest a Push for Independence". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Manifestación Barcelona: 1.000.000 personas según la delegación del Gobierno". La Vanguardia. 2017-10-29. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Razón, La (12 October 2017). "Barcelona vive la manifestación más multitudinaria de su historia en un 12-O". Larazon.es. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "65.000 manifestantes en el 12-O de Barcelona, según la Guardia Urbana, trece veces más que el año anterior". Elmundo.es. 2017-10-12. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The Latest: 65,000 recorded at Spanish loyalist rally". Bostonherald.com. د اصلي آرشيف څخه پر 20 جون 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه 10 دسمبر 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Manifestación Barcelona: 1.000.000 personas según la delegación del Gobierno". Lavanguardia.com. 2017-10-29. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jones, Sam (29 October 2017). "Catalonia: Madrid warns of Puigdemont jailing as thousands rally for unity". Theguardian.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Protesters stage big anti-independence rally in Catalonia". Politico.eu. 29 October 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 4 March 2018 باندې). Pro-unity Catalans parody secessionists. BBC News.
  16. (په 2018 باندې). Protesters mock Catalan independence bid with secession call of their own. DW.COM.
  17. (په 2018 باندې). Spanish unionist rally mocks Catalan separatist movement. SFGate.
  18. (په 2018-03-04 باندې). La plataforma por Tabarnia exhibe músculo y se manifiesta en Barcelona.