د ښځو د تناسلي آلې غوڅول یا ختنه کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښځو د تناسلي آلې غوڅول (Female genital mutilation یا FGM) چې همدارنګه د ښځو د ختنه کولو (FGM/C) په نوم پېژندل کېږي، د ښځې د تناسلي آلې د بهرنۍ برخې بشپړ یا په لږ کچه غوڅولو ته ویل کېږي. دغه چاره په یو شمېر افریقايي، آسیایي او د منځني ختیځ په هېوادونو او له دغو هېوادونو بهر هغو ټولنو کې چې دغه چاره دود ده؛ ترسره کېږي. د یونسیف ادارې د اټکل له مخې په ۲۰۱۶ زکال کې په دېرشو هېوادونو – اندونیزیا، عراقي کردستان، یمن او ۲۷ افریقایي هېوادونو کې – په نږدې ۲۰۰ میلیونه ښځینه و باندې د FGM یو یا څو ډولونه ترسره شوي دي.

د ښځو ختنه کول په معمول ډول د یوه دودیز ختنه کوونکي له خوا له تیغ څخه په ګټنې د هغو له تولد وروسته ورځو څخه تر بلوغ او یا هم له هغو وروسته ترسره کېږي په نیمایي هغو هېوادونو کې چې ملي ارقامو ته یې لاسرسی نشته، ښيي چې ډېری نجونې له ۵ کلنۍ وړاندې ختنه کېږي. د دغې چارې میتودونه هېوادونو او قومي ډلو ته اړوند توپیر لري. په دغو میتودونو کې د کلیتورل خولۍ لرې کول (1-a ډول) او د کلیتورل بشپړ لرې کول (1-b)؛ د داخلي لابیا لرې کول؛ د خارجي او داخلي دواړو لابیاو لرې کول او همدارنګه د فرج تړل شاملېږي. په وروستی میتود کې یې چې د انفیبولاسیون په نوم هم پېژندل کېږي یوازې په کې د ادرار او قاعدګۍ د مایعو د وتو لپاره کوچنی سوری پرېښودل کېږي. واژن د نږدې کېدو لپاره پرانستل کېږي او د ماشوم د زېږون لپاره لا زیات پسې خلاصېږي. [۱][۲]

دغه چاره له جنسیتي نابرابرۍ، د ښځو د جنسي تمایلاتو د کنټرول لپاره له هڅو، د پاکۍ، تواضع او ښکلا اړوند نظریاتو سره اړیکه لري. دغه چاره په معمول ډول د هغو ښځو له خوا پیل او ترسره کېږي او ویاړ یې بولي چې وېرېږي د لوڼو او لمسیانو نه ختنه کېدل به یې د هغوی د ټولنیز محرومیت لامل وګرځي. روغتیايي ناسمې اغېزې یې د هغو ډول ته اړوندېږي. په دغو اغېزو کې مکرر عفونتونه، په ادرار کولو او قاعدګۍ کې ستونزې، مزمن دردونه، د کیسټ جوړېدل، په امیدوار کېدو کې ستونزې، د زیږون پر مهال ستونزې او وژونکې خونریزي شاملېږي. د دغې چارې هېڅ پېژندل شوې روغتیايي ګټه تر اوسه نه ده په ګوته شوي. [۳][۴][۲]

له ۱۹۷۰ مې لسیزې راهیسې د FGM څخه د هغو د ترسره کوونکو د راګرځولو په موخه نړیوالې هڅې روانې دي او په ډېری هغو هېوادونو کې چې دغه چاره ترسره کېږي دغه کار غیرقانوني اعلان شوی او یا هم محدود شوی، په داسې حال کې چې لا قوانین په کمزورې بڼه پلي کېږي. له ۲۰۱۰ زکال وروسته د ملګرو ملتونو سازمان له ټولو روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکي غوښتي چې د دغې چارې هر ډول ترسره کول له دې ډلې له زیږون وروسته reinfibulation یا د فرج ګنډل او په سمبولیکه توګه د کلیتورل خولۍ له لرې کولو ډډه وکړي. له دغې چارې سره مخالفت په ځانګړې توګه د انتروپولیژستانو ترمنځ چې د کلتوري نسبت پالنې او د بشري حقونو د نړیوال توب اړوند یې ستونزمنې پوښتنې مطرح کړې، له نیوکو څخه پرته نه دی. [۵][۶]

لاملونه[سمول]

د ښځو له خوا یې ملاتړ[سمول]

سومالیايي مېرمنې داهابو موسی په ۱۹۸۸ زکال کې په خپل یو شعر کې د ښځو ختنه کول د «ښځو د درې ځلي غم» په توګه توصیف کړی: خپله دغه چاره، د واده شپه چې د ښځې ګنډلي ځایونه شکېږي او بیا د زېږون مهال چې بیاځلي شکېږي. د دغه ښکاره درد سربېره دا خپله ښځې دي چې د ښځینه و د ختنه کولو ټول ډولونه یې سازماندهي کړي. انتروپولوژیست روز اولدفیلد هیز په ۱۹۷۵ زکال کې ولیکل چې هغه سوډاني تحصیل یافته وګړو چې نه یې غوښتل لوڼې یې ختنه شي (د کلیتوریدکتومي ترسره کولو ته یې ترجېح ورکوله) هغه مهال به چې نیاګانو به یې له خپلو خپلوانو سره د کتلو ترتیب برابروه؛ دې ته به یې پام شو چې لوڼې یې ګنډل شوې دي. جري مکي دغه چاره له پابندي سره پرتله کړې. د ختنې په څېر footbinding (د کلیتورس لرې کول) به په ځوانو نجونو ترسره کېده چې په ټولو ځایونو کې تر ډېره د شرافت، عفت او مناسب واده نظریاتو ته اړوند و او د ښځو له خوا یې «ملاتړ او انتقال» ترسره کېده. [۷][۸][۹]

ټولنیز تعهد، اطلاعاتو ته لږ لاسرسی[سمول]

د دغه استدلال پر خلاف چې ښځې په خپله د خپلو لوڼو لپاره ختنه کول غوره کوي؛ یونیسف دغه چاره «په ځان پلی کوونکی جبري ټولنیز کنوانسیون» بولي چې کورنۍ احساس کوي باید له هغو سره مطابقت ولري او هغه نجونې چې نه دي ختنه شوې له ټولنیز محرومیت سره مخ نه شي. [۱۰][۱۱]

مذهب[سمول]

یو شمېر څېړنو ښوولې چې په یو شمېر ځایونو په ځانګړې توګه په مالي، موریتانیا، ګینه او مصر کې دغه عمومي باور شتون لري چې جنسي ختنه کول یو مذهبي الزام دی. ګرونباوم استدلال کوي چې په دغه چاره کې برخه لرونکي کېدای شي د دین، کلتور او عفت ترمنځ توپیر نه پېژني او د معلوماتو تفسیر یې ستونزمن کړی. په شمال شرقي افریقا کې د ښځینه وو ختنه کول له اسلام وړاندې مخینه لري او ډېری مهال په عفت او د ښځو پر حیا باندې د اسلام د مبارک دین د ډېر ټینګار له امله په غلطه توګه دغه چاره اسلام ته اړونده بلل کېږي. په ۲۰۱۳ زکال کې د یونیسف د راپور له مخې په ۱۸ افریقايي هېوادونو کې لږ تر لږه ۱۰ سلنه مسلمانو ښځو دغه چاره تجربه کړې وه او په ۱۳ نورو هېوادونو کې دغه کچه له ۵۰ سلنه څخه تر ۹۹ سلنه پورې لوړه وه. د اسلام په سپېڅلي کتاب کې هم دغې چارې ته کومه اشاره نه ده شوې. په ۲۰۰۷ زکال کې د الازهر د اسلامي څېړونو عالي شورا فتوی ورکړه چې جنسي ختنه کول «د اسلام په اساسي قوانیونو او یاهم د هغو په هېڅ جزئي مقرراتو کې کوم بنسټ نه لري».[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په انجیل کې هم د ښځو ختنه کولو ته هېڅ اشاره نه ده شوې. په افریقا کې مسیحي مبلغین لومړني کسان و چې د دغې چارې پر وړاندې یې اعتراض وکړ خو په افریقايي مسیحي ټولنو کې بیا هم دغه چاره ترسره کېدله. په ۲۰۱۳ زکال کې یونیسف د هغو ۱۳ افریقايي هېوادونو نوملړ خپور کړ چې د هغو لږ تر لږه ۱۰ سلنه عیسوي ښځو او نجونو دغه چاره تجربه کړې وه په داسې حال کې چې د دغو هېوادونو په مسلمانو ښځو کې بیا دغه چاره دوه سلنه وه. یوازنۍ هغه یهودي ډله چې د دغې چارې ترسره کول په کې شتون لري ایتوپیايي بتا اسرائیل ډله ده. یهودیان یوازې د نارینه وو سنت کول مجاز بللي او د ښځو هغې ته اجازه نه ورکوي. ساه باوري وګړي په ځانګړې توګه د ګینه او مالي هېوادونو ساه باوري وګړي هم دغه چاره ترسره کوي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

مخالفتونه او حقوقي وضعیت[سمول]

په کینیا کې د دغې چارې استعماري مخالفین[سمول]

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په بریتانوي ختیځه افریقا (اوسنۍ کینیا) کې پروتستانت مبلغینو هغه مهال چې ډاکټر جان آرتور په کیکویو کې د سکاټلنډ له کلیسا سره یوځای شو د ښځو د ختنه کولو سره یې مبارزه پیل کړه. [۲۳]

ملګري ملتونه[سمول]

د ۱۹۹۳ زکال په ډسمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ښځو ختنه کولو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه د مخنیوي په ۴۸/۱۰۴ ګڼه خپل پرېکړه لیک کې ځای ورکړ او له ۲۰۰۳ کال وروسته یې د ښځو د ختنه کولو د نه تحمل د نړیوالې ورځې چې د فبروري په ۶ مه لمانځل کېږي ملاتړ وکړ. یونیسف په ۲۰۰۳ زکال کې د شواهدو پر بنسټ د لوبې له نظریې څخه په کار اخیستو په ټولنو کې د ښځو د ختنه کولو پرېکړو ته د لاسرسي په موخه د ټولنیزو معیارونو ترویج ته مخه کړه او په چین کې یې د ښځو د ختنه کولو د له منځه وړو اړوند د ګري مکي کار ته وده ورکړه. [۲۴][۲۵]

په ۲۰۰۵ زکال کې په فلورانس کې د یونیسف Innocenti څېړنیز مرکز د ښځو د ختنه کولو اړوند خپل لومړنی راپور وړاندې کړ. UNFPA او یونیسف په ۲۰۰۷ زکال کې په افریقا کې له ۰ کلنۍ څخه تر ۱۵ کلنۍ پورې د ښځو د ختنه کولو د پېښو د څلوېښت سلنه کمولو په موخه ګډ پروګرام پیل کړ چې بله موخه یې حد اقل په یوه هېواد کې د دغې چارې بشپړ له منځه وړل و. هغه موخې چې هېڅکله ترلاسه نه شوې او وروسته یې هغه غیرواقعي توصیف کړې. په ۲۰۰۸ زکال کې د ملګرو ملتونو څو بنسټونو جنسي ختنه کول د بشري حقونو د نقض په توګه په رسمیت وپېژنده او په ۲۰۱۰ زکال کې ملګرو ملتونو د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کوونکو وغوښتل چې له زیږون وروسته د reinfibulation یا فرج ګنډلو او سمبولیک ختنه کولو (کلیتوریس خولۍ لرې کولو) په ګدون د دغې چارې له هر ډول څخه ډډه وکړي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. For the circumcisers and blade: UNICEF 2013, 2, 44–46; for the ages: 50.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Abdulcadir او نور 2011.
  3. WHO 2018.
  4. UNICEF 2013, 15; Toubia & Sharief 2003.
  5. Shell-Duncan 2008, 225; Silverman 2004, 420, 427.
  6. UN 2010; Askew et al. 2016.
  7. Hayes 1975، 620, 624.
  8. El Guindi 2007، 35, 42, 46.
  9. Abdalla 2007، 187.
  10. UNICEF 2013, 15.
  11. Gruenbaum 2005، 432–433.
  12. UNICEF 2013, 69–71.
  13. Gruenbaum 2001, 50; Mackie and LeJeune (UNICEF) 2008, 8–9.
  14. UNICEF 2013, 175.
  15. Roald 2003, 224; Asmani & Abdi 2008, 6–13.
  16. UNICEF press release, 2 July 2007; UNICEF 2013, 70.
  17. Mackie 1996، 1004–1005.
  18. Roald 2003، 243.
  19. UNICEF 2013, 175.
  20. Cohen 2005, 59; Berlin 2011, 173.
  21. UNICEF 2013, cover page and p. 175.
  22. Murray 1976.
  23. Thomas 2000, 132. For irua, Kenyatta 1962, 129; for irugu as outcasts, Kenyatta 1962, 127. Also see Zabus 2008, 48.
  24. "48/104. Declaration on the Elimination of Violence against Women" Archived 2 February 2006 at the Wayback Machine., United Nations General Assembly, 20 December 1993.
  25. Charlotte Feldman-Jacobs, "Commemorating International Day of Zero Tolerance to Female Genital Mutilation" Archived 13 February 2010 at the Wayback Machine., Population Reference Bureau, February 2009.
  26. UNFPA 2013, "Executive Summary", 4.
  27. WHO 2008, 8.
  28. UN 2010; Askew et al. 2016.
  29. UN resolution, 20 December 2012; Emma Bonino, "Banning Female Genital Mutilation" Archived 1 January 2017 at the Wayback Machine.کينډۍ:Cbignore, The New York Times, 19 December 2012.
  30. UNICEF 2013, 15; UNICEF 2010.