د چین لوی دیوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د چین لوی دیوال
عامه معلومات
عمومي معلومات
اداري سیمه
  لړۍ...
Hebei (en) ژباړلبېجنګ[۲]Tianjin (en) ژباړل[۳]Shanxi (en) ژباړلInner Mongolia (en) ژباړلShaanxi (en) ژباړلNingxia (en) ژباړلGansu (en) ژباړلسینګیانګShandong (en) ژباړلHenan (en) ژباړلHubei (en) ژباړلHunan (en) ژباړلSichuan (en) ژباړلQinghai (en) ژباړل Edit the value on ویکي‌ډېټا
هېواد
کچه او لوړوالۍ
لوړوالۍ
۵ متر
(minimum (en) ژباړل)

۸ متر
(maximum (en) ژباړل)

۷ متر
(رسنۍ) Edit the value on ویکي‌ډېټا
اوږدوالۍ
۲۱٬۱۹۵ كيلومتر Edit the value on ویکي‌ډېټا
برداروالۍ
۴٫۵ متر Edit the value on ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
ساختماني توکي
limestone (en) ژباړل Edit the value on ویکي‌ډېټا
نور معلومات
د لیدونکو کلنی شمېر
۱۶٬۰۰۰٬۰۰۰
۱۵٬۱۰۰ Edit the value on ویکي‌ډېټا
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۴۰°۲۵′شمال ۱۱۶°۰۵′ختیځ / 40.42°شمال 116.08°ختيځ / 40.42; 116.08 Edit the value on ویکي‌ډېټا
Map

د چین ستر دیوال تاریخ له میلاده مخکې له پینځمې تر اتمې پيړۍ پورې رسېږي چې د شمال له لورې د پرتو ملیتونو له هغو جملې نه د مغولو د حملو د مخنیوی لپاره جوړ شوی. دا دیوال د اور لپاره برجونه لری چې د خبر رسولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېدو او ور څېرمه کلاگانې چې د دوښمنانو اطلاعات به یې حاصلول. د دی دیوالو کار د هغه وخت امپراطور چین شي هوان په واسطه له میلاده مخکې تر 221 کال پوری تکمیل شو.

په هغه وخت کې د چین د دیوال اوږدوالی 5000 کیلومترو پوری رسیده چې وروسته د خان د سلسلی امپراطورانو په دوره کې د پورته یادشوی دیوال اوږدوالی لسو زرو کیلومترو پوری اوږد شو. له هغه وروسته د دی دیوال اوږدوالی 50 زرو کیلومترو پوری ورسید چې د مځکې په شاوخوا د گرځیدو سره معادل دی. کوم دیوال چې اوس موجود دی د 1368 -1644 زیږدیزو کلونو په منځ کې د چینیانو د مینگ سلسلی په وخت کې جوړ شوی دی چې اوږدوالی یی 7300 کیلومترو پوری رسیږی او د چین 9 ولایتونو منځ کې پروت دی . دا دیوال په ډیر مهارت سره جوړ شوی دی چې غر او دیوالونه یو بل سره پیوند موندلی دی او په هغه وخت کې دښمن په هیڅ صورت کې له دیواله د باندی خوانه منځ خواته نفوذ نشو کولی. دیوال معمولا له خښتو او مستطیل شکلو تیږو نه جوړ شوی . د دیوال په منځ کې خاوری او شگی اچول شوی دی او لوړوالی یی10 مترو پوری رسیږی . د دیوال بر یا عرض باندی څلور آسونه غبرگ تیریدلای شی په ځینو ځایونو کې د دیوال بر 4-5 مترو پوری رسیږی د سلاح او غلو رسولو لپاره د یوال داخل کې زینی پورته شوی دی او د سرتیرو لپاره کوټی ، سلاح کوټونه او د غلو گدامونه او د دښمن په باب د خبر رسولو برجونه هم ورته جوړ شوی دی . البته د دی دیوالونو مقاومت په اوس وخت کې د دښمن د مخنیوی لپاره له منځه تللی خو خپل تاریخی ، معماری او توریستی ارزښت یی ساتلی دی. د دی دیوالونو جوړښت ځانته ابهت او خپل عظمت لری. چې دغرونو ترمنځ لکه یو ژوندی ښامار کوږ وږ غزیدلی دی او یوه زړه وړونکې صحنه یی ترسیم کړیده .

چینایان وایی : « هغوی چې د چین دیوال ته نه دی ختلی ، هغوی اتلان نه دی .» د چینایانو یو پاچا هم خپل هدف ته ونه رسید ، ځکه چې په ډیرو ځایونو کې دیوال شکست کړی او مغولانو پر دوی حملی کولی. هرکال زرگونه گرځندویان یا توریستان او د نړۍ مشران د دی دیوال لیدلو ته ورځی . چینایان د خپلو نیکونو په دی تاریخی یادگار باندی ویاړی . د دی دیوال ځینی برخی ډیری ښی ساتل شوی دی له هغی جملی نه د « بادلینگ » دیوال چې بیجینگ ته نژدی ولاړ دی د « سی ما تای » دیوال او د « موتیان یو  » دیوال چې د چین د دیوال ختیزه برخه ده او لومړنی دروازه نومیږی. د « جایوگوان » دروازه د دیوال په لویدیزه برخه کې موقعیت لری چې د گرځندویانو لپاره ډیره په زړه پوری دی او هر وخت له دی برخو نه لیدنه کوی. د چین دیوال په پخوا وختونو کې د میلیونونو چینایانو رنج ، زحمت او هوښیاری تجسم کوی چې د زرگونو کلونو په تیریدو لا له منځه ندی تللی او خپل زړه وړونکی ښایست یی ساتلی دی. په 1987 میلادی کال کې د چین دیوال دنړیوال فرهنگی میراث په جمله کې ثبت او د « چین د ملت سمبول » په حیث وپيژندل شو.

له سپوږمکی نه د چین د دیوال یو اخیستل شوی تصویر.

سرچينې[سمول]

  1. Retrieved: ۲۹ جنوري ۲۰۲۰.
  2. Reference URL: https://www.discoverchina.com/beijing.
  3. Reference URL: https://www.discoverchina.com/tianjin.
  4. ArchINFORM project ID: 8501. Stated in: archINFORM. Retrieved: ۳۱ جولای ۲۰۱۸. د اثر ژبه يا نوم: آلماني ژبه.