د هوور بند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هوور بند د متحده ایالتو د نواډا او ارېزونا ایالتونو د پولې تر منځ د کلورېډا سیند په توره دره کې یو قوسي شکله – ژور کانګريټي بند دی. دا بند د ۱۹۳۱ او ۱۹۳۶ کلونو په بهیر کې په متحده ایالاتو کې د لوی اقتصادي کړکېچ پر مهال جوړ شوی او د ۱۹۳۵ کال د سېپټمبر په ۳۰مه د ولسمشر فرانکلین ډي روزوېلټ له‌خوا ګټې اخیستنې ته سپارل شوی. یاد بند د پراخې هڅې په پایله کې جوړ شو چې زرګونه کاریګرانو په‌کې کار وکړ او له ۱۰۰ څخه زیات کسان په‌کې مړه شول. د یاد بند د جوړېدلو پر مهال د هربرټ هوور تر واکمنۍ وروسته د کانګریس له‌خوا په تصویب شوي پرېکړه لیک کې د هوور د بند په نوم یاد شوی؛ د روزوېلټ د ادرې له‌خوا د بولډر بند په نوم ونومول شو. بېرته په ۱۹۴۷ کال کې د کانګرېس له‌خوا د هوور د بند نوم ورکړل شو.

توره دره او هغې ته نږدې د بولډر دره شاوخوا له ۱۹۰۰ کال راهیسې د خپل پوتنشیل له امله د سېلابونو د کنترول او د اوبو برېښنا د تولید او اوبولګونې د برابرولو په موخه د یو بند د ملاتړکوونکو په توګه ارزول شوې دي. کانګرېس په ۱۹۲۸ کال کې د دې پرژې اجازه‌لیک صادر کړ. د شپږو نړیوالو شرکتونو په نوم کنسرسیوم د پروژې وړاندیز بریالی ومنل شو چې د رغونې چارې يې په ۱۹۳۱ کال کې پيل کړې. دا ډول لوی کانګریټي ساختمان مخکې بیخي نه و جوړ شوی او ځینې تخنیکونه نه وو ازمویل شوي. ټکند اوړی او سیمې ته نږدې لږو امکاناتو کار ستونزمن کړی و. له دې سره شپږو شرکتونو تر ټاکل شوې مودې دوه کاله مخکې بشپړ کړ او بند یې د ۱۹۳۶ کال د مارچ په لومړۍ نېټه فېدرال دولت ته تسلیم کړ.

د هووف بند د مېډ خلیج د ډکېدلو په حالت کې بندوي چې د حجم له پلوه د متحده ایالاتو تر ټولو لوی مخزن دی. بند بولډر ښار ته نږدې په نواډا کې موقعیت لري، دا هغه مېنه وه چې په اصل کې د ساختماني پروژې د کاریګرانو لپاره د نواډا د لاس وېګاس سویل ختيځ لور په ۳۰ مایلۍ (۴۸ کیلو متر) کې جوړه شوې وه. د بند جنراتورونه په نواډا، ارېزونا او کلفورېنیا کې عمومي او خصوصي تاسیساتو ته برېښنا برابروي. د هوور بند په کال کې د ۷ میلیونه سیلانیانو په لرلو د سلانیانو د جذب مهم ځای دی. د متحده ایالاتو د خورا زیاتو مسافرو لرونکې لویه لار یو.اېس.اې ۹۳ (متحده ایالات، ۹۳ لارې) د ۲۰۱۰ کال تر اکتوبر پورې هغه مهال چې د هوور بند څنګ ته د مایک اوکالاګان پل جوړ شو د بند له تاج څخه تېرېدله. [۱][۲]

شالید[سمول]

د سرچینو پلټنه[سمول]

سویل لویدیځ لور ته د متحده ایالاتو له پراختیا سره، د کلوراډو سیند د اوبو لګوونې د بالقوه سرچینې په توګه په پام کې ونیول شو. د اوبو لګونې په موخه د سیند د لوري د بدلون لومړنۍ هڅه د ۱۸۹۰یمې لسیزې په وروستیو کې کله چې محتکر وېلیم بیټي د الامو کانال بیخې د مکسیکو د پولې په شمالي برخه کې جوړ کړ وشوه. کانال د سترواکۍ د درې په نوم د بيټي د متروکې سیمې تر خړوبولو مخکې په مکسیکو کې منتهي شو. له دې سره چې د امپریال کانال اوبو په دې دره کې د مېشتېدو پراخه زمینه برابره کړه، خو د کانال چلول قیمته ثابت شول. تر یوې ناورینیزې ماتې وروسته چې له امله یې کلوراډو سیند د سالټون سیند ډک کړ، د سویلي ارام سمندر پر رېل‌ پټلۍ د ۱۹۰۶-۱۹۰۷ کلونو تر منځ د اوبو لارې د تثبیت لپاره ۳ میلیونه ډالر مصرف راغی، دا هغه مبلغ و چې هغه فکر کاوه خوشي به د فدرال دولت له‌خوا نوموړي ته بېرته ورکړل شي. ان د اوبو لارې تر تثبیت وروسته هم د مکسیکو پلو ته د ځمکې له مالکانو سره د اختلافاتو له امله د رضایت‌ وړ نه وه.[۳][۴] [۵]

د برېښنايي ځواک د لېږد تېکنالوژۍ له پرمختګ سره د کلوراډو ښکتنۍ برخه د دغه بند د اوبو برېښنا د ظرفیت لپاره په پام کې ونیول شوه. په ۱۹۰۲ کال کې د لاس انجلس د اډېسون برېښنا شرکت د یو ۴۰ فوټه (۱۲متر) ډبري بند د جوړولو په هيله چې د ۱۰۰۰۰ هارس پاوره (۷۵۰۰ کیلو واټه) برېښنا د تولید وړتیا ولري سیند سروې کړ. حال دا چې هغه مهال د برېښنا د لېږد محدودیت ۸۰ میل (۱۳۰ کیلو متره) وه او په یاده محدود کې ډېر لږ شمېر پېرودونکي (چې تر ډېره کانونه په کې شاملېدل) موجود وو. اډیسون د سیند پر سر د ځمکنیو ټاکنو د لمنځه تللو اجازه ورکړه - چې د هوور په بند بدله شوې سیمه هم په کې شامله وه.  [۶]

په راتلونکو کالونو کې د (BOR) د رغونې ادارې چې هغه مهال د رغونې د خدماتو په نوم پېژندل کېدله د کلوراډو ښکتنۍ برخه هم د بند د سیمې په توګه په پام کې ونیوله. د خدماتو رییس ارتور پاول ډیوېس د بولډر د سیند په منځ کې د بند د شمالي پای په ۲۰ مایلۍ (۳۲ کیلومتره) کې د درې د دېوالونو د رنګولو لپاره د ډینامیټ (چاودونکې ماده) څخه د کار اخیستنې وړاندیز وکړ. د خځلو کوچنۍ ټوتې به په سیند کې اوبو وړلې او د ډبرو له پاتې ټوټو څخه د بند په جوړولو کې کار اخیستل کېده. تر کالونو ارزونې وروسته په ۱۹۲۲ کال کې د بیا رغونې خدماتو دا وړاندیز رد کړ او د یو غیر ثابت تخنیک په توګه يې له شک او پوښتنې سره مخ کړ، خو په حقیقت کې يې د پيسو د خوندي کولو لپاره داسې وکړل.[۷][۸] [۸]

پلان جوړونه او قراردادونه[سمول]

په ۱۹۲۲ کال کې د رغونې خدماتو یو راپور وړاندې کړ چې په هغه کې يې د کلوراډو د سیند پر سر د سیلابونو د کنترول او د برېښنا د تولید په موخه د یوه بند د جوړولو وړاندیز وکړ. دا راپور تر ډېره  ډوېس لیکلی و او وروسته د هېواد د کورنیو چارو وزیر البرت فال له‌خوا د فال-ډوېس د راپور په نوم ونومول شو. د فال دوېس راپور له کلوراډو سیند څخه کار اخیستل د فېدرال اندېښنې په توګه یاد کړل ځکه د یاد سیند حوزې څو ایالتونه خړوبول او په پای کې مکسیکو ته رسېده. که څه هم د فال- ډوېس راپور د بولډر درې په منځ یا څنګ کې د بند جوړولو غوښتنه کړې وه، خو د رغونې خدماتو (چې په بل کال کې د رغونې دفتر په نوم بدل شو) هغه دره نامناسبه وبلله. په بولډر دره کې یوه بالقوه سیمه د ځمکې د طبقاتو د ښویېدنې په‌واسطه په دوو مساوي برخو ویشل شوې وه؛ د درې په څوکه کې دوې نورې برخې ډېرې نرۍ وې چې د پارچاوې/ابریز لپاره یې د یو ساختماني کمپ جوړولو ته هېڅ ځای نه درلود. خدماتو توره دره ورازوله او هغه یې دې کار ته اېډیاله ومونده؛ د بند له پورتنۍ برخې څخه په لاس واګاس کې د رېل لارې له سر څخه یوه پټلۍ تېرېدی شي. د ځای د بدلېدو سره سره دا پروژه د بولډر درې په نوم وپېژندل شوه.[۹][۱۰][۱۱] [۱۲]

د بند پلویانو د اوبو د تخصیص اړوند د سترې محکمې له لږ لارښوونې سره له نه ختمېدونکې قضیې څخه وېره لرله. ډلف کارپېنټر د کلوراډو وکیل وړاندیز وکړ چې د سیند حوزې شاوخوا ۷ ایالتونه (کالفورینا، نواډا، یوټا، نیومکزیکو، کلوراډو او نیوې مکسیکو) دې د کنګرې له پرېکړه‌لیک سره د ایالتونو تر منځ یو قرارداد لاسلیک کړي. دا ډول قراردادونه د متحده ایالاتو د اساسي قانون له لومړۍ مادې سره سم مجاز و خو هېڅ‌کله له دوو څخه زیاتو ایالتونو تر منځ ونه شول. په ۱۹۲۲ کال کې د ۷ ایالتونو استازو د سوداګرۍ له وزیر هربرټ هوور سره وکتل. لومړنیو خبرو څه پایله نه لرله، خو کله چې سترې محکمې د کلوراډو د وایومېنګ (د اوبو د توزېع اړوند د قضايي دوسیو ټولګه، ژباړن) پرېکړه وکړه چې د اوبو سرچېنې ته د نږدې ایالاتونو ادعاوې یې کمزورې کولې هغوی هوکړې ته لېوالتیا څرګنده کړه. د کلوراډو سیند قرارداد د ۱۹۲۲ کال د نوامبر په ۲۴مه لاسلیک شو. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Reservoir Monitoring & Research". Usbr.gov. د اصلي آرشيف څخه پر September 6, 2015 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) [مړه لينکونه]
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Hiltzik 2010، مم. 41–50.
  4. Hiltzik 2010، مم. 57–60.
  5. Hiltzik 2010، مم. 20–27.
  6. Hiltzik 2010، مم. 55–56.
  7. Dunar او McBride 2001، م. 2.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hiltzik 2010، مم. 58–59.
  9. Hiltzik 2010، م. 68.
  10. Dunar او McBride 2001، م. 6.
  11. Stevens 1988، مم. 26–27.
  12. Hiltzik 2010، م. 67.
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Hiltzik 2010، مم. 81–87.
  15. Hiltzik 2010، مم. 73–79.