د هند-بین النهرین اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

داسې فکر کېږي چې د هند – بین النهرین اړیکو له میلاد څخه مخکې د دریمې زریزې په دوهمه نیمايي کې وده کړې ده او له میلاد څخه مخکې د ۱۹۰۰ کال وروسته د هند درې تمدن له منځه تللو سره دا اړیکې پرې شوې. بین النهرین لا دمخه د مصر او بین النهرین د اړیکو په چارچوب کې لږترلږه د د میلاد څخه مخکې شاوخوا ۳۲۰۰ کال راهیسې د هند نیم قارې او مصر ترمنځ د لاجورد ډبرې په سوداګرۍ کې منځګړیتوب درلود. [۱][۲][۳][۴][۵]

د نوې ډبریزې دورې پراختیا [سمول]

د غیر مستقیم اړیکو لومړۍ دوره د ډبریز دورې انقلاب او د میلاد څخه مخکې د ۹۰۰۰ کال وروسته د کرنې د خپرېدو له امله رامنځته شوه. داسې فکر کېږي چې د سویلي آسیا له تاریخ وړاندې کرنې سیمه ایز سرچینې یوځای کړي، لکه بوکان لرونکې غواګانې چې سرچینې یې له د نږدې ختیځ څخه دي چې دا له میلاد څخه مخکې په ۸ام-۷ام زریزه کې  لومړي ګام ؤ او وروسته بیا د افریقا او ختیځ آسیا څخه سرچینې له میلاد څخه مخکې د دریمې زریزې څخه ورته اضافه شوې، مهرګر په سویلي آسیا کې یو له پخوانیو ځایونو څخه دی چې د کرنې او څارویو شواهد په کې موجود دي. په مهرګر کې له میلاد څخه مخکې د شاوخوا ۷۰۰۰ کال د نږدې ختیځ ابتدايي کرهنیزو محصولاتو بشپړ ډله لکه غنم، وربشې او همدارنګه وزې، پسونه او غواګانې موندل کېدی شي. د مهرګر مستطیلي کورونه او همدارنګه ښځینه مجسمې په اصل کې د نږدې ختیځ سره یوشان لري. [۶][۷][۸]

د سویلي آسیا د کرنې د نږدې ختیځ سرچینه عموماً منل شوې او دا سرچینه " د لسیزو راهیسې د لرغونپوهنې مجازی عقاید" وو. که څه هم ګریګوري پوسیل د یو ډېر مهم ماډل لپاره استدلال کوي، چې په دې ماډل د بوټي او څارویو ډولونو لومړنی اهلیت ممکن د مدیترانې څخه تر هند پورې په پراخه ساحه کې شوی وي، چې نوې ټیکنالوژي او نظرونه په چټکۍ سره په کې خپاره شول او په پراخ ډول شریک شول. اوس په دې ماډل باندې اصلي نیوکه دا ده چې ځنګلي غنم هېڅکله په سویلي آسیا کې نه دي موندل شوي، دا خبره دې ته اشاره کوي چې یا غنم لومړی په نږدې ختیځ کې د مشهورو وحشي ډولونو څخه پالل شوي او بیا جنوبي آسیا ته راوړل شوي، یا دا ځنګلي غنم په خوا په جنوبي آسيا کې موجود وو، خو يو قسم پرته له کومې نښې له منځه ولاړل. [۹][۱۰]

جان فرانسوا جاریګ د مهرګر د خپلواک اصل لپاره استدلال کوي. جاریګ د "هغې انګیرنه څخه چې کرنیز اقتصاد په بشپړ ډول له نږدې ختیځ څخه سویلي آسیا ته وړاندې شو" او د ختیځ بین النهرین او لوېدیځ هند درې څخه د نوې ډبریز ساحو ترمنځ ورته والی څخه یادونه کوي، چې د دې ځایونو ترمنځ د "کلتوري دوام" شواهد دي. خو د مهرګر اصليت ته په کتو سره، جاریګ دې پایلې ته ورسېد چې مهرګر پخوانۍ سیمه ییزه مخینه لري او د نږدې ختیځ د نوي ډبریز کلتور څخه " شاته پاتې" نه دی. [۱۱]

ځمکني او سمندریرې اړیکې[سمول]

له تېرو ۱۵۰۰۰ کلونو راهیسې تر عصري وختونو پورې د سمندر کچه شاوخوا ۱۰۰ متره لوړه شوې، اغیزې یې دا دي چې د ساحل کرښې په پراخه کچه راټیټې شوې دي. دا په ځانګړې توګه د هند او بین النهرین د ساحلي کرښو حالت دی چې په اصل کې د اوسني ۲۰۰۰ کیلومترو واټن په پرتله یوازې په ۱۰۰۰ کیلومترو واټن سره جلا شوې دي. د بین النهرین د ساحلونو او د هند سیمې ترمنځ واټن د سومریانو د پلرونو لپاره د نن ورځې په پرتله خورا کم ؤ. په ځانګړې توګه د فارس خلیج چې اوس یوازې ۳۰ متره ژور دی، به لږ تر لږه قسماً وچ ؤ او د بین النهرین حوزې پراختیا به یې جوړه کړې وه. [۱۲]

د هراپان لوېدیځ ښار د مکران ساحل په سوتکاګان دور، د عربي ټاپووزمې سر ته نږدې پروت ؤ او د سمندري سوداګرۍ لرغونی ځای ګڼل کېږي، چې دا ځای احتمالا د اوسني پاکستان او د فارس خلیج ترمنځ پروت دی. [۱۳]

د هند په سیمه کې سمندري کښتۍ مشهورې وې، لکه څنګه چې په ټاپو کې داسې بېړۍ ښکاري چې د ځمکې موندلو مرغان (ډیشا کاکا) په دي، چې تاریخ یې له میلاد څخه مخکې ۲۵۰۰-۱۷۵۰ کال پورې رسي. کله به چې په سمندر کې یوه بیړۍ ورکه شوه او ځمکه به د افق څخه لېرې وه، بېړۍ چلوونکو به دا مرغان خوشي کول او په خوندي ډول بېرته ځمکې ته الوتل او له په دې توګه به یې بېړیو ته خوندي ځای ته لاره ښودله. د هند او فارس خلیج په سیمه کې د بېړیو بېلابېلې ټاپې پېژندل شوې، چې د لویو کښتیو انځورونو په کې شته او بېړۍ جوړونې په بېلابېلو دودونو پورې یې تړاو لري. د اکاد سرګون ( له میلاد څخه مخکې ۲۳۳۴-۲۲۸۴ کال) په خپله یوه لیکنه کې ادعا وکړه چې "د میلوها، مګن او دلمون بېړیو د اکاد په ډنډونو کې دا کار ګړندی وکړ".  [۱۴][۱۵]

سوداګریز او کلتوري تبادلې[سمول]

لرغون پیژندنې ډېرې موندنې ښیي چې د افریقا او آسیا په ساحلونو کې سمندري سوداګري څو زره کاله وړاندې پیل شوه. د هند لوښي او مهرونه د هند او بین النهرین تر منځ د سمندري لارو په اوږدو لکه د عربستان په سر په راس الجنز کې موندل شوي. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. "The wide distribution of lower Indus Valley seals and other artifacts from the Persian Gulf to Shortughaï in the Amu Darya/ Oxus River valley in Badakhshan (northeastern Afghanistan) demonstrates long-distance maritime and overland trade connections until ca. 1800 BCE." in Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. UNESCO World Heritage. 2004. ". Archaeological Site of Mehrgarh
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. "It has been virtual archaeological dogma for decades that Braidwood's constellation of potentially domesticable plants... were first domesticated in the Near East... early in the Holocene (c. 8,000 to 10,000 years ago). (...) The usual story is that domestic plants and animals, and the techniques of food production, then somehow "diffused" to other parts of the Old World, including South Asia." in Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Jean-Francois Jarrige Mehrgarh Neolithic Archived 3 March 2016 at the Wayback Machine., Paper presented in the International Seminar on the "First Farmers in Global Perspective," Lucknow, India, 18–20 January 2006
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Drawings of Indus seals and inscriptions discovered in Ras al-Jinz, in Cleuziou, Serge; Gnoli, Gherardo; Robin, Christian Julien; Tosi, Maurizio (1994). "Cachets inscrits de la fin du IIIe millénaire av. notre ère à Ra's al-Junays, sultanat d'Oman (note d'information)". Comptes rendus des séances de l'Académie des Inscriptions et Belles-Lettres. 138 (2): 453–468. doi:10.3406/crai.1994.15376. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).