د نيل جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د نيل جګړه چې د ابوکير خليج د جګړې “Battle of Aboukir Bay” په نوم هم پېژندل کېږي، يوه ستره سمندري جګړه وه، چې د برتانيا د شاهي سمندري ځواک او فرانسوي جمهوريت د سمندري ځواک تر منځ د ۱۷۹۸ز کال د اګسټ له لومړۍ څخه تر درېيمې نېټې پورې د مصر د نيل دلتا د مديترانې ساحل پورې غاړه باندې ابوکېر خليج کې وشوه. ياده جګړه د يوې سمندري مبارزې وروستۍ کچه وه، چې د تېرو درې مياشتو پر مهال د مديترانې سمندرګي په اوږدو کې له دې امله راپارېدلې وه، چې يو لوی فرانسوي کاروان له  تولون څخه الکسندريا ته بېړۍ کې تله، چې د جنرال ناپيليون بوناپارت په مشرۍ يې موندونکی يا اکتشافي ځواک لېږدوه. جګړه کې د برتانيا د جنګي کښتيو د ډلې مشري سمندري مشر ښاغلي هوراتيو نيلسن “Sir Horatio Nelson” کوله. دوی د مرستيال سمندري مشر براکويس پاول برويس ډيګاليرز “François-Paul Brueys d'Aigalliers” په مشرۍ فرانسې ته پرېکنده ماتې ورکړه.

بوناپارت غوښتل د برتانوي هند پر وړاندې مبارزه کې د لومړي ګام په توګه مصر باندې بريد وکړي، چې دا د فرانسې له اوښتونيزو جګړو څخه د برتانيې د وېستلو د سترې هڅې برخه وه. کله چې د بوناپارت جنګي بېړۍ له مديترانې څخه تېرې شوې، د نيلسن په مشرۍ برتانوي پوځ وڅارلې، چې د فرانسوي يون د موخې په اړه د پوهېدلو او ورته د ماتې ورکولو لپاره ټاګس “Tagus” کې د برتانيې د جنګي بېړيو له ډلې څخه استول شوی و. نوموړي له دوه څخه د زياتو مياشتو لپاره فرانسويان وڅارل او په بېلابېلو موکو کې ترېنه يوازې د ساعتونو لپاره ورک شول. بوناپارت د نيلسن له څار څخه خبر و او د خپل منزل په اړه يې بشپړ محرميت پلی کړ. نوموړی وتوانېد چې مالتا ونيسي او وروسته د برتانوي سمندري ځواکونو له مخنيوي پرته مصر ته لاړ شي.

فرانسوي جنګي بېړۍ د فرانسوي پوځ له ساحل سره په ابوکېر خليج کې تم شوې، چې د الکسندريا شمال ختيځ لور ته ۲۰ ميله (۳۲ کېلو متره) لرې پروت دی. مرستيال سمندري قوماندان فرانکويس پاول برويس ډيګاليرز په دې باور و، چې يو ډارونکی دفاعي دريځ يې رامنځته کړی دی. د برتانيا د جنګي بېړلو ډله د اګسټ په لومړۍ نېټه مصر ته راورسېده او د برويس تنظيم يې برسېره کړاو نيلسن د سمدستي بريد امر وکړ. د نوموړي کښتيو په فرانسوي ليکه کې پرمختګ وکړ او له رسېدلو سره سم، په دوه ډلو باندې ووېشل شوې. يوه برخه د کرښې د سر په اوږدو کې پاتې شوه او د تم شوې فرانسې او ساحل تر منځ تېره شوه، په داسې حال کې چې بله ډله د فرانسې د جنګي بېړيو د ډلې د سمندر لوري اړخ کې ښکېل شوه.

د فرانسې لارښود يا مخکښ جنګي بېړۍ چې په دوه اړخيزو ډزو (د ډزو په تبادله) کې راګېر شوې وې، د درې ساعته خونړۍ جګړې پر مهال تسليمېدلو ته اړ شوې وې، که څه هم د کرښې مرکز تر هغه وخته پورې پاتې شو، چې نورې برتانوي بېړۍ بريد سره په يو ځای کېدلو وتوانېدلې. په ۱۰ بجو د فرانسې بېرغ وړونکې يا سرکښې بېړۍ چاودنه وکړه، چې د فرانسوي بېړيو وروستۍ څانګه يې وهڅوله، چې له خليج څخه د وتلو هڅه وکړي. د برويس په مړينې او د نوموړي د لښکر د مخکيني ډلګي او مرکز په ماتې سره، د ښکېلو ۱۷ بېړيو له ډلې يوازې دوه د کرښې او دوه نورې بېړۍ وتښتېدلې.

د نيل جګړې په مديترانې کې د دوه ملتونو د پوځونو تر منځ ستراتيژيک حالت بدل کړ او شاهي سمندري ځواک “Royal Navy” ته يې واکمن دريځ ورکړ، چې د جګړې تر پايه يې وساته. دې جګړې نور اروپايي هېوادونه هم وهڅول، چې د فرانسې پر ضد شي او د دويم ايتلاف د جګړې “War of Second Coalition” د پيل يو عامل و. د بوناپارت پوځ په مصر کې راګېر شو او د سوريې پر ساحل باندې د شاهي سمندري پوځ واکمني چې له فرانسې سره د پام وړ همغږې وه، په ۱۷۹۹ز کال د اکر “Acre” کلابندۍ کې ماتې وخوړه، چې د بوناپارت له لورې د مصر له پرېښودنې او بېرته اروپا ته له ستنېدنې څخه مخکې وه. نيلسن په جګړه کې ټپي شوی و او ټوله اروپا کې اتل اعلان شوی و او وروسته بېرون اشرافي وړ نوم ورکړل شو او بېرون نيلسن شو؛ که څه هم نوموړی له خپلو انعامونو څخه په خصوصي دول خوښمن نه و. د نوموړي د بېړيو مشران هم زيات وستايل شول او د افسانوي نلسن د ورونو د ډلې “Nelson’s Band of Brothers” هسته يې جوړه کړه. د جګړې نکل په نامتو شعور کې د پام وړ پاتې شوی دی، چې ښايي تر ټولو غوره پېژندل شوې نښه يا څرګندونه د کاسابيانکا “Casabianca” تر سرليک لاندې د فليشيا هيمېنز “Felicial Hemans” د ۱۸۲۶زکال شعر وي.

شاليد[سمول]

شمالي ايټاليا کې پر اتريشي سترواکۍ باندې د ناپيليون بوناپارت برياليتوبونو ۱۷۹۷ز کال کې د لومړي ايتلاف جګړه کې د فرانسې لپاره د بريا په خوندي کولو کې مرسته وکړه او لويه برتانيه يوازينی ستر اروپايي ځواک پاتې شو، چې لا هم له فرانسوي جمهوريت سره په جګړه کې و. د فرانسې لارښود “French Directory” د ايرلنيد او برتانيې د اټکل شويو بريدونو او مديترانې سمندرګي کې د شاهي سمندري پوځ د ننګولو په موخه د فرانسې د سمندري پوځ د پراختيا په ګډون، د برتانيې له مخالفت سره د مقابلې په موخه يو شمېر ستراتيژيک اختيارونه وپلټل. د پام وړ هڅو سره سره د شمالي اروپا اوبو باندې د برتانيې واک دا هيلې په لنډه موده کې نه پلي کېدونکي کړل او شاهي سمندري ځواک په ټينګه د اتلانتيک سمندر په واک کې پاتې شو. که څه هم فرانسوي سمندري ځواک په ۱۷۹۶ز کال د هسپانيې او برتانيې تر منځ د جګړې له پيل څخه وروسته د برتانوي سمندري جنګي ډلې له شاتګ څخه وروسته، په مديترانه کې واکمن و. دې حالت بوناپارت ته لاره هواره کړه، چې په مستقيم ډول له برتانيې سره د مخامخ کېدلو په موخه د بديل په توګه مصر باندې د بريد وړانديز وکړي؛ بوناپارت په دې باور و، چې برتانيه به په مديترانه کې د لاسوهنې يا مداخلې له امله د ايرلينډ د ګواښونکي پاڅون له مخې خورا ووېشل شي. [۱][۲][۳][۴][۵]

بوناپارت په دې باور و، چې مصر کې د تل پاتې شتون په رامنځته کولو سره به فرانسه د برتانوي هند پر وړاندې د راتلونکو عملياتو لپاره د ونډې لوبولو دريځ تر لاسه کړي، چې ښايي د سيرينګاپاټم له ټيپو سلطان سره د اتحاد له لارې وي، چې کېدای شي برتانيه په بريالتوب سره له جګړې څخه وباسي. دا مبارزه به د اړيکو هغه کړۍ پرې کړي، چې برتانيه يې له هند سره تړلې ده، چې د برتانوي سترواکۍ اړينه برخه ده، چې سوداګرۍ يې هغه شتمني توليد کړه، چې برتانيې ورته په برياليتوب سره جګړې ته د دوام په موخه اړتيا درلوده. د فرانسې لارښود د بوناپارت له پلانونو سره هوکړه وکړه، که څه هم د دوی په پرېکړه کې يو ستر عامل دا هيله وه، چې د لوړې ارزو خاوند بوناپارت او د نوموړي د ايټالوي مبارزو سخت وفادار تجربه لرونکي وويني، چې په سياسي ډول د شونتيا تر بريده له فرانسې څخه لرې سفر وکړي [سيمې ونيسي]. د ۱۷۹۸ز کال د پسرلي پر مال بوناپارت په مديترانه فرانسه او ايټاليا کې له ۳۵۰۰۰ څخه زيات سرتېري راټول کړل او ټولون “Toulon” کې يې د جنګي بېړيو يوه پياوړې ډله جوړه کړه. نوموړي د “des Sciences et des Arts” په نوم يو کميسيون هم جوړ کړ، چې د پوهانو او انجنيرانو يوه اداره وه، چې مصر کې د فرانسوي مستعمرې رامنځته کولو اراده يې درلوده. ناپيليون د سفر منزل خورا پټ ساتلی و، چې ان د پوځ زياتره لوړ پوړي چارواکي يې هم په نښه نه پوهېدل او نوموړي د سفر د لومړي پړاو تر بشپړېدلو پورې خپله نښه په ښکاره ډول څرګنده نه کړه.  [۶][۷][۸][۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Maffeo, p. 224
  2. James, p. 113
  3. Padfield, p. 116
  4. Keegan, p. 36
  5. Rose, p. 141
  6. Adkins, p. 7
  7. Maffeo, p. 230
  8. Rodger, p. 457
  9. Cole, p. 17
  10. Cole, p. 11