د مینسک هوکړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مینسک هوکړې د هغو نړیوالو هوکړو ټولګه وه چې د اوکراین په دونباس سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه لاسلیک شوې. لومړی دغه هوکړه چې د مینسک د پروتوکول په نوم پېژندل کېږي مسوده یې په ۲۰۱۴ زکال کې د اوکراین، روسیې او د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په ګډون د درې اړخیزې تماس ډلې له خوا د فرانسې او جرمني د رهبرانو په منځګړیتوب چې د نورماندي ټولګې په نوم یادېده؛ جوړه شوه. د بلاروس په مینسک کې له پراخو خبرو اترو وروسته دغه هوکړه د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر په ۵ مه نېټه د درې اړخیزې تماس ډلې د استازو او د دونتسک او لوهانسک د خپل سرو جمهوریتونو له خوا پرته له دې چې د هغوی وضعیت په رسمیت وپېژندل شي؛ لاسلیک شوه. دغه هوکړه په سیمه کې د جګړې درولو او چټک اوربند کولو اړوند له پخوانیو یو شمېر هڅو وروسته رامنځته شوه.[۱][۲][۳]

دغې هوکړې ونه شو کولای، جګړه ودروي، له همدې امله د دویم مینسک په نامه نوې اپډېټ شوې هوکړه د ۲۰۱۵ زکال د فبروري په ۱۲ مه نېټه لاسلیک شوه. په دغه هوکړه کې یو شمېر اقدامات له دې ډلې اوربند، د جګړې له لومړۍ کرښې د درنو وسلو لرې کول، د جنګي بندیانو خوشي کول، د اوکراین په اساسي قانون کې سمونونه، د دونباس ځانګړو سیمو ته د خپلواکۍ ورکول او د اوکراین دولت ته د هېواد د پولو د کنټرول بېرته سپارل شامل و. په داسې حال کې چې له دغې هوکړې وروسته جګړه ختمه نه شوه خو کمه شوه او همدارنګه د هوکړې مفادات هم په بشپړ ډول پلي نه شول. د نورماندي جوړښت اړخونو هوکړه وکړه چې مینسک ۲ باید په راتلونکي کې د شخړو د هواري په موخه د بنسټ په توګه پاتې شي. [۴][۵][۶]

د ۲۰۲۲ زکال په لومړیو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د اندېښو په زیاتوالي، روسیې د ۲۰۲۲ زکال د فبروري په ۲۱ مه نېټه د لوهانسک او دونتسک د وګړو جمهوریتونه په رسمیت وپېژندل. له دغې پرېکړې وروسته د فبروري په ۲۲ مې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین اعلان وکړ چې نور د مینسک هوکړې شتون نه لري او اوکراین، نه روسیه د هغو په له منځه تلو کې ملامت دی. له دې وروسته روسیې د فبروري په ۲۴ مه په اوکراین برید وکړ.[۷][۸][۹]

مینسک پروتوکول[سمول]

د مینسک پروتوکول د اوکراین په اړه د درې اړخیزې تماس ډلې له خوا چې په کې د روسیې، اوکراین او د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان استازو ګډون درلود؛ ترتیب شو. دغه ډله د ۲۰۱۴ زکال په جون میاشت کې د اوکراین په ختیځ او سویل کې د شخړو د هواري او خبرو اترو ته د لارې برابرولو په موخه رامنځته شوه. د دونتسک او لوهانسک د خلکو د غیر رسمي جمهوریتونو له استازو سره د دغې ډلې ناستې د ۲۰۱۴ زکال د جولای په ۳۱مه، د اګست په ۲۶ مه، د سپټمبر په لومړۍ او پنځمه ترسره شوې. د دغې هوکړې جزیات چې د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر په ۵ مه نېټه لاسلیک شول، په پراخه کچه د اوکراین د ولسمشر پترو پروشنکو د جون د شلمې «د سولې ۱۵ ماده یي پلان» ته ورته وو. [۱۰]

لاسلیکونه[سمول]

دغو استازو د مینسک د پروتوکول سند لاسلیک کړ:[۱۱]

  • د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان استازې او سویسي دیپلماتې هایدي تاجلیاویني
  • د اوکراین پخواني ولسمشر (د ۱۹۹۴ زکال څخه د ۲۰۰۵ زکال تر جنوري میاشتې پورې) او د اوکراین استازي لئوند کوچما
  • د اوکراین لپاره د روسیې سفیر او د روسیې استازي میخایل زورابوف
  • د یاغیانو مشرانو الکساندر زاخارچنکو او ایګور پلوتنسکی[۱۲]

له منځه تلل[سمول]

د ۲۰۱۵ زکال په جنوري میاشت کې د مینسک پروتوکول له مخې اوربند په بشپړ ډول له منځه لاړ. له دغه پروتوکول څخه په سرغړونې وروسته له هغه چې جلاغوښتونکو د دونتسک په نړیوال هوايي ډګر کې بریا ته ورسېدل د دونتسک د خلکو د جمهوریت ویاند ادوارد باسورین وویل چې «د منسک یادداشت هغه ډول چې په تصویب رسېدلی تر څارنې لاندې نه دې نیول شوی». راتلونکې ورځ د دونتسک د خلکو د جمهوریت رهبر الکساندار زاخارچنکو وویل چې د دونتسک د خلکو جمهوریت به «داوربند د خبرو اړوند هېڅ هڅه ترسره نه کړي» او همدارنګه په پام کې لري چې «ځواکونه یې د دونتسک سیمې تر پولو پورې مخکې ولاړ شي». نیویارک ټایمز ولیکل چې اوربند «په بشپړ ډول له منځه تللی».[۱۳][۱۴][۱۵]

د جګړې په ډګر کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره د جنوري په ۳۱ مه د مینسک د مذاکراتو بل پړاو په پام کې ونیول شو. د تماس د درې اړخیزې ډلې غړو د دونتسک او لوهانسک د جمهوریتونو له استازو سره د خبرو په موخه مینسک ته سفر وکړ. د دونتسک او لوهانسک د جمهوریتونو هغو استازو چې دغه پروتوکول یې لاسلیک کړی و په دغه خبرو کې ونډه وا نه خیسته. استازو په پروتوکول یا یاددښت باندې د بیاکتنې وړاندیز وکړ. د دوی ناسته پایلې ته له رسېدو پرته وځنډول شوه. [۱۶]

مینسک II[سمول]

د اوکراین په دونباس سیمه کې د روانې جګړې د درولو په موخه پرله پسې هڅو د ۲۰۱۵ زکال تر فبروري میاشتې پورې کومه پایله نه لرله. په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر د ۵ مې نېټې پروتوکول د څو میاشتو لپاره په سیمه کې شخړې کمې کړې خو کوچنیو نښتو دوام درلود. د ۲۰۱۵ زکال په جنوري میاشت کې د دونستک د خلکو د جمهوریت او د لوهانسک د خلکو د جمهوریت جلاغوښتونکو ځواکونو د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمو باندې تازه بریدونه پیل کړل چې له امله یې د مینسک د پروتوکول له مخې اوربند په بشپړ ډول له منځه لاړ. [۱۷]

له یو شمېر شدیدو جګړو وروسته، د دونتسک د جمهوریت ځواکونو په سمبولیک ډول د جنوري په ۲۱ مه نېټه د اوکراین تر کنټرول لاندې د دونتسک نړیوال هوايي ډګرهم ونیو. له دغې بریا وروسته جلاغوښتونکو ځواکونو د جنوري په وروستیو کې په مهمې اوسپنې پټلې او د دبالتسفه سړک د نښلېدو په برخو برید وکړ. د دوی دغه شدیده جګړه د نړیوالې ټولنې د شدیدو اندېښنو لامل وګرځېده. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د آلمان لومړۍ وزیر انګلا مرکل د فبروري په ۷ مه د سولې نوې طرح وړاندې کړه.[۱۸][۱۹]

د فرانسې – جرمني طرحه چې وروسته یې په اړه د اوکراین له ولسمشر پترو پروشنکو او د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې شوې د مینسک پروتوکول د احیا کوونکې په توګه وبلل شوه. ولسمشر اولاند وویل چې دغه طرحه د شخړو د حل په موخه «وروستی چانس» دی. دغه طرحه د اوکراین دولت ته د امریکا د وسلو لېږلو د وړاندیز په غبرګون کې وړاندې شوه، هغه چاره چې لومړۍ وزیرې مرکل به ویل چې یوازې د کړکېچ له زیاتوالي سره مرسته کوي. [۲۰][۲۱]

د فرانسې او جرمني د دغې دیپلماتیکې طرحې د اجرا کولو په موخه ناسته د فبروري په ۱۱ مه د بلاروس د پلازمینې مینسک د خپلواکۍ په ماڼۍ کې پلان شوې وه. په دغه ناسته کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو، جرمنۍ لومړۍ وزیرې انګلا مرکل، فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند، د دونتسک د خلکو د جمهوریت رهبر الکساندر زاخارچنکو او د لوهانسک د خلکو د جمهوریت رهبر ایګور پلوتنسکي ونډه واخیسته. خبرو اترو د ۱۶ ساعتونو لپاره د شپې تر ناوخته دوام وکړ. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې «ډېره ستونزمنه» ناسته وه.[۲۲][۲۳]

له خبرو اترو وروسته د فبروري په ۱۲ مه نېټه اعلان وشو چې ښکېلو غاړو د سولې لپاره د نوو ګامونو په اړه چې په دویم مینسک پېژندل کېږي هوکړه کړې. په دغه هوکړه کې د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان تر څار لاندې له قید او شرط پرته د فبروري له ۱۵ مې نېټې وروسته اوربند، د جګړې له لومړۍ کرښې د درنو وسلو لرې کول، د جنګي بندیانو خوشي کول او د اوکراین په اساسي قانون کې اصلاحات و. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Ukraine ceasefire agreement signed in Minsk". CCTV America. 30 November 2001. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Chairperson-in-Office welcomes Minsk agreement, assures President Poroshenko of OSCE support" (Press release). Bern: Organization for Security and Co-operation in Europe. 5 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "OSCE Chief Monitor in Ukraine urges all sides to allow monitors to carry out duties safely" (Press release). Organization for Security and Co-operation in Europe. 15 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ukraine rebels vow to take back cities Archived 23 October 2014 at the Wayback Machine., Sky News Australia (23 October 2014)
  5. (په 12 February 2015 باندې). Ukraine crisis: Leaders agree peace roadmap. BBC News.
  6. (په 27 December 2018 باندې). Almost entire 'gray' zone in Donbas liberated by Ukraine without Minsk deal breach – adviser. UNIAN
  7. Roth, Andrew; Borger, Julian (21 February 2022). "Putin orders troops into eastern Ukraine on 'peacekeeping duties'". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 23 February 2022 باندې). Ukraine conflict: Biden sanctions Russia over 'beginning of invasion'. BBC News.
  9. (په 24 February 2022 باندې). Dozens dead and airports bombarded after Putin invades Ukraine - live. The Independent.
  10. "Press statement by the Trilateral Contact Group" (Press release). Organization for Security and Co-operation in Europe. 2 September 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. (په 21 January 2015 باندې). Ukraine forces admit loss of Donetsk airport to rebels. The Guardian.
  14. (په 23 January 2015 باندې). Ukraine rebel Zakharchenko 'rejects truce talks'. BBC News
  15. (په 23 January 2015 باندې). War Is Exploding Anew in Ukraine; Rebels Vow More. The New York Times.
  16. "Statement by the Chairmanship on the Trilateral Contact Group consultations in Minsk on 31 January 2015" (Press release). Organization for Security and Co-operation in Europe. 1 February 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 12 February 2015 باندې). EU Stands by Sanctions Against Russia After Ukraine Truce Sealed. Bloomberg News.
  18. (په 7 February 2015 باندې). Ukraine crisis: 'Last chance' for peace says Hollande. BBC News
  19. (په 7 February 2015 باندې). Putin Rejects Attempts to Contain Russia After Peace Talks Fail. Bloomberg News.
  20. (په 7 February 2015 باندې). Ukraine crisis: 'Last chance' for peace says Hollande. BBC News
  21. (په 7 February 2015 باندې). Western Nations Split on Arming Kiev. The New York Times.
  22. (په 12 February 2015 باندې). 'Glimmer of hope' for Ukraine after deal at Minsk peace summit. Reuters.
  23. (په 12 February 2015 باندې). German foreign minister: Minsk deal not all we would have wished for. Yahoo News
  24. (په 12 February 2015 باندې). Ukraine crisis: Leaders agree peace roadmap. BBC News.
  25. (په 12 February 2015 باندې). Ukraine ceasefire deal agreed at Belarus talks. The Guardian.
  26. "Breakthrough in Minsk as leaders agree to ceasefire deal on Ukraine". Euronews. 12 February 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "OSCE Chairperson-in-Office gives full backing to Minsk package" (Press release). Organization for Security and Co-operation in Europe. 12 February 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 12 February 2015 باندې). Ukraine Peace Talks Yield Cease-Fire Deal. The Wall Street Journal.