د متحده ایالاتو تاریخ (۲۰۰۸- تر اوسه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۲۰۰۸ ز کال وروسته تر اوس مهال پورې د متحده ایالاتو تاریخ د کورنو د بیو له سخت کمښت پیلېږي چې د لوی مالي کړکیچ لامل وګرځېد او له دیموکراتانو سره یې مرسته وکړه چې د هغوی نوماند او د هېواد لومړنی افریقايي امریکايي ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۸ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټي. دولت لوی پورونه ورکړل او د اقتصادي ودې په موخه یې له محرکو اقتصادي ټولګو کار واخیست. د اوباما په داخلي نوښتونو کې د ناروغ د ساتنې او کم لګښته پالنې قانون شاملېږي، چې د امریکا په روغتیايي سیسټم کې د لویو اصلاحاتو معنا ورکوي او له مخې یې د روغتیایي بیمې ملي پروګرام رامنځته شو. اوباما په پایله کې له عراق څخه خپل جنګي ځواکونه وایستل، د ترهګرۍ پر وړاندې یې د دغه هېواد د هڅو مخ افغانستان ته واړاوه او په ۲۰۰۹ ز کال کې یې په افغانستان کې د سرتېرو په زیاتولو پیل وکړ.

په ۲۰۱۰ ز کال کې د اقتصادي حالت، بېکارۍ او فدرال لګښتونو اړوند د عامه ناخوښیو له امله جمهوري غوښتونکو په ولسي جرګه یوځل بیا واک خپل کړ او هم یې په سنا کې د دیموکراتانو اکثریت راکم کړ. په ۲۰۱۱ ز کال کې اوباما اعلان وکړ چې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن د متحده ایالاتو د پوځ د نفوذي عملیاتو په پایله کې په پاکستان کې ووژل شو. راتلونکی کال اوباما یو ځل بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۳ زکال د جون په میاشت کې سترې محکمې له واده څخه د دفاع د قانون درېیمه برخه لغو کړه او له مخې یې د همجنس پلویانو ترمنځ ودونو د فدرال دولت له لوري رسمیت وموند. په ۲۰۱۵ ز کال کې محکمې حکم ورکړ چې باید ټول ایالتونه، د همجنس پلویانو ودونو ته اجازه ورکړي او هم په بېلابېلو ایالتونو کې د Obergefell v. Hodges قضیې له مخې ودونه په رسمیت وپېژني.

له بې مخینې رسنیز پوښښ وروسته، مخکښ پانګوال ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هلري کلینټون ته ماته ورکړه چې دغه چاره د دولت په ټولو برخو کې د جمهوري غوښتونکو د واکمنۍ لامل وګرځېده. د ۲۰۱۰ مې لسیزې او ۲۰۲۰ مې لسیزې ترمنځ دغه هېواد د نژادي اړیکو له یولړ ستونزو سره مخامخ و. وروسته له هغه چې یو شمېر افریقايي امریکايي وګړي لکه ایریک ګنر، مایکل براون او فیلاندو کاستیل د پولیسو له خوا ووژل شول او له دوی سره هېڅ قانوني چلند و نه شو، د Black Lives Matter خوځښت د نژادي توپیر کولو او د پولیسو د وحشي توبونو اړوند چې په ټولیزه توګه د سپینو او تور پوستو ترمنځ نژادي توپیر یې باله، یو لړ بحثونه او لاریونونه ترسره کړل. له همدې امله امریکا د د الت – ښي اړخي خوځښت د رامنځته کېدو شاهده وه.[۱]

د ۲۰۱۹ ز کال د ډسمبر په اتلسمه نېټه، د دیموکراتانو تر کنټرول لاندې د استازو جرګې د امریکا په تاریخ کې د درېیم ځل لپاره د ولسمشر د استیضاحي مواردو اړوند رایه ورکړه. ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې له واک څخه د ناړه ګټنې او د کانګرس له چارو څخه د مخنیوي په تور استیضاح کړ. د ۲۰۲۰ ز کال د فبروري په ۵ مه نوموړي د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې سنا جرګې له خوا برائت ترلاسه کړ. ټولو دیموکراتانو د هغه په محکومیت رایه ورکړه، په داسې حال کې چې له اوت څخه له میت رامني سناتور پرته، ټولو جمهوري غوښتونکو د ټرمپ په ګټه رایه ورکړه. [۲]

د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په ۱۵ مه نېټه، د تنفسي سنډروم پیاوړي کرونا وایرس (SARS-CoV-2) وروسته له هغه په متحده ایالاتو کې سرایت وکړ، چې په دغه ویروس اخته یو تن کس د چین له وهان څخه د واشنګټن د سیاتل اورث سیمې ته ورسېد. روغتیايي چاروکو د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په ۲۰ مه تائید کړه چې په متحده ایالاتو کې د دغه وایرس لومړۍ پېښه ثبت شوې. د ۲۰۲۲ ز کال تر مارچ میاشتې پورې ۹۵۰۰۰۰ امریکايي وګړي، د کووېډ ۱۹ له امله مړه شول. متحده ایالات یو له هغو هېوادونونه دي چې په زیاته کچه د کووېډ ۱۹ ثبت شوې پېښې لري. دغه هېواد له دغه ویروس سره د مقابلې په برخه کې د متحده ایالاتو په ټولو ۵۰ ایالتونو او قلمرونو کې خپلو اغېزمنو هڅو ته دوام ورکړی. [۳][۴][۵]

د ۲۰۲۰ زکال په نومبر میاشت کې د پخواني ولمسشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن، ډونالډ ټرمپ ته د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه. ټرمپ او د هغه ملاتړو د ټاکنو د پایلې د لغوه کولو په موخه ګڼ شمېر هڅې وکړې، چې ددغو هڅو څخه د پام وړ یې د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۶ مه د کانګرس په ماڼۍ باندې د هغه د ملاتړو برید و، چې له امله یې دوڼالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره استیضاح کړای شو. په دغو هڅو سربېره، جوبایډن د ۲۰۲۱ زکال د جنوري په ۲۰ مه نېټه د متحده ایالاتو د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

په افغانستان کې جګړه[سمول]

په افغانستان کې جګړې دوام وکړ. د ۲۰۰۸ ز کال په سپټمبر میاشت کې، ولسمشر بوش اعلان وکړ چې هغه به ۴۵۰۰ امریکايي سرتېري له عراق څخه افغانستان ته ولېږدوي. له دغې چارې څخه د هغه ځایناستي ولسمشر بارک اوباما هم پیروي وکړه او د ۲۰۰۹ ز کال په فبروري میاشت کې یې اعلان وکړ، چې متحده ایالات به ۱۷۰۰۰ نور اضافي سرتېري افغانستان ته ولېږي. د اوباما ادارې وروسته اعلان وکړ چې، د ۲۰۱۰ ز کال په اوړي کې به ۳۰۰۰۰ نور اضافي امریکایي سرتېري هم ولېږي او هم به د ۲۰۱۱ ز کال په جولای میاشت کې د ۱۰۰۰۰۰ امریکايي ځواکونو دایستلو لړۍ پیل کړي. د ځواکونو په زیاتوالي سره د ناټو تر مشري لاندې آیساف ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالب وسله والو د له منځه وړو په موخه ګډ عملیات پیل کړل. د ۱۵۰۰۰ سرتېرو څخه په ګټنې سره، دا د دغې جګړې تر ټولو لوی مشترک عملیات وو. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

هغه مهال چې په ۲۰۱۰ ز کال کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو او آیساف ځواکونو د عمومي قوماندان مک کرستال مقاله په رولنګ سټون مجله کې خپره شوه، مک کرسټال د اوباما د ادارې د چارواکو اړوندو جنجالي څرګندونو وروسته له امله استعفا کولو ته اړ کړای شو. د ولسمشر اوباما ادارې اعلان وکړ چې جنرال ډیوېډ پټرویوس به د ایساف ځواکونو قومانداني وکړي. [۱۱][۱۲][۱۳]

د ۲۰۱۱ ز کال د مۍ په لومړۍ نېټه، ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې متحده ایالاتو هغه عملیات ترسره کړل چې په مرسته یې د القاعده ډلې رهبر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آباد سیمه کې په خپل استوګنځي کې ووژل شو. دغه اعلان د نړیوالو له خوا وستایل شو او په صفر ډګر (ګرونډ زیرو)، ټایمز څلور لارې او له سپینې ماڼۍ بهر خلکو دغه لاسته راوړنه ولمانځل شوه. په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن په استوګنځای برید د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې. د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې چې ورته «لاسلیک شوي» بریدونه هم ویل کېدل، د ملکي وګړو د مړینې او په پاکستان کې د ناټو ځواکونو د ۲۰۱۱ کال د برید له امله چې په کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول، افغانستان ته په ګاوڼډ کې د ناټو تدارکاتي لاره وتړل شوه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۱۱ زکال په نیمايي کې ولسمشر اوبا اعلان وکړ چې په ۲۰۱۰ زکال کې د لېږل شویو ۳۰۰۰۰ اضافي ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کوي. د ۲۰۱۱ ز کال په ډسمبر میاشت کې په لومړي پړاو کې ۱۰۰۰۰ سرتېري وایستل شول، په دویم پړاو کې بیا ۲۳۰۰۰ سرتېري د ۲۰۱۲ زکال په سپټمبر میاشت کې وایستل شول. [۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۴ ز کال تر فبروري میاشتې پورې، په ټولیز ډول ۲،۳۰۷ تنه امریکايي سرتېري د افغانستان په جګړه کې وژل شوي او ۱۹،۶۵۶ تنه نور ټپیان شوي و.  [۲۲][۲۳]

آیساف د ۲۰۱۴ ز کال په ډسمبر میاشت کې خپل جنګي عملیات پای ته ورسول او یوازې ډېر لږ کچه ځواکونه د ایساف د ځایناستي ماموریت یا د غوڅ ملاتړ ماموریت په ترڅ کې د مشاورینو په توګه پاتې شول.

د ۲۰۲۱ زکال د اپرېل په ۱۳ مه نېټه ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر تر ۱۱ مې نېټې پورې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو اړوند خپل پلان اعلان کړ، دغه نېته د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونو له شلمې کلیزې سره برابرېده. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو نېټه د اګست ۳۱ مې نېټې ته مخکې راوړل شوه. امریکايي ځواکونو او د هغو د نړیوالو متحدینو ځواکونو هغه مهال افغانستان پرېښود، چې طالبانو خپل د ۲۰۲۱ ز کال عملیات ترسره کول او د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۱۵ مه کابل سقوط وکړ. په هماغه ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني اړ شو، هېواد پرېږدي؛ طالبانو هم خپله بریا اعلان کړه او دغه جګړه پای ته ورسېده. د ۱۲۰۰۰۰ کسانو د ایستلو له پراخو عملیاتو وروسته، د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۳۰ مه ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې[سمول]

  1. Lozada, Carlos (November 3, 2017). "Where the alt-right wants to take America — with or without Trump". Washington Post. د اصلي آرشيف څخه پر November 4, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 3, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Holshue ML, DeBolt C, Lindquist S, Lofy KH, et al. (March 2020). "First Case of 2019 Novel Coronavirus in the United States". N. Engl. J. Med. 382 (10): 929–936. doi:10.1056/NEJMoa2001191. PMC 7092802. PMID 32004427. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. "Coronavirus disease 2019 (COVID-19) Situation Report – 89" (PDF). World Health Organization. April 18, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "US redeploys troops to Afghanistan US to remove 8,000 troops from Iraq and send 4,500 to Afghanistan, Bush announces". aljazeera.com. September 10, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په February 18, 2009 باندې). More Troops Headed to Afghanistan. washingtonpost.com.
  8. (په December 2, 2009 باندې). Obama Bets Big on Troop Surge Extra 30,000 U.S. Soldiers for 18 Months; Republicans Say Timetable Poses Risk. wsj.com
  9. North Atlantic Treaty Organization (February 13, 2010). "NEWS RELEASE ISAF Joint Command – Afghanistan Operation Moshtarak" (PDF). nato.int. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په February 13, 2013 باندې). Afghanistan offensive on Taliban in Helmand. bbc.co.uk
  11. Michael Hastings (June 22, 2010). "The Runaway General". rollingstone.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په June 23, 2010 باندې). Obama fires McChrystal, names Petraeus. reuters.com
  13. Feldman, Linda (June 23, 2010). "In replacing McChrystal with Gen. David Petraeus, Obama reasserts authority Facing a challenge to his leadership and to civilian control of the military, President Obama replaced Gen. Stanley McChrystal with Gen. David Petraeus as top commander in Afghanistan". csmonitor.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Phillips, Macon (May 2, 2011). "Osama Bin Laden Dead". whitehouse.gov – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په May 2, 2013 باندې). White House crowds celebrate Bin Laden's death – in pictures. guardian.co.uk
  16. Hasnain Kazim; Gerhard Spörl (May 10, 2012). "Jihad against America: Relations Remain Icy Between Pakistan and the US". Der Spiegel. spiegel.de. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Nick Patton Walsh (په November 27, 2011 باندې). Pakistan to review relations with U.S., NATO, ISAF in wake of attack. cnn.com
  18. (په May 14, 2011 باندې). Pakistan condemns Bin Laden raid and US drone attacks. bbc.co.uk
  19. (په June 23, 2011 باندې). Obama announces Afghanistan troop withdrawal plan. cnn.com
  20. (په December 22, 2011 باندې). 10,000 U.S. troops withdrawn from Afghanistan. cbsnews.com
  21. Riechmann, Deb (September 27, 2012). "Troops Pack Up Gear To Ship Out of Afghanistan". bigstory.ap.org. د اصلي آرشيف څخه پر July 18, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Defense Casualty Analysis System (June 29, 2013). "U.S. Military Casualties – Operation Enduring Freedom (OEF) Casualty Summary by Casualty Category". dmdc.osd.mil. د اصلي آرشيف څخه پر February 21, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Brown University Watson Institute for International Studies (جولای 2, 2013). "Afghan Civilians". costsofwar.org. د اصلي آرشيف څخه پر جون 16, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. Ahmad Seir, Rahim Faiez, Tameem Akhgar and Jon Gambrell contributed reporting, "Taliban sweep into Afghan capital after government collapses", The Washington Post, August 16, 2021
  27. (په August 30, 2021 باندې). The U.S. military finishes its evacuation, and an era ends in Afghanistan.. AP NEWS.