د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال سویلي عربستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې په سویلي عربستان یا د عربي ټاپووزمې په سویل (په عربي: جنوب الجزيرة العربية چې اوسنی یمن، عمان، جیزان، نجران، عسیر او نور پکې شاملېږي) کې پوځي عملیات د عدن د بندري ښار د کنترول په پار کوم چې له اسیا څخه د سویز کانال ته د بېړیو په تلونکې لاره باندې یو مهم تمځای و، یوه کوچینۍ لانجه وه. برتانوي سترواکۍ د ۱۹۱۴ز کال د نومبر په ۵مه نېټه د عثماني سترواکۍ پر وړاندې د جنګ اعلان وکړ، او عثماني خلافت د نومبر په ۱۱مه نېټه له خپل لوري د جنګ په اعلان سره ځواب ورکړ. له پیل څخه، عثمانیانو د سیمه ییزو عربي عشایرو په همکارۍ د برتانیې د عدن په قیمومیت یا تحت الحمایې باندې یرغل پلان کړی و. عثمانیان په یو څه قوت سره په شیخ سعید کې چې سرې بحیرې ته څېرمه د پېریم ټاپو لوري ته یوه ټاپووزمه ده، راټول شوي وو.[۱]

د جګړې په لومړیو کې برتانویانو د عدن په تحت الحمایې کې د عدن د کنډک په نامه یو ځواک درلود، کوم چې برتانوي هند د اردو برخه و. د ۱۹۱۴ز کال په نومبر کې، د عثمانیانو د یمن یو لښکر په عدن باندې یرغل وکړ، اما د نوموړي کنډک له لوري دفع کړای شو. که څه هم جګړې په رسمي توګه په سویلې عربستان کې د ۱۹۱۶ز کال له جون څخه وروسته ودرېدې، خو وروستي عثماني جنګیالي د ۱۹۱۹ز کال تر مارچ پورې تسلیم نشول.[۲]

د شیخ سعید نیول[سمول]

د برید-جنرال اچ. وي. کوکس سي بي (H. V. Cox, CB) تر مشرۍ لاندې د هندیانو ۲۹م نمبر کنډک ته وروسته امر وشو چې له هند څخه سویز ته خپل سمندري سفر وځنډوي، شیخ سعید ونیسي او هلته د عثمانیانو کارونه، وسلې او څاګانې ویجاړې کړي. د ۱۹۱۴ز کال د نومبر په ۱۰مه نېټه هغه ترانسپورتي بېړۍ چې د هندي کنډک درۍ ډلي پیاده پوځیان او ۲۳م نمبر سیکهـ مخ کښان (23rd Sikh Pioneers) یې لېږدول، د یادې ټاپووزمې ساحل ته راورسېدل. د د ادینبورګ د ډیوک اچ ام اس د کوچینۍ پوځي بېړۍ له خوا د هغوی ملګرتیا کېده، کومې چه هغه مهال په عثماني دفاعي لیکو باندې فیرونه پیل کړل کله چې ترانسپورتي بېړیو د لنګر اچولو لپاره د مناسبو ځایونو په لټولو بوخت وو. هغه نقطه چې لومړی ټاکل شوې وه، د هوا له لحاظه ناممکنه ثابته شوه او پوځیان مجبور شول چه د کوچینۍ جنګي بېړۍ د فیرونو تر سیوري لاندې یو څه لرې لنګر واچوي. هغوی د عثمانیانو سنګرونه په نښه کړل او هغوی یې د سنګرونو د وسلو پر خپل ځای پرېښودو سره په شا تګ ته اړ کړل. بېړۍ وانانو په جګړه کې له پوځیانو سره فعاله ونډه درلوده او د جنګي بېړیو یوې ویجاړوونکې ډلې هم د نومبر په ۱۱مه نېټه د عثمانیانو د سنګرونو په ویجاړولو کې مرسته وکړه.[۳]

برتانوي ځواکونه د خپلې یادې دندې په بشپړولو سره بیا په بېړیو کې سپاره شول او سویز کانال خوا ته وخوځېدل. په دې وخت کې مناسبه نه بلل کېده چې په دا مهال دې مملکت ته د ننه لښکر واستول شي. د دې په پایله کې عثمانیانو د عدن د قیمومیت په شمالي پوله کې یو شمېر ځواکونه وساتل.

عثمانیانو اووه میاشتې وروسته شیخ سعید ټاپووزمه بیا فتح کړه او له هغه ځایه یې هڅه وکړه چې د پېریم په شمالي ساحل کې لنګر واچوي. دغه حمله د یادې پېریم ټاپو د فرقي چې د ۲۳م نمبر سیکهـ مخکښان وو، په بریالېتوب سره په شا وتمبول شوه.[۳]

ځمکنۍ لښکر کشي[سمول]

د لحج جګړه[سمول]

د لحج سلطنت[سمول]

د ۱۹۱۵ز کال په جولای کې د عثمانیانو یو لښکر چې د شمالي یمن له لوري یې خوځښت پیل کړی و، د عدن د ساحلونو شا ته سیمو څخه تېر شو او د لحج لوري ته یې پرمختګ پیل کړ، کوم چې په هغه وخت کې په سویلي عربستان کې یو مهم ښار او د لحج (لحِج د عبدلي سلطنت پلازمېنه وه. یاد ښار چې په یو واحه یا شینلي کې موقعیت درلود او له دښتې څخه لرې د یوې حاصلخېزې ځمکې په واسطه چاپېره و، د عدن او برتانوي تاج او تخت د استعمار تر منځ د سوداګرۍ مرکز بلل کېده، او د سواحلو شا ته پرته ځمکه یې د شهزاده اړوند تحت الحمایه ولایتونه ګڼل کېدل. د هغو کلونو په بهیر کې چې په جګړه باندې متنهي شول، د برتانیې او لحج تر منځ اړیکې دوستانه وې، په داسې توګه چې برتانویانو اړوند ټولواک (سلطان) ته د هغه د یو شمېر داخلي سیمو د اشغال په جبران کې مالي مرسته ورکوله او له نوموړي او د هغه د بزګرو خلکو یې په دښته کې د نورو عشایرو پر وړاندې، چا چې پر دوی باندې په پرله پسې ډول حملې کولې، حمایت کاوه. یوه برتانوي تاریخ لیکونکي اف. اې مکېنزي، چې د جګړې پر مهال يې پروپاګند خپراوه د ټولواک په اړه داسې لیکلي دي:[۴]

سلطان زموږ تر حمایې لاندې ډېر نیکمرغه شوی و. د هغه ښار، د هغه له ماڼۍ سره، د دار له ستنو سره ـــ چې تر ډېره د دې پر ځای چې د کارولو لپاره وي د تزیین لپاره وې ـــ د هغه له خالص شرقي ژوند سره، د هغه له ښو اسونو سره، د هغه له کوچیني نمایشي لښکر سره، د هغه د اوښانو د دایمي تګ راتګ او کاروانونو سره داسې ښکارېدل لکه د عربو د ژوند د یو زر او یوې شپې د کیسو له مجموعې (Arabian Nights) څخه چې یوه رؤیا وي. کله چې جګړې زور واخیست، عبدلی سلطان ثابته کړه چې له برتانیې سره یې وفاداري رېښتینې وه. په داسې حال کې چې نورې قبیلې زموږ په مقابل کې راولاړې شوې هغه زموږ خوا ته راغی او زموږ د مرستې لپاره یې تیاری ونیو. هغه له برتانیې سره د خپلې ښکاره او نه شلېدونکې ملګرتیا له امله خپل ځان د [عثمانیانو] او نورو شاوخوا قبیلو د ځانګړې کرکې څخه برخمن ګرځولی و.[۵]

محاصره[سمول]

د لحج سلطان جنرال ډي.جي.ال. شاو (D. G. L. Shaw) ته لیک ولېږه چې په یاد لیک کې یې د عدن کنډک ته امر کړی و چې عثمانیان د ماویه سیمې له لوري په رامخته کېدو دي تر څو په هغه باندې حمله وکړي، او د مرستې غوښتنه یې وکړه. جنرال شاو د جګړن کولونیل جلالت مأب اې. پییرسن (H. E. A. Pearson) تر مشرۍ لاندې د عدن خوځند ستون ته امر وکړ چې لحج خوا ته حرکت وکړي. د عدن د اوښ سپاره عسکر هم د ساحې د ارزونې لپاره ووتل. هغوی د لحج څخه هاخوا د عثمانیانو یو لوی لښکر کشف کړ چې د عربي قبایلو د یو زیات شمېر وګړو له خوا یې ملاتړ کېده. د اوښ سپرو عسکرو د لحج خوا ته په شا تګ وکړ چې هلته د خوځند ستون د اضافي ساتونکو په واسطه تقویه شو، چې شمېر یې دوه سوه او پنځوس ټوپک لرونکي او دوه دانې لس ډزي ټوپک لرونکي وو. دغه اضافي ساتونکو ته تر ټولو ستونزمنو شرایطو لاندې حرکت پیل کړی و. د تودوخې درجه نهایت لوړه وه، د اوبو له لوړې پیمانې کمښت سره مخ وو، او په ریګي مسیر کې پرمختګ سخت و. د نوموړي ستون اصلي بدنه د ترانسپورتي ستونزو او د اوبو د کمښت له امله دومره ډېره وروسته پاتې شوې وه چې په ټوله کې لحج ته نشوی رسیدلی.[۶]

برتانویانو د سلطان په پلازمېنه کې ځانونه د څو زرو عثماني عسکرو او شلو (۲۰) ټوپک لرونکو پر وړاندې  وموندل. له دې څخه علاوه، په زرګونو عرب عشایر د عثمانیانو مرستې ته راټول شوي وو. د برتانویانو ملاتړ د سلطان د ځایي لښکر د یو څو سوو سیمه ییزو افرادو له خوا کېده. د عدن د کنډک عرب ملاتړ کوونکو هغوی په تر ټولو بحراني شېبو کې یواځې پرېښودل او خپل اوښان یې له ځانونو سره بېرته بوتلل. جګړه د جولای د څلورمې نېټې په ماښام کې پیل شوه. عثماني ځواکونو د برتانویانو په لیکو باندې څو حملې تر سره کړې، خو هره یوه یې په شا وتمبول شوه. که څه هم چې له جګړې وروسته د سلطنتي توپخانې هڅې د جنرال شاو له خوا وستایل شوې، د عثمانیانو زبرځواکې توپخانې د لحج په بېلابېلو برخو کې اورونه لګولوي وو، او برتانویان د عربي عشایرو د اس سپرو له خوا د ناڅاپي حملو او د هغوی په واسطه د خپلو لومړیو لیکو د ماتېدو له خطر سره مخ وو. سلطان له خپلو زیات شمېر کسانو سره ووژل شو. کله چې د عدن اصلي ستون هېڅ راونه رسېد، برتانویانو د جولای په ۵مه نېټه د خپلو دریو افسرانو د ټپي کېدو د تلفاتو په ورکولو سره د جګړې له میدانه وتښتېدل، اما په اصل کې اصلي تلفات د کسانو په پرتله د حیثیت او پرستېج له لحاظه وو چې ورواوښتل. [۷]

سرچينې[سمول]

  1. McKenzie, F. A. "The Defence of India". The Great War: The Standard History of the All-Europe Conflict. H. W. Wilson, ed. Vol. 7, chapt. 128. This text is now in the public domain.
  2. Richard J. Shuster, "Aden". The Encyclopedia of World War I: A Political, Social and Military History, Volume 1, Spencer C. Tucker, ed. (Santa Barbara: ABC-CLIO, 2005), p. 37.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ McKenzie, F. A. "The Defence of India". The Great War: The Standard History of the All-Europe Conflict. H. W. Wilson, ed. Vol. 7, chapt. 128. This text is now in the public domain.
  4. McKenzie, F. A. "The Defence of India". The Great War: The Standard History of the All-Europe Conflict. H. W. Wilson, ed. Vol. 7, chapt. 128. This text is now in the public domain.
  5. McKenzie, F. A. "The Defence of India". The Great War: The Standard History of the All-Europe Conflict. H. W. Wilson, ed. Vol. 7, chapt. 128. This text is now in the public domain.
  6. McKenzie, F. A. "The Defence of India". The Great War: The Standard History of the All-Europe Conflict. H. W. Wilson, ed. Vol. 7, chapt. 128. This text is now in the public domain.
  7. McKenzie, F. A. "The Defence of India". The Great War: The Standard History of the All-Europe Conflict. H. W. Wilson, ed. Vol. 7, chapt. 128. This text is now in the public domain.