د لندن پل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لندن پل
Wide bridge over water against a grey sky with tall buildings
Wide bridge over water against a grey sky with tall buildings
د لندن پل په 2017 کي
تېرېدونکې لارېFive lanes of the A3
پهRiver Thames
ځایمرکزي لندن
پاملرنهBridge House Estates,
City of London Corporation
بڼهPrestressed concrete box girder bridge
ټول اوږدوالی۲۶۹ م (۸۸۲٫۵ فوټه)
پراخوالی۳۲ م (۱۰۵٫۰ فوټه)
اوږده برخه۱۰۴ م (۳۴۱٫۲ فوټه)
Clearance below۸٫۹ م (۲۹٫۲ فوټه)
کارولو وخت
پرانېسته۱۶ مارچ ۱۹۷۳؛ Lua error in Module:Time_ago at line ۱۰۲: attempt to call local 'Date' (a nil value)٫ (۱۹۷۳-۰۳-16)
Preceded byCannon Street Railway Bridge
Followed byد ودانۍ پل
کوارديناتونه۵۱°۳۰′۲۹″ شمال ۰°۰۵′۱۶″ لویدیځ / 51.50806°شمال 0.08778°لويديځ / 51.50806; -0.08778

د لندن برج یا هم لندن پل د لندن یو تاریخي برج دی چي د رومن وخت راهیسي په مرکزي لندن کي د لندن ښار او ساوت وارک ترمنځ د تیمس پر سیند سربېره جوړ سوی دی. د پل اوسنی ډیزاین او سړک چي په 1973 کي د ترافیکو پرمخ پرانستل سو، د بکس ګیرډر پل دی چي له کانکریټ او فولادو څخه جوړ سوی دی. یاد ډیزاین په نولسمه پیړۍ کي د تیږو لرونکی پل ځای خپل کړ او په پایله کې یې د 600 کلن ډبریز پل د منځنی پیړۍ جوړښت ور واړاوه. د منځنیو پیړیو پل چي مخکي پردغه ځای باندي جوړ سوی وو د بنسټ ډبره یې لومړی د 50 AD په شاوخوا کې د لندن ( Londinium ) د روم بنسټ ایښودونکو لخوا کښېښودل سوه.

اوسنی پل د لندن د حوض په لویدیځ پای کي ولاړ دی او ۳۰ متر (۹۸ فوټه) د پخوانیو ترتیبونو او موقعیت څخه پورته جوړ سوی دی.

اوسنی پل د A3 سړک پخپل ځان کي رانغاړي، کوم چي د لوی لندن ادارې لخوا ساتل کیږي.