د غزنويانو ټولواکمني

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
Ghaznavid Empire at its greatest extent
Eastern Hemisphere, 1025ad.

غزنوي واكمني له ۹۷۶زېږيز كال څخه نيولې تر ۱۱۸۶ز پورې غزېږي. ددې واكمنۍ پلازمېنه د افغانستان د غزني ښار ؤ. ددې لړۍ نامتو واكمن سلطان محمود غزنوي ؤ، چې پر هندوستان يې ۱۷ ځلې بريد وكړ او په هرځلې بريالې راووت. د سومنات جګړه يې ډېره مشهوره ده، چې پدې جګړه كې يې د سومنات بت ونړاوه او ځان يېپه تاريخ كې د بت شكن په نامه ثبت كړ.

نيوليک

غزنوي واكمني

سبكتګين له ۲۰ كاله واكمنۍ څخه وروسته ومړ. لده څخه وروسته يې زوى محمود غزنوي د واكمنۍ پر ګدۍ كښېناست. محمود د سبكتګين كورنۍ له ټولو څخه نامتو واكمن ؤ. د اسلامي تاريخ له نامتو واكمنو څخه يو هم سلطان محمود دى، چې پر هندونستان يې ۱۷ ځلې بريد كړې، چې لدې امله د شهرت لوړو پوړيو ته ورسېد. محمود له كوشنيوالي څخه زړور ؤ، او له پلار سره په ډېرو جګړو كې ملګرې ؤ. واك ته له رسېدو سره سم يې د واكمنۍ په سمبالولو لګيا شو. لومړې يې داخلي اړودوړ كرار كړ، او بيا د واكمنۍ پراخولو پسې شو. شمال كې يې خوارزم او بخارا ونيوله، او د سمرقند د علاقې وړو، وړو واكمنو دده اطاعت ومانه. لومړې يې د بخار سمرقند، كاشغر چې د ايلك خاني واكمنو تر ولكې لاندې ؤ ترخپلې واكمنۍ لاندې راوستل، او خوارزم كې يو كوشنې خپلواكه واكمني چې د آل مامون په نامه چلېده هغه يې هم له منځه يوړه. سوېل كې يې د رې، اصفهان او همدان چې د بني بويه تر ولكې لانې ول، فتحه كړل. ختيځ كې يې تقريبا هغه ټولې سيمې ونيولې چې نن سبا د پاكستان په نامه يادېږي. محمود د عدل او انصاف او پوهې او ادب خوښوونكې ؤ. دده په پېر كې د وخت نامتو شاعران او اديبان لكه فردوسي او البېروني ژوند كاوه او دده په دربار كې اوسېدل.

زوال

د سلطان محمود زوى، سلطان مسعود په وروستي وخت كې د منځني اسيا سلجوقي تركانو د غزنوي واكمنۍ شمالي او لوېديځې برخې تر خپلې ولكې لاندې راوستې. نو پدې وخت كې يواځې د غزنوي واكمنۍ سره ختيځ افغانستان او د ننني پاكستان سيمې پاتې شوې.

بنسټ اېښودنه

كله چې د ساماني واكمني كمزورې شوه او واليانو يې د خپلواكۍ اعلان وكړ، نو لدې ډلې څخه يو هم سبكتګين (۳۶۶هـ تر ۳۸۷هـ) ؤ، چې نني افغانستان د پلازمېنې سوېل لورې ته د غزني ولايت په ۳۶۶هجري سپوږميز كال د يو خپلواك دولت په توګه اعلان كړ.

چې دا واكمني په تاريخ كې د غزنوي واكمنۍ او آل سبكتګين په نامه يادېږي. د خپلواكۍ په اعلان سره سم يې په خراسان سمدلاسه بريد وكړ او ترخپلې ولكې لاندې يې راوړ. د همدې سبكتګين په پېر كې د لومړي ځل لپاره د خېبر له درې څخه د لومړي ځل لپاره تېر او پېښور، لاهور او ملتان ښـارونه يې خپلې واكمنۍ لاندې راوستل. پېد وخت كې د لاهور واكمن يو هندو راجا جېپال ؤ. ددې راجا واكمني له لاهور څخه نيولې تر پېښور او كابل پورې غزېدلې وه. او د واكمنۍ بريدونه يې د سبكتګين له واكمنۍ سره نښتي ول. كله چې راجا جېپال د سبكتګين واكمني ځواكمن كېدو پر لور وليده، نو هوډ يې وكړ ترڅو غزني تر خپلې ولكې لاندې راولي. نو په همدې هيله د يوه غټ پوځ سره مخ په غزني را هۍ شو، او بريد يې پېل كړ. مګر پدې جګړه كې د سبكتګين له لاسه يې سخته ماتې وخوړه، او جېپال يې ژوندې ونيوه. جېپال د سبكتګين اطاعت ومانه او ځان يې پدې بانه وژغوره چې كلنۍ خراج به د غزني واكمن ته رالېږي. نو پدې هيله بېرته لاهور ته راپرېښودې شو. كله چې جېپال ورسېد نو له وعدې څخه يې سرغړونه وكړه او د خراج له وركول يې له وعدې سره سم ونه كړل. نو لدې وجې سبكتګين د بريد تكل وكړ او پېښور يې خپلې ولكې لاندې راووست. محمود غزنوی تفصیلی مضمون لپاره محمود غزنوی

سلطان ابراهیم

د غزنوي واكمنو لهډلې څخه سلطان ابراهيم (451ـهـ تر 492ـهـ) هم د يادولو وړ دى. ده په خپله ۴۰ كلنه واكمنۍ كې غزنوي واكمني ښه ټينګه كړه. له سلجوقيانو سره يې ښې اړيكې ټينګې كړې، او هندوستان يې تر خپلې پوره پوره ترخپلې ولكې لاندې راوست. دده په پېر كې هندوانو غوښتل چې مسلمانان له پنجاب څخه وشړي، مګر پدې كار كې بريالي نشول. ابراهيم تر ډلي پورې سيمې په غزنوي واكمنۍ كې ورګډې كړې، او د بنارس ښار هم ونيوه. ابراهيم يو ديندار او ولس خوښې واكمن ؤ، د شپې به د غزني په كوڅو ګرځېده او اړو او بې وزله خلكو سره به يې مرسته كوله. دې ډېر ښه خط ليكونكې ؤ، په كال كې به يې يو ځل ټول قرآن كريم په خپل خط ليكه،يو كال به يې مكې معظمې ته ليږه، او بل كال به يې مدينې منورې ته ليږه.

ده له ودانيو سره زياته مينه لرله. داسې ودانۍ به يې خوښولې چې عامه خلكو ته ترې ګټه ورسي. په خپله واكمنۍ كې يې ۴۰۰ داسې ودانۍ د مدرسو، خانقاګانو، مساپرخانو او جوماتونو لپاره جوړې كړې. د غزني په شاهي ودانۍ كې يې داسې يوه درملتون جوړ كړ چې عوامو ته به په وړيا توګه درمل وركول كېده. پدې درملتون كې د سترګو د ناروغيو ډېره ښه درملنه كېده، او ډېرې ښـې دوايانې پكې ميندل كېدې.

پاى

۵۴۵هجري سپوږميز چې له ۱۱۵۰زېږيز كال سره سمون خوري د غور يو واكمن چې علاؤ الدين غوري نومېده ولكه ټينګه كړه او غزني يې د ۷ شپو او ۷ ورځو لپاره وسوزاوه. د نړۍ دا ښار چې په تاريخ كې د (عروس البلاد) په نامه ياديده لولپه او خاورې ايرې شو. علاؤ الدين ددې ناوړه عمل له امله په تاريخ كې د جهانسوز په نامه يادېږي. لدې څخه وروسته د غزنوي دوه وروستيو واكمنو پلازمېنه له غزني څخه لاهور ته راغله، چې دا واكمني هم په ۵۸۲هـ سپوږميز كال د سلطان شهاب الدين غوري په لاس ړنګه او د پاى ټكې وركېښود.

اهمیت

غزنوي وكمنو تقريبا ۲۰۰ كاله په هندي نيمې وچې واكمني وكړه، دوي هغه خلك ول چې هند نيمې وچې خلكو ته يې د ژوند كولو لارې چارې وروښودلې. دوي يې مهذب كړل، او د اسلامي تهذيب بېخونه پدې وچه كې كلك او ټينګ كړل، او د لاهور ښار يې د لومړي ځل لپاره د پوهې او ادب مركز جوړ كړ. د علم او ادب سرپرستي غزنوي واكمنان د علم او ادب ډېر زيات خوښوونكي ول، په ځانګړي ډول سلطان محمود غزنوي د پېر فردوسي او البېروني كارنامې نن هم نړۍ د يادولو وړ بولي.

د فردوسي شاهنامه د پاړسي شاعرۍ يوه غټه نمونه ده. البېروني د خپل پېر له ټولو څه لوى څېړونكې او ساېنسپوه ؤ، هغه په ریاضی، علم هیئت، تاریخ او جغرافیه كې داسې ګټور كتابونه ليكلي چې تر نن ورځې پورې لوستل كېږي او د اعتبار وړ دي. غزنوي واكمنۍ كې لاهور د لومړي ځل لپاره د پوهې او ادب مركز په څېر راوټوكېده. پدې پېر كې د پاړسي ژبې نامتو شاعران لاهور ته راغلل، چې لدې ډلې څخه مسعود سعد سلمان او روفي د يادولو وړ دي. د ادواړه شاعران د سلطان ابراهيم او له څخه وروسته واكمنو په پېر كې اوسېدل. دلاهور په پوهانو كې چې د غزنوي واكمنو سره دې ښار ته راغلي ول، د علي بن عثمان هجوېري (400ـهـ تر 465ـهـ) ديادولو وړ دى. دى يو لوى ولي ؤ، دده له وجې په لاهور كې اسلام خپور شو او زياتره هندوانو اسلام ومانه. هجوېري نن سبا د داتا ګنج بخش په نامه سره يادېږي. ده ۴۰ كاله د اسلامي نړۍ سفرونه وكړل او په اخره كې د لاهور ښار ته راغې. دده مقبره د لاهور ښار په مركز كې ده. هجوېري د ”کشف المحجوب“ په نامه كتاب په پاړسي ژبه كښلې چې د تصوف په پوهه كې لومړنۍ پاړسي كتاب ګڼل كېږي. دا كتاب يې د لاهور په ښار كې كښلې دى. د غزنوي پېر دوه سترې سټې ابو سعید ابوالخیر (357ـهـ تر 440ـهـ) او سنائی (465ـهـ تر 545ـهـ) دي. ابو سعيد ابو الخير د خپل پېر لوى صوفي او ولي ؤ. دده دشهرت وجه دده پاړسي څلوريزې دي، ځكه دې د پاړسي ژبې لومړنې لوى څلوريزې ويوونكې شاعر دى. دده د څلوريزو موضوع له څښتن تعالى سره مينه، اخلاقي ښوونه او داسې نورې موضوعګانې دي.

سنايي د غزنوي پېر د وروستيو شاعرانو څخه يو ستر شاعر دى، چې د پاړسي ژبې صوفيانه شاعرۍ بنسټ اېښودونكو څخه دى. دده كلام د سوز او ګداز او اخلاقي ښوونې څخه ډګ دى. د سنايي پلرنې ښار د غزني ښار دى، نن سبا دده مزار د غزني په ولايت كې دى. د عربي ژبې نامتو اديب بدیع الزماں همدانی (مړ 1007ء ) هم پدې پېر كې ژوند كاوه. هغه د هرات اوسېدونكې ؤ. دده د ”مقامات“ كتاب د عربي ژبې د ادب لوړه نمونه پېژندل كېږي.

غزنوي ټبر

  • آلپتګين (963-977)
  • سبکتګين, (ابو منصور) (977-997)
  • اسماعيل (997-998)
  • محمود (يمين الدوله) (998-1030)
  • محمد (جلال الدوله) (1030-1031)
  • مسعود اول (شهاب الدوله) (1031–1041)
  • محمد (جلال الدوله (دوهم ځل) (1041)
  • مودود (شهاب الدوله) (1041-1050)
  • مسعود دويم (1050)
  • علي (بهاالدوله) (1050)
  • عبدالرشید (عزةالدوله) (1053)
  • توغرل (Tughril) (قوام الدوله) (1053)
  • فرخ زاد (جمال الدوله) (1053-1059)
  • ابراهيم (ظاهر الدوله) (1059-1099)
  • مسعود درېم (اعلی الدوله) (1099-1115)
  • شېرزاد (کمال الدوله) (1115)
  • ارسلان شاه (سلطان الدوله) (1115-1118)
  • بهرام شاه (يمين الدوله) (1118-1152)
  • خسرو شاه (معزالدوله) (1152-1160)
  • خسرو ملک (تاج الدوله) (1160-1187)

اهمې نېټې




دا هم وګورۍ