د سولگر ډولونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کولای شو چې سولگرونه د ځينو ټکو له په پام کې نيولو سره په ډولونو وويشو.د معلوماتو د پراسس له مخې کمپيوټرونه په لاندې دريو ټولگيو ويشل شوي دي.

گڼيالي کمپيوټرونه

دا هغه کمپيوټرونه دي چې دتورو او اعدادو په مټ کار کوي او په ټوليزه توگه د گټې اخيستو وړ دي.په دې ډول کمپيوټرونو کې بايد ټول کميتونه د (Digit)په توگه څرگند شي.کمپيوټر ته لمړني ورکړل شوي معلومات د تورو اعدادو او نښو څخه تشکېل شوي او هغه پايله چې د کمپيوټر په مټ ښودل کېږي هغه هم د تورو او اعدادو په بڼه وي او له همدې ډول کمپيوټرونو څخه ډيره گټه اخيستل کېږي. د رقمي کمپيوټرونو پايله د قياسي کمپيوټرونو په پرتله دډېر دقت لرونکې وي.

قياسي کمپيوټرونه(Analog Computers)

دا هغه کمپيوټرونه دي چې دنښو (Signal)په واسطه کار کوي.دا کمپيوټرونه د رقمي کمپيوټرونو بر خلاف توري او اعداد نه پيژني مگر په يوه ټاکلي دقت سره کميتونه اندازه کوي.ددې ډول کمپيوټرو استعمال محدود دی او په ځانگړو برخو کې لکه د بريښنا د ولتاژ اندازه کول،چټکتيا،تودوالي،لوړوالي،د تيلو حرکت،د زاويو دوران ،د انرژۍ د سرچېنو موندل او په نورو ځانگړو برخو کې ترې گټه اخيستل کېږي.له شک پرته دا کمپيوټرونه ډيرې مهمې چارې سرته رسوي مگر گټه اخيستل ترې محدود دي.څنگه چې داډول کمپيوټرونه د مقاديرو پرتله او اندازه کول په عين عمليه کې سرته رسوي نو دهمدې لپاره ساتنځي ته اړتيا نه لري. ددي ډول کمپيوټرونو چټکتيا د رقمي کمپيوټرونو په پرتله ډيره خو ځيرتيا يې نسبتا لږ ده.

ترکېبي کمپيوټرونه(Hybrid Computers)

دا ډول کمپيوټرونه د دوو پورته ياد شوو ډولونو د ځانگړتياؤ لرونکې دي له همدې کبله د هايبريد يا ترکېبي کمپيوټرونو په نامه ياديږي.داډول کمپيوټرونه کولای شي چې رقمي او يا قياسي لومړني معلومات ومني.چټکتيا يې د قياسي او ځيرتيا يې د رقمي کمپيوټرونو په څير دي. په ډيرو ځانگړو برخو لکه د هوايې دفاع سيستم،د طبي لابراتوارونو وسايلو اوپه داسې نورو برخو کې چې هلته د لومړنيو معلوماتو د دواړو ډولونو اندازه کول اړين وي د گټې وړ گرځي.کمپيوټرونه د چارو دسرته رسولو د چټکتيا او قدرت له مخې په لاندې څلورو ډولونو ويشل شوي دي:

لوی کمپيوټرونه(Super Computers)

له چټکو کمپيوټرونه څخه دي چې په يوه ثانيه کې د ميلونونو چارو په سرته رسولو لاس بري دي.په پوهنيزو، څيړنيزو او نظامي پروژو کې د گټې اخيستو وړ دي.دې ډول کمپيوټرونو د کمپيوټر په صنعت کې د لويو هيوادونو دسيالۍ لپاره شونتياوې منځ ته راوړې. ددې کمپيوټرونو قيمت ډير د قوي او يا له يوه څخه د زياتو پراسسورونو لرونکی وي.

Mainframe کمپيوټرونه

دا کمپيوټرونه اصلاً په کمپيوټري شبکو کې د گټې اخيستو وړ گرځي.په دې سيستم کې د Timesharingپه نامه د يوه تخنيک په مټ کېدای شي چې څو کارنه (Users)له کمپيوټر سره د ليکمن او يا مانيتور له لارې په يوه وخت کې وصل شي.له دې ډول کمپيوټرونو څخه لوی شرکتونه او دولتي يا غير دولتي ادارې کار اخلي.ددې ډول کمپيوټرونو قيمت ډير او په لږ وخت کې دDataد لويو کمياتو په پروسس کولو لاس بری دی.

کوچني کمپيوټرونه(Mini Computers)

د معلوماتو د ساتلو د وړتيا او چټکتيا په برخو کې له Mainکمپيوټرونو وروسته دا قوي کمپيوټرونه دي چې نسبتاً د کوچنيو شرکتونو لخوا ترې گټه اخيستل کېږي.د چارو په سرته رسولو کې د قدرت او چټکتيا له په پام کې نيولو سره په منځني حد کې ځای لري.

مايکرو کمپيوټرونه(Micro Computers)

دا کمپيوټرونه چې د ځاني کمپيوټرونو په نامه هم ياديږي د معمولي دود وړ کمپيوټرونوله ډول څخه دي.په ټوليزه توگه کېدای شي چې دا ډول کمپيوټرونه په دوو لاندې بڼو وموندل شي. الف :د ميز دسر کمپيوټرونه(Desktop Computers): دا ډول کمپيوټرونه د ميز په سر ايښودل کېږي او د لاندې بيلا بيلو برخو لرونکي دي: دسيستم برخه(System Unit):پراسسور،ساتنځی ،اصلي دړه،درايوونه،پورټونه او د کمپيوټر نورې پرزې د سيستم په برخه کې ځای په ځای شوي دي. د ښودنې پاڼه(Monitor) ليکمن(Keyboard) موږک(Mouse) ب:د ليږدولو وړ کمپيوټرونه(Portable Computers): دا ډول کمپيوټرونه د کوچني حجم لرونکي دي او ديوه لاسي بکس په څير او حتي له هغه څخه هم اسانه کېدای شي چه په جيب کې يوړل شي.د پلن سکرين (Flat Screen)لرونکي دي او دبطرۍ په مرسته انرژي اخلي.

ددې ډول کمپيوټرونو مشهورې بيلگې دادي

Laptop کمپيوټرونه

د يوه لاسي بکس په څير کوچني کمپيوټرونه دي چې تاسو کولای شۍ د گونډو د پاسه کېږدۍ او کار پرې وکړۍ.له همدې امله د Laptopپه نامه ياديږي.داډول کمپيوټرونه له يوې بطرۍ څخه گټه اخلي چې د بريښنا له تللو وروسته بيا هم تر يوه مهاله کار کوي.

لاسي کمپيوټرونه(Handheld Computers)

کوچني کمپيوټرونه دي چې کولای شو د يوه لاس پواسطه هغه ونيسو او په بل لاس پرې کار وکړو له جيب څخه د هغه په وړلواو راوړلو کې گټه اخيستي شو.د کليزې،ديادښت کتابچه ،اطلاعاتي بانگ،اود حساب د ماشين په توگه د چارو د سرته رسولو لپاره او همداسې په نورو برخو کې کولای شو چې ترې گټه واخلو.دا ډول کمپيوټرونه د ښودنې له کوچنۍ پاڼې او کوچني ليکمن څخه گټه اخلي.ډير له دې ډول کمپيوټرونو څخه د ليکمن او موږک په ځاي له يوه قلم او اشاره کوونکې دستگاه څخه کار اخلي.پروگرامونه يې معمولاُ په ROMکې ساتل شوي وي.دPalmtop او PDA(Personal Digital Assistant) په نامه هم ياديږي.

يادونه

لکه څرنگه چې هر کمپيوټر کېدای شي له يوه ځاي څخه بل ځاي ته وليږدول شي،له همدې امله ددې ډول کمپيوټرونو لپاره د ليږدولو وړ اصطلاح نسبي ده.