د سوالبرد د تخم نړيواله زېرمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سوالبرد د تخم نړيواله زېرمه
Svalbard globale frøhvelv
د سوالبرد د تخم نړيواله زېرمه
د سوالبرد د تخم نړيواله زېرمه

د سوالبرد د تخم نړيواله زېرمه
د سوالبرد د تخم نړيواله زېرمه

کورډيناټ ۷۸°۱۴′۰۹″شمال ۱۵°۲۹′۲۹″ختیځ / 78.235866666667°شمال 15.491372222222°ختيځ / 78.235866666667; 15.491372222222   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عمومي معلومات
حالت بشپړ
د ودانۍ ډول د تخم بانک
ځای سپيتسبرګین
سيمه یا ښار لانګیربین
هيواد ناروې
مساحت 1000 متره مربع [۳]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ ايښودنه ۱۹ جون ۲۰۰۶[۴]  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د بنسټ ایښودلو تاریخ ١٩ جون ٢٠٠۶[۱]
د خلاصیدو نیټه ٢۶ فبروري ٢٠٠٨[۲]
بيه ۴۵ ميليونه نارویجن کرون (٩ ميليونه امريکايي ډالره)
د پوړ مساحت ۱٬۰۰۰~ متره مربع (۱۱٬۰۰۰~ مربع فوټه)
جایزې Norwegian Lighting Prize for 2009
No.6 TIME's Best Inventions of 2008
Map

د سوالبرد د تخم نړيواله زېرمه د ناروې هيواد په سوالبرد ايالت کې وجود لري. دلته د نړۍ د تخمونو ٩ للکه ٣٠ زره ډولونه په يوه غره کې وجود لري، په دې غره کې دننه د تخمونو لپاره د ناروې د حکومت لخوا غټ (تونل) جوړ سو، او دا تونل بلکل د يوه داسې سړې خوني په شان دی. که په نړۍ کې دريمه يا څلورمه نړیواله جګړه او يا کومه ډارونکی پېښه رامنځته سي، نو تر دې وروسته به د پاتو لږو کسانو لپاره د اټومي وسلو له لاسه هيڅ ډول بوټي يا نباتات نه وي ورپاته. په داسې وختونو کې، به دا خوندي سوي تخمونه د نړۍ د خوراکي توکو په بشپړولو کې مرسته وکړي. په عامه رسنۍ کې دې ته Doomsday Vault ويل کېږي.

د Svalbard Global Seed Vault د شمالي قطب څخه يواځې د ١٣٠٠ کلوميټر یعنې ٨١٠ میلو په واټن کې موقعیت لري. دا ډیر سوړ ځای دی او د زلزلې امکان تر ډېره حده نسته. د سمندر د سطحې څخه د دې تونل لوړوالی ۴۳۰ فوټه دی او ورسره د هر ډول سیلاب خطر څخه هم خوندي وي. تخم په منفي ١٨ درجې په سیلسیس کې ساتل سوې ده. حتی که چیرې د ریفریجریشن سیسټم په لنډمهاله توګه کار پرې هم ږد، د شاوخوا سيمې د تودوخې درجه د شاوخوا واوري له امله ډیر نه لوړیږي.
دا ځای یو ډیر سخت امنیتي سیسټم لري.
که څه هم په نړۍ کې د تخم ډیري زېرمې (seed banks) شتون لري، مګر هغه زېرمې و اټومي جګړې ته د ټينګېدو توان نلري. مخالفين بيا وايي چې دا د زهرجنو تخمونو زېرمه ده، او د جنیټیک انجینرۍ په مرسته رامینځته سوي ده، ددې امکان هم سته چې د بیولوژیکي وسلو په توګه کارول کیدی سي. [۵]

دا هم وګورئ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. http://architectuul.com/architecture/svalbard-global-seed-vault
  2. http://news.bbc.co.uk/1/hi/sci/tech/5094450.stm
  3. The Geopolitics Of Biological Weapons, Part 3: Population Control & The Doomsday Vault