د ساو ادبي تذکره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تذکره عربي کلمه ده چې لغوي معنا یې فرهنګونو، ذکر، بیان، يادښت، يادونه، او دپيژندنې پاڼې ښودلی او په اصطلاح کې تذکره هغه اثرته ویل کيږي چې پکې د پوهانو، عارفانو، دیني او ملي مشاهرو او نورو نومیالیو شخصیتونو، داحوالو، ژوند پېښو او آثارو پېژندنه کیږي.په ادبي او فرهنګي مطالعاتو کې ادبي تذکره هغه اثر ته ویل کيږي چې د شاعرانو او لیکوالانو ژوند پېښې او آثار پکې معرفي شوي وياو ضمناً پکې د هغوی د منظومو او منثورو لیکنو بېلګې خوندي شوي وي.

ادبي تذکره د هغې ژبې ادبیاتو اود هغې ژبې ویوونکو راتلونکي نسل لپاره د یو تاریخي ماخذ حیثیت لري. لکه د پښتو ادب لپاره د سلیمان ماکو لیکل شوي تذکره چې تذکرة الاولیا نومیږي او د ۶۱۲ هجري قمري څخه وروسته لیکل شوي او د دري ادب لپاره لومړنۍ منظمه تذکره د دولت شاه سمرقندي تذکرةالشعرا ترې یادولای شو.

همدې پورته ځرګندونو ته په پاملرنه ادبي تذکرې د یوې ژبې د ادب ځلنده ،او ژوندۍ ساتلو لپاره یوه غوره معلوماتي مرجع او سرچینه ده.

نو همدا علت دی چې ما(دساو ادبي تذکرې لیکوال ذاکرالله مسلم ) هم د ساو ادبي ستورو پېژندنې تر سرلیک لاندې د ساو شاعرانو، لیکوالانو یوه ادبي تذکره او شعرونو غورچاڼ برابر کړو.

دا په دې چې د ساو خلک له پیړیو راهیسې په افغانستان او پښتونخوا کې اوسي، خو تر اتلسمه (۱۸) ميلادي پیړۍ پورې هيچا د ساوجیانو اود هغوي د ژبې په اړه کومه  څیړنه څه چې ددغه قوم یادونه یې په تاریخونو او ژبپوهنیزو آثارو کې نه ده کړی.

لومړي ځل لپاره په نولسمه (۱۹) پېړۍ کې یو بهرني لیکوال مورګن ستېرن   یوازې دومره وکولی شوو چې ددغه ژیې په اړه خپلو اثارو کې یو څه ولیکي.

الماني لیکوال پروفیسورجیورج بدروس دویم بهرنی لیکوال دی چې له ۱۳۵۵ هجري لمریز کال راهیسې څو کاله په ساوي ژبه کار کړیدی. نوموړي په ۱۳۶۷ هجري لمریز کال یې یو کتاب د (ساوي ژبه په ختیځ افغانستان کې ) په نوم ولیکه.په همدې ترتیب یو شمیر نورو بهرنیو لیکوالانو هم په دغه ژبه کې کار کړیدی.

خو په هیواد کې لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۵ هجري لمریز کال اکاډمېسين علامه عبدالشکور رشاد کار شروع کړ او ساو کلي ته یې څو ورځني سفر په طرز کې یو یاداښت ولیکه، چې دغه یادښت یې په  ۱۳۸۹ هجري لمریز کال په کندهار کې د رشاد اکاډمۍ لخوا د جغرافیایي ياداښتونه تر عنوان لاندې د محمد معصوم هوتک په زیار چاپ شوي کتاب کې چاپ شو.

همداشان غالبً په ۱۳۵۵ هجري لمریز کال رشاد صاحب د دوست محمد نادر د مونوګراف، چې همدې ژبې او ویونکو ته ځانګړی شوی لارښود استاد هم وو.

که څه هم له نیمې پیړۍ راهیسې  پر  ساو ، ساوي ژبه او ویونکو لسګونه مونوګرافونه ،پروژې او تیزیسونه لیکل کیږي .خو تر ټول ستر کار چې د خلکو او د هیواد لیکولان  پاملرنه یې دغه ژبې او ویونکو ته واړوله، هغه د ساوي ژبې د لیک دود بنسټګر ګلاب شاه  مسلم

د انځوریز قاموس،د ګرافیمونو(تورو پېژندنه) او د حکایتونو ټولګه وه چې دغه ژبې په ادبیاتو کې یې انقلاب رامنځته کړ.

  همدغه انقلاب برکت دی چې نن تاسې د «ساو ادبي ستوري» ادبي تذکره په خپلو لاسونو کې وینئ.

د ساو ادبي ستوري کتاب لیکل مې له کلونو راهیسې  په زړه دا یو ارمان او هیله وه، چې الله ج دې ماته دا توفیق یوه موقع راکړي چې زه مې د خپل کلي او ژبې هغه پټ لالونه ادبی نړۍ، په تیره بیا د ساو نوي نسل ته ور وپیژنم. دادې نن مې همدا هیله او ارمان ستر څښتن تعالی پوره کړ.

دغه کتاب د ساوي ژبې په ادبیاتو کې یو مهمه اړتیا وه، دا ځکه چې دا به په دغه ژبه کې لومړی کتاب وي چې د هیواد او نړۍ لیکوالان او ادبی څیړونکي  به په دې قانع کړي چې ساوي ژبه له یوې داسې تاریخي دورې نه هم تیره شوي چې لسګونه شاعران، عارفان او علماء  یې د کتابونو حافظې ته نه دې رسیدلي او آثار یې هغه مهال ورک او هیر شوي نو پکار دی چې اوس یې باید په اړه یې څیړنې وشي.

دغه کتاب چې تقریبا څه باندې سل کاله مخکینۍ زمانې ساوي شاعران هم راپېژني، همدا اصل کې د ساو او ویونکو لپاره یو تاریخي ماخذ دی.

ددغه کتاب په منځپانګه کې به داسې شعرونه وګورۍ چې ویونکی یې تر یوې  پیړۍ اویا هم تر لسګونو کاله پخوا وفات شوی، خو اشعار یې تر موږه د نسلي سلسلې په خوله رارسیدلي .

د ساو شاعران کتاب لپاره مې هڅه کړي چې په سوونه کیلومتره مزل وکړم او دد لسګونوسپین ږیرو،  مشرانو ، سپین سرو میرمنو او ځوانانو ، سره په تکراري ډول مرکې وکړم، تر څو د یو شاعر شعر ښه وپیژنم او بیا په دې کتاب کې ځای پر ځای کړم، دا ځکه چې پخوا د ساو خلکو د زده کړو کمښت سره سره د نورو ژبو د اغیزې له امله ساوي شعر ته دومره پاملرنه نه کوله همدا علت وو چې ساوي شعر ورک او یو څه یې د خلکو په خوله پاتي شو.

داسې ډیر شعرونه هم وو چې پنځوس شپیته کاله مخکې لیکل شوي وو،کله چې د یادو اشعارو او شاعرانو په اړه یې له اړوندو کورنیو څخه وپوښتل هغوي راته په ځواب کې وویل : هو شعرونه یې وو، خو د هجرت او مهاجرت له امله اوس نشته او د شورویانو پر ضد جګړه کې له منځه تللي او یو څه یې د مشرانو په خوله پاتي وو، چې ما تر خپله وسه راټول او دادی هغو ته مې لیکلي بڼه ورکړه.

په دغه مشرانو شاعرانو کې ملا سعید الله چې تقریبا یوه پیړۍ مخکې یې ژوند کاو، د ساوي ژبې یو منل شوي شاعر و، مګر د هغه یوازې یو څو بیتونه د خلکو په خوله وو .

ما هڅه وکړه چې د هغه له کورنۍ او اولادونو څخه پوره معلومات تر لاسه کړم، خو بریالې نه شووم بیا مې د ملا سعیدالله له اولادونو د هغه له یو لمسی چې جلال الدین نومیده، زده کړې یې هم لرلې او په کوزه پښتونخوا کې اوسیده.هغه ته مراجعه وکړه چې هغه راته یوازې اوه (۷) کرښې شعرونه راکړل او له ځان سره مې ياداښت کړل.

دویم استاذ حبیب الرحمن  غریب یار دی چې د ساو یو له مشهورو شاعرانو په قطار کې راځي، نوموړي له ۱۳۴۶ هجري لمریز کال راهیسې چې هغه وخت څوارلس کلن وو په شعر لیکلو پیل کړی، لسګونه شعرونه یې لیکلي، خو بدبختانه په مهاجرتونو او کډوالۍ کې دده د شعرونو دوه ټولګې ورکې شوي دی.

چې ددغه اثارو څخه یوازې دغه څو بیتونه د خلکو په خوله راپاتي دي :

تو نه کرې مستي

هم ميسي کری دوستي

یا دا شعر چې د یوې هندې سندرې په طرز یې هغه وخت جوړ کړی و:

کری کری کری تو میسي کری وفا

نه بجې تو میدیو مې ګرانې لیلا

په بل ځای کې د سونګ غازي د بهادرۍ په اړه لیکي:

مې واقعاتو اصلي بنسټ تونکې پشونا

تاُریخوبې لیکانه تونو وطناُ احواُل

د يادونې وړ ده چې ماته وروسته په پلټنو کې د هغه د تیرو دیرشوو کلونو ځینې شعرونه په لاس راغلي، چې نږدې راتلونکي کې به انشاءالله د یو کتاب په شکل چاپ شي.

استاذ فضل الرحمن ساویز بیا یو بل ساوي او پښتو ژبې شاعر دی چې د ۱۳۸۲ هجري لمریز کال راهیسې شعر لیکي او په همدې ترتیب ډیر نور شاعران دي چې په دغه کتاب کې به یې تاسې وپیژنئ.

د ساوي ادبي تذکرو په اړه زما دا هڅه ماته ډیره وړه او کمه ښکاري او کیدای شي ځینې نيمګړتیاوي هم ولري نو له تاسې محترمو لوستونکو څخه هیله کووم چې ددغو نیمګړتیاوو په له منځه وړلو کې راسره مرستندويه شئ.

بله مهمه دا چې ما  ددوي او ځینو راویانو په حواله د دوي شعرونه راټول کړي دا چې  شعرونه یې په کوم سبک پورې اړه لري، دا به را روان ادب څیړونکي روښانه کړي .

د نورو مالوماتو لپاره له موږ سره په اړيکه کې شئ: 0093781555484

انجینر ذاکرالله مسلم، کونړ افغانستان

موبایل شمیرې:

0093777269364

0093702369364

zakirmuslim2018@gmail.com