د روم د سپېڅلۍ سترواکۍ انحلال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روم سپېڅلې سترواکي په عملي بڼه د ۱۸۰۶ زکال د اګست په ۶مه منحل شوه، هغه مهال چې د هابسبورګ – لورن کورنۍ ته اړوند د روم وروستي سترواک دویم فرانسېس له ځانه خپل القاب لرې او همدارنګه یې ټول ایالتونه او مامورین سترواکۍ ته له ژمنتیا آزاد اعلان کړل. له منځنیو پېړیو را وروسته د روم سپېڅلې سترواکي د لویدیځو اروپایانو له خوا د لرغوني روم د سترواکۍ د مشروع دوام ورکوونکې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه ځکه چې سترواکان یې د پاپ له خوا د روم د سترواکانو په توګه ټاکل کېدل. د دغه رومي میراث پر بنسټ د سپېڅلي روم سترواکانو ادعا کوله چې دوی د ټولې نړۍ پاچایان دي او په قضایي حوزه کې یې له ټولې عیسوي اروپا سربېره ګڼ شمېر نورې برخې هم شاملېږي. د روم د سپېڅلې سترواکۍ د زوال بهیر یو اوږد مهاله بهیر و چې کلونه وخت یې ونیو. د ۱۶مې او ۱۷مې پېړۍ پر مهال د یوه قلمرو واقعي حاکم ته د هغو د صلاحیت د اړوندتیا په نظریې سره معاصر ډول ته د ورته حاکمیت لرونکو دولتونو رامنځته کېدو د روم د سپېڅلې سترواکۍ د نړیوال توب ماهیت له ګواښ سره مخ کړ.

د روم سپېڅلې سترواکي تر اتلسمې پېړۍ پورې په پراخه کچه د امپراتورۍ دننه او بهر د هغو د معاصرینو له خوا د یوه «نامنظم» او «ناروغ» سلطنت په توګه ګڼل شوې چې د حکومتولۍ «غیر معمول» ډول یې درلود. دغې سترواکۍ ثابت مرکزي پوځ او یا هم مرکزي خزانه نه لرله؛ همدارنګه پاچاهان یې د وراثت پر ځای په انتخابي بڼه ټاکل کېدل، خو نه یې شو کولای په اغېزمنه بڼه مرکزي کنټرول رامنځته کړي. آن هغه مهال ډېری معاصرین یې په دې باور و چې دغه سترواکي کېدای شي بېرته را ژوندۍ او یا هم معاصره شي. بالاخره د روم د سپېڅلې سترواکۍ وروستی زوال د فرانسې په انقلابې جګړه او ناپلیوني جګړو کې د ښکېل کېدو پر مهال او له هغه وروسته پیل شو.

په داسې حال کې چې دغې سترواکۍ په پیل کې له ځانه په سمه توګه دفاع وکړه، خو بیا هم د فرانسې او ناپلیون ترمنځ جګړه ورته فاجعه جوړونکې وه. په ۱۸۰۴ زکال کې ناپلیون ځان د فرانسې سترواک اعلان کړ او دویم فرانسېس د هغو په غبرګون کې ځان د روم د سترواک توب سربېره د اتریش سترواک هم اعلان کړ؛ دغې چارې له یوه اړخه د فرانسې او اتریش د برابروالي او ورته مهال له دواړو څخه یې د روم د سترواکۍ د مخکښتوب څرګندويي کوله. د ۱۸۰۵ زکال په ډسمبر میاشت کې د استرلیتز جګړې په ترڅ کې د اتریش له ماتې وروسته او همدارنګه د ۱۸۰۶ زکال په جولای میاشت کې د فرانسې د سټلایټ یا اقماري دولت په توګه د راین د کنفدراسیون د جوړېدو لپاره د دویم فرانسېس تر واک لاندې د ډېرو جرمني قلمرونو جلا کېدل په عملي بڼه د روم د سپېڅلې سترواکۍ د پای په معنی و. په ۱۸۰۶ زکال کې له واک څخه په ګوښه کېدو دویم فرانسېس دا اړینه وګڼله چې د سترواکۍ ټول اداري سیسټم منحل کړي؛ هغه هم د دې لپاره چې مخه ونیسي ناپلیون ځان د روم سترواک اعلان نه کړي ځکه چې بیا یې له امله خپله هم د ناپلیون رعیت ګڼل کېده.

د سترواکۍ د منحل کولو اړوند غبرګونونه له بې تفاوتیو څخه تر ناهیلیو پورې تغیر درلود. د هابسبورګ د پاچاهۍ د پلازمېنې وین وګړي د سترواکۍ له لاسه ورکولو څخه په وحشت کې و. د دویم فرانسېس ډېری پخوانیو مامورینو د هغه د دغې چارې قانوني والی تر پوښتنې لاندې راوړ. په داسې حالت کې چې دوی ټول یوه خوله و چې د هغه له واکه ګوښه کېدل قانوني و، خو د سترواکۍ منحل کول او د ټول قلمرونو آزادول یې د سترواک له واکونو څخه لوړ بلل. په همدې ترتیب سره ډېری شاهزادګانو او د سترواکۍ تر لاس لاندې وګړو د سترواکۍ د له منځه تلو له منلو ډډه وکړه، آن تر دې چې یو شمېر عادي وګړو دا باور درلود چې د سترواکۍ د انحلال موضوع د سیمه ئیزو چارواکو توطئه ده. په جرمني کې انحلال په پراخه کچه د لرغوني او نیمه افسانوي ټروی سقوط سره مقایسه شو او یو شمېر نورو د روم د سترواکۍ پای د وخت له پای یا قیامت سره اړوند وباله.

له انحلال وروسته[سمول]

غبرګونونه[سمول]

عامه غبرګونونه[سمول]

د روم سپېڅلې سترواکي چې له زرو کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره یې دوام کړی و داسې په عادي بڼه هم پای ته وه نه رسېده. د سترواکۍ انحلال په جرمني کې شاکي موجونه رامنځته کړل چې ډېری غبرګونونو د له منځه تللې سترواکي په پولو کې غصه، غم او یا شرم له ځانه سره درلود؛ آن تر دې چې د راین د کنفدراسیون لاسلیک کوونکي یې په غصه کړل. په سترواکۍ کې د باوریا استازي، ریکبرګ، په دغه کنفدراسیون کې خپل دخالت ته په اشارې چې په عملي توګه یې سترواکي محکومه کړې وه، څرګنده کړه چې له دې امله چې «د جرمني د نوم د نابودۍ اړوند مې خپله امضا کړې» پر ځان غصه یم. له قانوني پلوه د دویم فرانسېس د واک پرېښودل بحث پارونکې موضوع وه. معاصر حقوقي مفسرین یوه خوله و چې له واکه لاس اخیستل په بشپړه توګه قانوني چاره ده، خو سترواک د سترواکۍ د انحلال واک نه لري. په دې ترتیب سره د سترواکۍ تر حکم لاندې ډېر شمېر واکمنانو د سترواکۍ د پای له منلو ډډه وکړه. د ۱۸۰۶ زکال په اکتوبر میاشت کې د تورینګن کروندګرو د سترواکۍ د پای له منلو ډډه وکړه ځکه چې باوري و د انحلال موضوع د سیمه ئیزو چارواکو توطئه ده. د دغې پخوانۍ سترواکۍ پاشل کېدو ګڼ شمېر کسان په راتلونکي بې باوره او د جرمني د راتلونکي اړوند یې اندېښمن کړل. په دې اړوند له ویانا څخه معاصرو راپورونو د دغې سترواکۍ انحلال «نه درک کېدونکی» او د عامو وګړو غبرګون یې وحشتناکه توصیف کړ. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

رسمي او نړیوال غبرګونونه[سمول]

په رسمي کچه د دغې سترواکۍ انحلال ته د پروس غبرګون په فرمولیکه بڼه د پښېمانۍ څرګندول و او دغه چاره یې «د وخت له خوا یوې شرافتمندانه سپېڅلې اړیکې ته پای ټکی وباله». په رایشتاګ کې د پروس استازي بارون ګورتز په داسې خواشینۍ سره غبرګون وښود چې په کې د هابسبورګ له کورنۍ سره د هغه علاقه او د سترواکانو په توګه د هغوی د پخواني رول ستاینه په کې نغښتې وه. ګورتز په ۱۷۹۲ زکال کې د روم د سپېڅلې سترواکۍ د سترواک په توګه د دویم فرانسېس د ټاکنې په مراسمو کې د برانډنبورګ د انتخابي حوزې (د سترواکۍ په رسمي پولو کې د پروس قلمرو و) د استازي په توګه ګډون کړی و او په فریاد سره یې وویل، «هغه سترواک چې ما یې د انتخاب په برخه کې مرسته کړې وه وروستی سترواک شو! – دغه ګام له شک پرته د انتظار وړ و، خو دغه واقعیت لږ ټکان ورکونکی یا کوچنی کولای نه شي. دغې چارې د هیلو هغه وروستۍ رسۍ هم پرې کړه چې یو شمېر کسانو یې هڅه کوله ځان له هغو سره ونښلوي». د هسن کاسل ټاکنیزې حوزې ته د اتریش استازي بارون فون ویسنبرګ راپور ورکړ چې سیمه ئیز انتخابګر لومړي ویلیام وژړل او «د هغه اساسي قانون د له لاسه ورکولو له امله یې خواشیني څرګنده کړه چې جرمني د اوږد مهال لپاره خپله خوښي او آزادي له هغو څخه پوروړې بلله».[۷][۸][۷][۹]

په نړیواله کچه د دغې سترواکۍ سقوط له بېلابېلو غبرګونونو او یا هم له بې تفاوتۍ سره مخ شوه. د روسیې لومړي الکساندر یې اړوند هیڅ غبرګون وه نه ښود؛ بل پلو د ډنمارک اووم کریسټیان د سترواکۍ له منحل کېدو څو میاشتې وروسته په رسمي توګه د هغې سترواکۍ یو شمېر جرمني قلمرونه په خپله پاچاهۍ کې ادغام کړل. د سویډن څلورم ګوستاو (چې په مشخص ډول یې تر اوسه پورې د اتریش د سترواکۍ جلا عنوان په رسمیت نه و پېژندلی) د ۱۸۰۶ زکال د اګست په ۲۲ مه یې د جرمني قلمرونو (سویډني پومرانیا او برمن – ورډن) وګړو ته تحریک کوونکې اعلامیه صادره کړه او څرګنده یې کړه چې د روم د سپېڅلې سترواکۍ انحلال «د جرمني ملت نه شي له منځه وړلای» هغه هیله څرګنده کړه چې کېدای شي دغه سترواکي بېرته را ژوندۍ کړای شي. [۸][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Burgdorf 2012، م. 52.
  2. Burgdorf 2012، م. 58.
  3. Burgdorf 2012، م. 55.
  4. Gagliardo 1980، م. 281.
  5. Wilson 2006، م. 733.
  6. Blanning 2012، م. 69.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Wilson 2006، م. 735.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Wilson 2006، م. 734.
  9. Burgdorf 2012، م. 54.
  10. Wilson 2009، م. 27.