د دوولسمې زېږدیزې پېړۍ رسانس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دوولسمې زېږدیزې پېړۍ رسانس د لوړو منځنیو پېړیو (High Middle Ages) په لومړیو کې د زیات شمېر بدلونونو یوه دوره وه. دغې دورې ټولنیز، سیاسي او اقتصادي بدلونونه او له پیاوړو فلسفي او علمي رېښو سره د لوېدیځې اروپا روڼ اندې احیا شاملوله. دغو بدلونونو راتلونکو پرمختګونو لکه په ۱۵مه زېږدیزه پېړۍ کې د اېټالیا ادبي او هنري غورځنګ ته او د ۱۷مې زېږدیزې پېړۍ ساینسي پرمختګونو ته  لاره هواره کړه.[۱]

د منځنیو پېړیو رسانس[سمول]

د اروپا په ټولواکیو کې د زده کړو د بیا زیږېدنې لپار بنسټ د سیاسي پیوستون او مرکزي کولو د پروسې له لارې کېښودل شو. د مرکزي کولو دغه پروسه د شارلمان (زوکړه ۷۶۸ز کال – مړینه ۸۱۴ز کال) له خوا چې د فرانکانو ټولواک او وروسته (له ۸۰۰ز کال څخه تر ۸۱۴ز کال پورې) د سپېڅلي روم سترواک و، پیل شوه. له زده کړې سره د شارلمان لېوالتیا، کومه چې د زیات شمېر نویو کلیسا ګانو او هغو ښوونځیو دجوړېدو لامل شوه چې د لاتیني او یوناني ژبو لوست پکې اړین و، د کارولینژي رسانس په نامه بلل شوې ده. [ مرجع ته اړتیا لري][۲]

دویم رسانس د لومړي (ستر) اوټو (Otto I) د واکمني پر مهال  چې د ساکسونونو د ټولواک (۹۳۶ز-۹۷۳ز کال) او له ۹۶۲ز څخه وروسته د سپېڅلي روم سترواک و، رامنځته شو. اوټو د خپلې ټولواکۍ په متحد کولو او د ټولواکۍ په لر او بر کې د اسقفانو او او اسقفِ اعظم په تعینولو کې د خپل حق په ادعا کې بریالی و. له کلیسایي قدرت څخه د اوټو دغه انځور، نوموړی په خپله سترواکۍ کې د تر ټولو با سواده او ځواکمنو خلکو سره په نږدې اړیکه کې وساته. د دغې نږدې اړیکې له امله د ساکسون په ټولواکۍ کې او د سپېڅلي روم په سترواکۍ کې زیات شمېر نوي اصلاحات راوړل شول. له همدې کبله د اوټو واکمني د اوټو رسانس بلل شوی دی.[۳][۴]

په همدې اساس، د دوولسمې پېړۍ رسانس د منځنیو پېړیو د دریم او وروستني رسانس په توګه پېژندل شوی دی. سره له دې چې د دوولسمې پېړۍ رسانس له هغه څخه د مخکینیو هغو په پرتله کوم چې په کارولینژي او اوټویي دورو کې وو، ډېر جامع و. په حقیقت کې، د شارلمان کارولینژي رسانس په واقعي بڼه تر ډېره خپله شارلمان ته ځانګړی شوی و او په رېښتینې توګه د یو داسې واقعي رسانس پر ځای چې له ټولنې څخه یې سرچینه اخیستې وي، "د یوې بدلېدونکې ټولنې پر سر یوه نرۍ ظاهري لایه" وه، او د اوټویي رسانس په اړه هم همدا خبره کېدی شي.[۵][۶]

تاریخ لیکنه[سمول]

د هاروارډ پوهنتون استاد چارلس هومر هاسکینز (Charles Homer Haskins) لومړنی تاریخ پوه و چې په پراخه بڼه یې د هغه رسانس په اړه لیکنه وکړه کوم چې په لوړو منځنیو پېړیو کې شهرت وموند او له شاوخوا ۱۰۷۰ز کال څخه پیل شوی دی. نوموړي په ۱۹۲۷ز کال کې لیکلي دي چې:

[په اروپا کې ۱۲مه زېږدیزه پېړۍ] له زیات شمېر اړخونو نه د یوه تازه او خوځند ژوند دوره وه. د صلیبي جنګونو، د ښارونو د ظهور، او د لوېدیځ د تر ټولو لومړنیو بروکراتیکو دولتونو دوران و، دا پېړۍ د رومنسکي هنر د اوج او د ګوتیک هنر د پیل دوره وه؛ د عامیانه ادبیاتو د ظهور؛ د لاتین کلاسیکې دورې او د لاتیني شعرونو او رومي قانون د احیا دوره وه؛ له عربي اضافیاتو سره د یوناني علومو، او د یوناني فلسفې د زیاترې برخې د بیا موندنې دوره وه؛ او د لومړنيو اروپایي پوهنتونونو منشا وه. ۱۲مې زېږدیزې پېړۍ په لوړو زده کړو، په ښوونیزه فلسفه، د اروپایي قانون په سېستمونو، په معمارۍ او په مجسمه جوړونه، له عیسوي عباداتو سره په تړلو ډرامو (liturgical drama)، په لاتیني او عامیانه اشعارو...  باندې خپله امضاء پرېښوده.[۷]

د انګرېزي هنر تاریخ پوه کنېت کلارک لیکلي دي چې، "د لوېدیځې اروپا د تمدن لومړۍ لویه دوره" د ۱۰۰۰ز کال په شاوخوا کې پیل کېدو ته چمتو وه. نوموړي زیاته کړې ده چې، له ۱۱۰۰ز کال راهیسې، برمناکې صومعې او لوېي کلیسا ګانې ودانې او له مجسمو، ځوړندو اثارو، موزایکو او د هنر د تر ټولو لویو دورو څخه د یوې د اثارو په واسطه  تزیین شوې او د نوموړې دورې له یو ډوله بې خونده او تنګو شرایطو له ژوندانه سره یې ښکاره توپیر رامنځته کړ. د سنټ دنیز صومعې اړوند ابات سوګر (Abbot Suger) د ګوتیک هنر یو لومړنی اغېزناک ملاتړی بلل کېږي او نوموړي باور درلود چې د ښکلا سره مینه خلک خدای ته نږدې کوي: "مړاوی یا بې ذوقه ذهن د هغه څه په واسطه چې مادي دي، حقیقت ته رسېږي." کلارک د دې دورې په اړه زیاتوي چې، "د راتلونکې پېړۍ د ټولو عالي اثارو مخینه ده او په حقیقت کې تر نن ورځې پورې د هنر د ارزښتونو سره په تړاو زموږ د باور بنسټ دی."[۷]

د ژباړې غورځنګ[سمول]

له نورو کلتورونو څخه د متنونو، په ځانګړې توګه د لرغوني یونان د اثارو ژباړه د دغې دوولسمې پېړۍ د رسانس او له هغه څخه د راوروسته ۱۵مې زېږدیزې پېړۍ د رسانس دواړو یو یو مهم اړخ و.  په هر حال، دا نا سمه ده چې ووایو چې د دغو دواړو دورو تر منځ اړوند توپیر دا و چې د لومړنۍ دورې لاتیني پوهانو تقریباً په پوره توګه د طبیعي علومو، فلسفې او ریاضیاتو په اړه د یوناني او عربي اثارو په ژباړلو تمرکز درلود، په داسې حال کې چې وروستنی رسانس په ادبي او تاریخي متنونو باندې متمرکز و، لکه څرنګه چې د ۱۵مې زېږدیزې پېړۍ له یوناني څخه یو شمېر د پام وړ ژباړې د ماوریکو فیسینو وې چې د اپلاتون او د نوې اپلاتوني فلسفې د پیروانو اثار یې شاملول او همدارنګه د کوپروس هېرماتیکوم (Corpus Hermeticum) له ځانګړي لوړ اهمت څخه ډکه  ژباړه وه. دغه اثار د فیثاغورثي او اپلاتوني روحانیت او فلسفې هغه اثار وو چې د راوروسته فلسفي او دیني بحثونو لپاره د ۱۲مې زېږدیزې پېړۍ د ژباړو په پرتله له خورا زیات اهمیت څخه برخمن وو.

سوداګري او راکړه ورکړه[سمول]

د صلیبي جګړو دوران د اروپایانو لویې ډلې له پېړیو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د بېزانس له تنکالوژیو او تجملاتو سره په اړیکه کې کړل. صلیبیان چې کله اروپا ته راستنېدل له ځانونو سره یې زیات شمېر کوچیني تجملاتي او سوغاتي توکي راوړل، چې د سوداګرۍ لپاره یې نوی ذوق راوپاراوه. د ګېنوا او وېنیز په ګډون د اېټالوي سمندري قدرتونو راټوکېدو د اروپا، اسلامي نړۍ، او بېزانس تر منځ د مدیترانې د سمندرګي له لارې د سوداګرۍ انحصار پیل کړ، پر مختللو سوداګریزو او مالي تخنیکونو ته یې پراختیا ورکړه؛ د فلورانس د ښار په څېر ښارونه یې د دغه مالي صنعت په لویو مرکزونو بدل شول.[۸]

په شمالي اروپا کې، د هانزا اتحادیه په ۱۲مه زېږدیزه پېړۍ له ۱۱۵۸ز-۱۱۵۹ز کال پورې د لوبک ښار له بنسټ اېښودنې سره رامنځته شوه، [– د چا له خوا؟ بحث ته اړتیا لري]   د سپېڅلي روم د سترواکۍ زیاتره شمالي ښارونه لکه هامبورګ، ستېتین، بېرمین او روستوک په هانزایي ښارونو بدل شول. هغه هانزایي ښارونه چې د روم له سترواکۍ څخه بهر وو د بېلګې په توګه له بروګز، لندن او د پولنډ له دانزیګ (Gdańsk) ښار څخه عبارت وو. په بېرګین او نوګوراد (Novgorod ) کې یادې اتحادیې کارخونې او استازي درلودل. جرمنیانو په دغه دوره کې له خپلې سترواکۍ څخه بهر، د پروشیا او سیلېسیا (Silesia) لوري ته تر خپل استعمار لاندې د ختیځې اروپا راوستل پیل کړل

د ۱۳مې زېږدیزې پېړۍ په نیمایي کې، "د مغلو سولې" (Pax Mongolica) د چین او لوېدیځې اسیا تر منځ ځمکنۍ سوداګريزې لارې چې په نهمو او لسمو زېږدیزو پېړیو کې له فعالیته لوېدلې وې، دوباره تقویه کړي. په ۱۲۴۱ز کال کې په اروپا باندې د مغلو له یرغل وروړلو وروسته، پاپ او یو شمېر اروپایي واکمنانو د مغلو دربار ته د استازو او/یا د مبلغینو په توګه دین-ښوونکي واستول؛ چې په هغوی کې ویلیم روبروک، جیوانی دې پیان دل کارپیني (Giovanni da Pian del Carpini)، د لونژمويي اندرېو (Andrew of Longjumeau) ، اودوریک ده پرودېنون، جیواني ده ماریینولي، جیواني ده مونتې کوروینو او نور مسافرین (کاشفین) لکه نیکولو دي کونتي (Niccolò da Conti) شامل وو.

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Harvard citation
  2. کينډۍ:Harvard citation
  3. کينډۍ:Harvard citation
  4. کينډۍ:Harvard citation
  5. کينډۍ:Harvard citation
  6. کينډۍ:Harvard citation
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Civilisation (TV series)
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.