د تجديد تيوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تجديد نظریه يا تيوري (د خلاصه کولو نظريه/هغه نظریه چې وايي د جنين په وده کې د نيکونو پلرونو «اسلافو» تاریخي وده تکرار مومي)، کومه چې د «بايوجينيټيک» قانون يا «ايمبريولوجيکل» متوازي توب په نوم هم پېژندل کېږي – عموماً د «ارنسټ هيکل» د جملې په کارولو سره ښودل کېږي «انتوجين، فيلوجيني بيا تکراروي» - دا يوه تاریخي فرضيه (ګڼنه) ده چې د يو ژوي د جنين وده، له زرخېزۍ څخه نيولې بيا تر حمل يا د بچي تر راوتلو پورې (انټوجيني)، د ژويو د لرې نيکونو (فايلوجيني) په وده کې په پرله پسې ډول د بالغو پړاونو سره ورته والی يا استازيتوب کوونکو پړاونو څخه تېرېږي. په ۱۸۲۰ز لسيزه کې د «جوهان فريډرک ميکل» د کار پر پنسټ «ايټين سيرس» دا نظريه وړاندې کړې وه، کومه چې وروسته د «ميکل-سيرس» د قانون په نوم هم پېژندل کېده.

له دې امله چې «جنينونه» هم په بېلا بېلو طريقو تکامل ته رسېږي (رغېږي/جوړېږي)، ځکه خو د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې د دې نظريې نيمګړتياوې پېژندل شوې وې او د شلمې پېړۍ تر نيمايي پورې، دا د «بيالوژيکي افسانو» درجې ته راښکته شوې وه.[۱][۲]

د تجديد نظريې (تکرار اند) ورته والي، د علمي پرمختګ او موسيقۍ د نيوکې په ګډون، په نورو ډګرونو کې هم ترتيب کړای شوي دي.[۳][۴]

جنين پېژندنه[سمول]

ميکل، سيرس، جيفرايي[سمول]

د ۱۷۹۰ز لسيزې پر مهال په بيالوژي کې د تجديد نظريه په لومړي ځل د الماني طبيعي فيلسوف «جوهان فريډريک ميکل» او «کارل فريډريک کيل مير» او د «ايټين سيريس» له خوا له خوا کېښودل شوه، د «مارسيل ډينيسي» په وينا له کوم وروسته چې دې نظريې د يو فرضي «بايوجنيټيک» قانون درجه خپله کړه.[۵][۶]

د جنين پېژندنې تيورۍ ته «سيريس» د «ميکل» د کار ۱۸۲۴-۱۸۲۶ پر بنسټ رسمي بڼه ورکړه، کومه چې د «ميکل-سيريس قانون» په نوم وپېژندل شوه. هغه په عضوي نړۍ کې له «يوځای والي نمونې» سره د تقابلي جنين د وصل کولو هڅه وکړه. «اتين جيوفريي سينيټ-هيلر» د دې ملاتړ وکړ او د هغه د نظرياتو يوه څرګنده برخه وګرځېده. دې نظريې وړانديز وکړ چې شونې ده د ژوند د تېر وخت بدلونونه د هغو چاپېرياليزو لاملونو پايله وي چې په جنين يې عمل کړی، نه دا چې په بالغانو يې عمل کړی وي، لکه په «لامارکيزم» کې. دا طبيعي اندونه له «جارج کيوير» سره د مخالفت لامل وګرځېدل. د ۱۸۳۰ز کال په شا او خوا کې، د «آيډنبرا» او لندن د لوړو اناتومي په ښوونځيو کې د دې نظريې په پراخه کچه ملاتړ وشو، په ځانګړي ډول د «رابرټ ايډمنډ ګرانټ» له خوا، خو «کارل ارنسټ وون بير» د اختلاف نظریات د دې اندونو سره په ټکر کې وو او د ۱۸۳۰ز لسيزه کې «رچرډ اوون» دا اند تر بريد لاندې ونیو.[۷]

هيکل[سمول]

«ارنسټ هيکل» (۱۸۳۴-۱۹۱۹) د «چارلز داروين» د اندونو تر څنګ «لامارکيزم» او د «ګویته» د طبيعي فلسفې نظرياتو د يو ځای کولو هڅه وکړه. په داسې حال کې چې اکثره پرمختګي تکامل له دې امله د داروين د څانګو د تکامل (د څانګو تکامل دا معنا چې له يو اصل څخه څو څانګې توليد شي/له اصل فروع خپاره شي) د رد په وګه کتل کېږي چې لامارکي نظريې ته د دريجي تکامل زیات خطي (خطي معنا په يوه لړۍ کې له يو پړاو څخه بل ته وده کول) بلل کېږي، خو دا دقيقه نه ده: هيکل د لامارکي تصور استعمال د انفرادي انواعو د «اونټوجنيټک» او «فايلوجنيټيک» تاريخ د روښانه کولو لپاره کړی دی، خو له يو يا څو اصلي اسلافو څخه د ټولو انواعو د څانګو د خپرېدو په اړوند يې له «داروين» سره موافقه وکړه. د شلمې پېړۍ له لومړيو څخه د هيکل «بايو جينيټک قانون» په ډېرو ځايونو کې رد شوی دی.[۸][۹]

«هيګل» خپله تيوري د «د جنياتو د تکامل تجديد/تکرار» په توګه وضع کړه. دا تصور وروسته په ساده ډول د تجديد (تکرار) د تيورۍ په توګه وپېژندل شو. «اونټوجيني» (د جنين وده) د يو انفرادي ژوندي موجود وده (په اندازه کې بدلون) او پرمختګ (د جوړښت بدلون) دی؛ «فيلوجيني» د يوې نوعې تکاملي تاريخ دی. «هيګل» دعوا کړې چې د پرمختلليو انواعو وده له هغو پړاونو څخه تېرېږي، د کوم استازيتوب چې د لومړيو انواعو د نسلونو بالغو ژونديو موجوداتو په مټ کېږي. په بل ډول، د يو فرد د ودې هر يو پرله پسې پړاو د هغو بالغو بڼو له منځه د يو استازيتوب کوي، کوم چې د دې نوعې په تکاملي تاريخ کې څرګند شوي وي.

د بېلګې په ډول، «هيکل» وړانديز کړی چې د انساني جنين په غاړه (حلق/ستونی) کې د غاړې د محرابونو په منځ کې حلقي نالۍ نه يواځې نږدې د کب له خيشوم د درز (سوري) له برخې سره ورته والی لري، بلکې دا نېغ په نېغه د يو بالغ «کب وزمه» (ماهي ته ورته) مخ پر وده پړاو استازيتوب کوي، کوم چې د کب وزمه نسل ښودنه کوي. د جنين د خيشوم درزونه، کوم چې په ډېرو ژونديو موجوداتو کې منځ ته راځي، هغه مهال کله چې د نازکو څانګيزو صفحو په سوري کېدو سره د حلق کڅوړې او د حلق ګونځې يو له بل څخه جلا کوي، حلق (ستونی) د بهر لور ته پرانيزي. د څلورو پښو لرونکو په ټولو جنينونو کې د حلق قوس راڅرګندېږي: په تي لرونکو کې، لومړی د ستوني قوس په ښکته ژامه (د میکل غضروف)، ميليس او رکاب (د غوږ په داخل کې نری هډوکی) کې جوړېږي.

«هيکل» د جينونو ګڼې طرحې جوړې کړې، کومې چې ډېر ځله د اړوندو انواعو د جنینونو تر منځ په ورته والي ټينګار کوي. نوې بيالوژي د «هیکل» د نظريې لغوي او افاقي بڼې ردوي، لکه پر رويې باندې د «انتوجيني» د هغې عملي کېدل، دا معنا چې د ځوانو ژويو او انساني ماشومانو نفسياتي وده.[۱۰]

معاصره نيوکه[سمول]

د «هيکل» په نظریه او د هغه پر طرحه د هغه همعصر، اناتومي پوه «ولهيم هز سينير» (۱۸۳۱-۱۹۰۴) نيوکه کړې، چا چې د انساني جنيني ودې يوه مخالفه «سببي ميخانيکي نظريه» وړاندې کړې ده. د هغه کار په ځانګړي ډول د «هيکل» پر تګلاره نيوکه کړې، دليل يې دا وړاندې کړی چې د جنين بڼې د ميخانيکي فشار له امله په سمدستي ډول پیدا کېږي، کوم چې په وده کې د سيمه ييزو اختلافاتو په پايله کې منځ ته راځي. دا اختلافات په خپل وار سره د «وراثت» له امله منځ ته راغلي دي. هغه د جنيني جوړښت د بڼو پرتله د ربړ له ناليو سره کړې ده، کوم چې ماتېدای او کږېدای شي، دا پرتلې (مقايسه کول) له دقيقو طرحو سره انځوروي (روښانه کوی). «سټيفن جي ګولډ» د ۱۹۷۷ز کال په خپل کتاب « Ontogeny and Phylogeny» کې لیکلي چې د «هیکل» د تجديد (تکرار کولو) پر تيورۍ د هغه بريد د کوم تجرباتي نيوکه کوونکي په پرتله تر ډېره بريده يوه بنسټيزه نيوکه وه، لکه چې هغه په اغېزمن ډول ويلي چې د هيکل «بايوجنيټک قانون» له دې سره اړوند نه و.[۱۱][۱۲][۱۳]

«داروين» وړانديز کړی چې جنينونه يو له بل سره ورته والی لری، ځکه چې د دوی پلرونه نيکونه سره شریک وي، د کومو چې غالباً يو ډول جنينونه وي، خو دې ودې په لازمي ډول «فايلوجيني» نه ده تکرار کړې: هغه د دې اټکل کولو هېڅ لامل نه دی ليدلی چې په يو پړاو کې يو جنين د يو بالغ سلف (پلرونو نيکونو/سلف) سره ورته والی لري. «داروين» وړاندې اټکل کړی چې د بالغانو په پرتله جنين د لږ زیات انتخابي فشار ښکار ګرځېدلی او په همدې بنسټ په هغې کې لږ بدلون راغلی دی.[۱۴]

اوسنی حالت[سمول]

اوسنۍ تکاملي وده ييزه بيالوژي (evo-devo) د بالغو جسمونو د شکل د بدلولو د يوې مهمې ذريعې په توګه، د جنين د ودې د يو فعال تکامل پر لور اشاره کوي او د «داروين» پر ځای د «وان بير» پيروي کوی. د «ايوو ډيوو» دوه بنسټيز اصول، يعنې دا چې د جنين د پرمختګ د اړخونو د جسم په داخل کې د وخت (هيټروکروني) او موقعيت (هيټروټوپي) کې بدلونونه د اصل (اباو اجداد) په پرتله د زوزات د جسم بڼو ته بدلون ورکوي، خو بیا هم دا دواړه تر ټولو دمخه په ۱۸۷۰ز لسيزه کې د «هیکل» له خوا وضع شوی و. د تکامل په اړه د هغه د فکر دا عناصر روغ پاتې شوي دي، په داسې حال کې چې د هغه د تجديد (د جنین د ودې تاریخ تکرار) نظریه نه ده پاتې شوې.[۱۵]

د تجديد تيورۍ «هيکلي» بڼه اوس بې عمله بلل کېږي. جنین له يوې مودې يا «فايلوټايپک» پړاو څخه تېرېږي، چېرته چې د هغه بڼه د ټاکلي فشار پر ځای د هغه د «فايلوجنيټک» موقعيت په مټ په پیاوړي ډول بڼه خپلوي، خو د دې مطلب يواځې دا دی چې دا په دې پړاو کې د نورو «جنينونو» سره ورته والی لري، نه د نورو بالغو پلرونو نيکونو سره، څنګه چې هیکل ادعا کړې. د نوي اند لنډيز د کليفورنيا د پيلينټولوجي پوهنتون وړاندې کړی دی:[۱۶][۱۷][۱۸]

جنينونه د تکامل د تکاملي جريان ښودنه کوي، خو دا جريان د هيکل له ادعا څخه ډېر پېچلی او زيات عجيب دی. د يو جنين مختلفې برخې ان په بېلا بېلو استقامتونو تکامل ته رسېدای شي. په پايله کې، «بايوجينيټيک» قانون پرېښودل شو او د هغې زوال ساينسپوهان ازاد پرېښودل چې د جنين د بدلونونو د بشپړې لړۍ ستاينه وکړي، کوم چې تکامل تولیدولای شي – یوه داسې ستاينه چې په وروستيو کلونو کې يې له ځانه سره هيښونکي پايلې درلودلې، ځکه چې ساينسپوهانو يو شمېر ځانګړي جينونه موندلي دي کوم چې د پرمختګ مديريت په خپل واک کې لري.[۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Ehrlich, Paul; Richard Holm; Dennis Parnell (1963) The Process of Evolution. New York: McGraw–Hill, pg. 66: "Its shortcomings have been almost universally pointed out by modern authors, but the idea still has a prominent place in biological mythology. The resemblance of early vertebrate embryos is readily explained without resort to mysterious forces compelling each individual to reclimb its phylogenetic tree."
  2. Blechschmidt, Erich (1977) The Beginnings of Human Life. Springer-Verlag, p. 32: "The so-called basic law of biogenetics is wrong. No buts or ifs can mitigate this fact. It is not even a tiny bit correct or correct in a different form, making it valid in a certain percentage. It is totally wrong."
  3. David G. Payne, Michael J. Wenger (1998) Cognitive Psychology p.352 quotation: "Faulty logic and problematic proposals relating the development of an individual to the development of the species turn up even today. The hypothesis that ontogeny recapitulates phylogeny has been applied and extended in a number of areas, including cognition and mental activities."
  4. Medicus (1992) p.2 quotation: "..many biologists accept the rule with respect to behavioral ontogeny in animal species."
  5. Mayr 1994
  6. (Danesi 1993, p. 65)
  7. Desmond 1989, pp. 52–53, 86–88, 337–340
  8. Richards, Robert J. 2008. The Tragic Sense of Life: Ernst Haeckel and the Struggle Over Evolutionary Thought. Chicago: University of Chicago Press. Pp. 136–142
  9. Scott F Gilbert (2006). "Ernst Haeckel and the Biogenetic Law". Developmental Biology, 8th edition. Sinauer Associates. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۰۸. Eventually, the Biogenetic Law had become scientifically untenable. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Gerhard Medicus (1992). "The Inapplicability of the Biogenetic Rule to Behavioral Development" (PDF). Human Development. 35 (1): 1–8. doi:10.1159/000277108. ISSN 0018-716X. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۰۸. The present interdisciplinary article offers cogent reasons why the biogenetic rule has no relevance for behavioral ontogeny. ... In contrast to anatomical ontogeny, in the case of behavioral ontogeny there are no empirical indications of 'behavioral interphenes, that developed phylogenetically from (primordial) behavioral metaphenes. ... These facts lead to the conclusion that attempts to establish a psychological theory on the basis of the biogenetic rule will not be fruitful. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Making visible embryos: Forgery charges". University of Cambridge. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۶. Rütimeyer's ex-colleague, Wilhelm His, who had developed a rival, physiological embryology, which looked, not to the evolutionary past, but to bending and folding forces in the present. He now repeated and amplified the charges, and lay enemies used them to discredit the most prominent Darwinist. But Haeckel argued that his figures were schematics, not intended to be exact. They stayed in his books and were widely copied, but still attract controversy today. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Wilhelm His, Sr". Embryo Project Encyclopedia. 2007. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۶. In 1874 His published his Über die Bildung des Lachsembryos, an interpretation of vertebrate embryonic development. After this publication His arrived at another interpretation of the development of embryos: the concrescence theory, which claimed that at the beginning of development only the simple form of the head lies in the embryonic disk and that the axial portions of the body emerge only later. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gould 1977، مم. 189–193: "Haeckel sensed correctly that His was a far more serious competitor than his empirical critics... His would have substituted a drastically different approach and relegated the biogenetic law to irrelevancy—a fate far worse and far more irrevocable than any odor of inaccuracy."
  14. Barnes, M. Elizabeth. "The Origin of Species: "Chapter Thirteen: Mutual Affinities of Organic Beings: Morphology: Embryology: Rudimentary Organs" (1859), by Charles R. Darwin". The Embryo Project Encyclopedia. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Hall, B. K. (2003). "Evo-Devo: evolutionary developmental mechanisms". International Journal of Developmental Biology. 47 (7–8): 491–495. PMID 14756324. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lovtrup, S (1978). "On von Baerian and Haeckelian Recapitulation". Systematic Zoology. 27 (3): 348–352. doi:10.2307/2412887. JSTOR 2412887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Drost, Hajk-Georg; Janitza, Philipp; Grosse, Ivo; Quint, Marcel (2017). "Cross-kingdom comparison of the developmental hourglass". Current Opinion in Genetics & Development. 45: 69–75. doi:10.1016/j.gde.2017.03.003. PMID 28347942. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kalinka, A. T.; Tomancak, P. (2012). "The evolution of early animal embryos: Conservation or divergence?". Trends in Ecology & Evolution. 27 (7): 385–393. doi:10.1016/j.tree.2012.03.007. PMID 22520868. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Early Evolution and Development: Ernst Haeckel, University of California Museum of Paleontology, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)