د بنګه دېش کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بنګله دېش کلتور د بنګال د سیمې له کلتور سره تړلی دی. دې کلتور د پیړیو په اوږدو کې وده کړې او د بنګله دېش د مختلفو ټولنیزو ټولګو کلتوري توپیر په ځان کې رانغاړي. د اتلسمې پیړۍ او نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د بنګال رنسان، د بنګالي کلتور په وده کې نامتو بنګالي لیکوالانو، ملايانو، مؤلیفینو، ساینسپوهانو، څیړونکو، انديالانو، مسیقارانو، انځورګرانو او فلم جوړونکو مهمه ونډه درلودلې ده. د بنګال په رنسانس کې د نوي زېږېدلي سیاسي هندي ملتپالنې تخم رانغښتی و، کوم چې په ډېرو لارو د اوسني هندي هنري کلتوري څرګندنې پيل و.

د محمد نظرالسلام تامیج له له انده، څوک چې د بشري حقوقو فعال او د ملي بشري حقوقو ټولنې مشر و، بشري حقوق د بنګالي کلتور تر ټولو مهمه برخه ده او دا د بنګالي کلتور په وده کې مهمه ونډه لري.

د بنګله دېش د کلتور مرکب د پیړیو په اوږدو کې د اسلام، هندویزم، بودیزم او مسیحيت اغېز اخستی. دا کلتور د موسیقۍ، نڅا، ډرامې؛ هنري لاسي صنايعو، ولسي ادب ولسي نکل؛ د ژبو ادبيات؛ د مذهب فلسفې؛ د جشنونو لمانځلو؛ همدارنګه د پخلي په جلا دود کې په مختلفو ډولونو ښکاره شوی.

موسیقي، نڅا، ډرامه[سمول]

شونې ده چې د بنګله دېش د موسیقۍ د نڅا ډول په درېوو ټولګو ووېشل شي چې هغه دا دي: کلاسیکي، ولسي، عصري. بنګله دېش یو وخت د پاکستان برخه وه چې د ختیځ پاکستان يادېدو.

کلاسیکي ډول یې د هندي نيمې لويې وچې د موسیقۍ نڅا د نورو پراخو کلاسیکي ډولونو له خوا اغیزمن شوی و، په همدې بنسټ، د «بهارتناټيم کتاک» په څیر ځیني تر اغېز لاندې راغليو نڅاوو ښودنه کوي.

د هندي نيمه لويې وچې په شمال ختیځه برخه کې د مانیپوري سنتالي نڅاګانو په څیر، د نڅا بېلا بېل ډولونه دود دي، خو بنګله دېش د نڅا یوه خپله بڼه جوړه کړې. بنګه دېش د ولسي ادب د يو بډای دود لرونکی هېواد دی چې په دودیز روحانیت، تصوف، عقیده او وفادارۍ کې رېښې لري. د مینې په ګډون دا ډول ولسي سندرې د نورو موضوعاتو په شاوخوا کې راڅرخي. په تر ټولو خپرو ولسي سندرو موسيقۍ دودونو کې يې بتیالي، باول، مرفاټي، مرشدي او بوایا شامل دي. د لالون شاه، هاسون راجا، کنګال هرینات، رومیش شیل، عباس الدین او نورو بې نومه نامعلومو موسيقارانو د بنلګه دېش د ولسي سندرو دود بډایا کړی.

په پرتليز ډول عصري شرایطو کې، د رابندرنات ټاګور او نظرالسلام اثار د بنګله دېش د کلتوري میراث زیاته برخه جوړوي. ډول ډول د موسیقي الات چې ځیني یې ځایي، دي په بنګله دېش کې کارول کیږي. د موسیقۍ لوی وسايل یې بانکس شپیلۍ (باشي)، ډولونه (تبله، ډول)، یو واحد تار لرونکې اله چې د «ایکتارا» په نوم یادیږي، یو څلور تار لرونکې آله چې د «دوتارا» په نوم یادیږي، د مندیرا په نوم د فلزي نغارو یوه جوړه چې د تال لپاره کاریږي، دي. اوسمهال، د موسيقۍ لوېديځ اصل لرونکي وسايل لکه ګتار، ډولونه او ساکسفون کارول کیږي چې ځینې وخت د دودیزې الې (مواج) سره یو ځای استعمالېږي. په وروستیو کې، لویېیځ نفوذ د کیفیت راک ډلو ته وده ورکړه، په ځانګړي ډول د ډاکې په څېر په ښاري مرکزونو کې.

رسنۍ او سينما[سمول]

د بنګله دېش رسنۍ متنوعې، څرګندې او شخصي ملکيت دي. دې هیواد کې له ۲۰۰ څخه زیاتې ورځپاڼې خپریږي. بنګله دېش بیتار دولتي راډيو ده. مشهور بي بي سی بنګلا خبرونه او د روانو چارو خپرونې د بي بي سي له خوا پر مخ وړل کېږي. د امریکا غږ له خوا بنګالي نشریات هم زیات مشهور دي. بنګله دېش تلویزیون یو دولتي تلویزیوني شبکه ده. د مختلفو خبري چینلونو په ګډو ن، له ۲۰ څخه زیات د شخصي ملکیت تلویزیوني شبکې شته. د سانسور او د خبریالانو د ځورولو په برخه کې د دولت د هڅو له امله، د رسنۍ ازادي یوه لویه اندیښنه ده.[۱]

د بنګله دېش سینما په ۱۸۹۸ز کال کې پیل شوه، کله چې د «ډاکا» په کراؤن تیاتر کې فلمونه نندارې ته وړاندې شول. په هندي نيمه لويه وچه کې لومړنی بایسکوپ په همدغه کال په ډاکا کې خپور شو. په ۱۹۲۰ز او ۱۹۳۰ز لسيزه کې کې د ډاکا د نواب کورنۍ د مختلفو چوپو (بې غږه) فلمونو د تولید ملاتړې وه. په ۱۹۳۱ز کال کې، د ختیځ بنګال د سینماټوګراف ټولنې په بنګله دېش کې د بشپړ اوږدوالي لومړی روايتي فلم خپور کړ چې د نوم وروستۍ مچکه و. په ختیځ پاکستان کې لومړی روايتي فلم، موخ و موخوش، په ۱۹۵۶ز کې خپور شوی و. د ۱۹۶۰ز لسیزې په اوږدو کې، په ډاکا کې، په کلني ډول ۲۵-۳۰ فلمونه تولیدېدل. تر ۲۰۰۰ز لسيزې پورې، بنګله دېش په کال کې ۸۰-۱۰۰ فلمونه تولیدول. په داسې حال کې چې د بنګله دېش فلمي صنعت محدود سوداګریز بریالیتوب ترلاسه کړی؛ دا هیواد د پام وړ خپلواک فلم جوړونکي لري. ظاهر ریحان د مستندو فلمونو يو نوميالی  جوړونکی و، څوک چې په ۱۹۷۱ز کال کې ووژل شو. مرحوم طارق مسعود په تاریخي او ټولنیزو مسایلو د مختلفو تولیداتو له امله د بنګله دېش د فلمونو یو له نامتو لارښودونکو شمیرل کیږي. مسعود د (فیپریسکي) له خوا په ۲۰۰۲ز کال کې د «کانز» فلمي ميلې له خوا د هغه د فلم د «خټې مرغۍ» لپاره شهرت تر لاسه کړ. تنویرمکمل، مصطفی سرور فاروقي، همایون احمد، عالمګیر کبیر، سوبهاش دوتا او چاشي نظرالاسلام د بنګله دېش د سینما نور وتلي فلمي لارښودونکي دي.

مېلې او جشنونه[سمول]

مېلې او جشنونه د بنګله دېش د کلتور یوه مهمه برخه ده. پوهیله بویشاک، پوهیله فالګون د بنګالیانو لپاره او بویشبي د غرونو قبایلو لپاره، ماتریباشا دیبوش، د بریا ورځ، نوبانو، په ژمي کې پیتا اتشوب، د پوش سونګکرانتي او د چیترو سنکرانتي د بنګله دېش د میاشتې په وروستۍ ورځ د چیترو، شکرین، مذهب ته له کتنې پرته د هر چا له خوا لمانځل کېږي. د مسلمانانو مېلې لکه لوی اختر، میلاد النبی، محرم،  چاند رات، برات شپه، د بیشوا اجتماع؛ د هندوانو د درګا پوجا او جنماشټمي میلې؛ د بودا پورنیما د بودا میله؛ د عیسویانو د کرسمس لمانځل او سیکولر میلې لکه پوهیلا بوشاخ، نبانا، د ژبې د غورځنګ ورځ، د خپلواکۍ ورځ، رابیندرا جینتی، نظرالجینتی د پراخه جشنونو شاهدان دي او معمولا په بنګله دېش کې ملي رخصتۍ دي.

کوچنی اختر[سمول]

د اکثره مسلمانانو لپاره د خورا مهمې مذهبي میلې په توګه، د کوچني اختر لمانځل د بنګله دېش د کلتور یوه برخه ګرځیدلې. د بنګله دېش حکومت د کوچني اختر په مناسبت درې ورځې رخصتي اعلانوي. خو په عملي توګه ټول ښوونځي، کالجونه او دفترونه د یوې اونۍ لپاره تړلي وي. دا په بنګله دېش کې د ډیری خلکو لپاره د کال ترټولو خوشحاله وخت دی. له لویو ښارونو څخه ټول بهر ته تلونکي عامه ټرانسپورټ کې خورا ډیره ګڼه ګوڼه وي او په ډیريو حالاتو کې د دولتي محدودیتونو سربیره کرایه لوړیږي. د اختر په ورځ په ټول هیواد کې د اختر لمونځ په ازادو سیمو لکه میدانونو، عیدګاه او جوماتونو کې اداء کیږي. د اختر له لمانځه وروسته خلک خپلو کورونو ته راستنیږي، یو د بل کور ته ورځي او د شیرنۍ، شیر خرما او نورو خوندورو خوړو لکه بریاني، قورمه، حلیم، کباب او نور ډول ډول خوندور خواړه خوري. د ورځې په اوږدو کې خلک یو بل ته ورغاړې وځي او یو بل ته سلامونه کوي. د ټولنې د ځوانانو د مشرانو پښې لمسول هم دود دی، او لویان د خوشحالۍ او هوساینې وسیله ګرځي (کله ناکله د ډالۍ په توګه د لږ پیسو سره). پیسې او خواړه غریبانو ته ورکول کیږي. په کلیوالو سیمو کې د اختر میله په ډېر شوق سره لمانځل کېږي. لیرې پرتو کلیو کې ګڼه ګوڼه جوړیږي. په ځینو سیمو کې د اختر مېلې جوړې شوې دي. په دې موقع د کشتۍ ځغلونې، کبډي او د بنګله دېش نورې دوديزې لوبې او همدارنګه د کرېکټ او فوټبال په څېر عصري لوبې هم ترسره کېږي. په ښاري سیمو کې، خلک موسیقي غږوي، د یو بل کورونو ته ورځي، د ساعت تیرۍ چارې برابروي او ځانګړي خواړه خوري. کورونه، کوڅې، بازارونه او پارکونه د ماښام په څراغونو روښانه کیږي. د فلمونو او ټلویزیوني پروګرامونو کتل هم په ښاري سیمو کې د اختر د لمانځلو یوه مهمه برخه ګرځیدلې ده. ټول ځايي تلويزيوني چينلونه د دې موقع لپاره د څو ورځو لپاره ځانګړي پروګرامونه خپروي.[۲]

سرچينې[سمول]

  1. . Swadhin Bangla Betar Kendra's Rashidul Hossain passes away. bdnews24.com.
  2. Ahmed, Shabbir; Ali, Syed Ashraf (2012). "Eid-ul_Fitr". In Islam, Sirajul; Jamal, Ahmed A. (المحررون). Banglapedia: National Encyclopedia of Bangladesh (الطبعة Second). Asiatic Society of Bangladesh. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)