د بشري حقونو نړېواله اعلاميه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

د بشري حقونو نړېواله يا کايناتي اعلاميه کې ځای شوي حقونه او آزادۍ د يو لړ بشري حقونو او آزاديو هغه ترکيب دی چې د ملګرو ملتونو د بنسټ ايښودلو دمخه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو اساسي قانونو او نورو قوانينو ته لاره موندلې وه. همدارنګه د بشر د تمدن تاريخ لکه په جرمني کې د کانټ، په انګلستان کې د هانبر اوبرګ، په فرانسه کې دولتر، منتيسکو او روسو او په ختيځ کې د نورو بشردوستانو په شان د بشري حقونو او ازاديو لپاره د فيلسوفانو او متفکرينو د هلو ځلو شاهد دی.