د اکسفورډ انګلیسي ژباړن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اکسفورډ انګلیسي قاموس یا ژباړن ( OED ) د انګلیسي ژبې اصلي او تاریخي قاموس دی چي د اکسفورډ پوهنتون پریس (OUP) لخوا خپور سوی دی. دغه قاموس د انګلیسي ژبې تاریخي بدلونونو ته پرمختګ اوپوهانو او اکادمیکو څیړونکو ته یوه پراخه سرچینه چمتو کوي، او همدارنګه په ټوله نړۍ کي په کارول کیږي.

په 1857 کي پر یاد قاموس باندي کار پیل سو او لمړی ځل په 1884 کال کي خپور سو. په 1895 کي د اکسفورډ انګلیسي قاموس سرلیک په لومړي ځل په غیر رسمي ډول د لړۍ په پوښونو کي وکارول سو، او په 1928 کي یې بشپړه 10 ټوکونو خپاره سول. تر 1989 کال پوري د قاموس دویم چاپ په 20 ټوکونو کي چي 21,728 پاڼې لري خپور سو.

د اکسفورډ قاموس لومړنۍ بریښنايي نسخه په 1988 کي چمتو سول. آنلاین نسخه یې له 2000 کال راهیسي شتون لري، او د 2014 کال تر اپریل پوري یې په میاشت کي له دوه ملیون څخه ډیر لیدنې ترلاسه کړي دي. تمه کیږي چې د قاموس دریمه نسخه به په ځانګړي ډول په بریښنایی بڼه شتون ولري. د OUP اجرایوي رییس ویلي چي دا امکان نلري چي دا به کله هم چاپ شي. [۱] [۲]

  1. (په 29 August 2010 باندې). Oxford English Dictionary 'will not be printed again'.
  2. (په 20 April 2014 باندې). RIP for OED as world's finest dictionary goes out of print.