د افغانستان لنډمهالې اداره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان لنډمهالې اداره (AIA) چې د افغانستان د لنډمهالې واکمنۍ په نوم هم پېژندل کېږي، د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وورسته د افغانستان لومړۍ اداره وه، او د 2001ز کال د ديسمبر د مياشتې له دوه ويشتمې نېټې څخه د 2002ز کال د جولای تر ديارلسمې نېټې د دې هېواد تر ټولو لوړ مقام و.

مخينه[سمول]

د يوولسم سپتمبر له بريدونو وروسته، متحده ايالاتو د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوال جنګ د يوې برخې به توګه، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د نسکورولو لپاره د تلپاتې ازادۍ عمليات پيل کړل. پر افغانستان د بريد له پيليدو سملاسي وروسته، ملګرو متلونو د المان په بون ښار کې د يو نړيوال کانفرانس سرپرستي وکړه چې د طالبانو ضد افغان مشران هم پکې وو، تر څو د افغانستان دولت بېرته جوړ کړي او يو لنډمهالی حکومت رامنځ ته کړي.

د بون تړون په افغانستان کې يوه انتقالي اداره جوړه کړه، کومه چې د 2001ز کال د ديسمبر په دوه ويشمته نېټه د واک د رسمي لېږد پر بنسټ جوړېده. انتقالي واک به له انتقالي ادارې، د افغانستان له يوې سترې محکمې او د بېړنۍ لويې جرګې (لويه جرګه) د راغوښتلو لپاره د يو خپلواک ځانګړي کميسيون څخه جوړه وي. بېړنۍ لويه جرګه بايد د AIA له جوړېدو وروسته په شپږو مياشتږو کې تر سره شوې وای، چې هغې به يوه انتقالي اداره جوړوله کومې به چې د لنډمهالې ادارې ځای نيو. د افغانستان لنډمهالي اداره چې د لنډمهالې واکمنۍ تر ټولو مهمه برخه وه، له يو رئيس، پنځو مرستيالو مشرانو او څلورويشتو نورو غړيو جوړه وه، چې هر يو به د لنډمهالې ادارې يو ډيپارټمنټ په واک کې درلود. همدا راز پرېکړه شوې وه چې حامد کرزی به د لنډمهالې ادارې رئيس وي. [۱]

په 2002ز کال کې د لويې جرګې له پای ته رسېدو وروسته، انتقالي ادارې د لنډمهالې ادارې ځای ونيو.

تاريخ[سمول]

د بون مذاکرات[سمول]

د بون کنفرانس کې د طالبانو مخالفو اړخونو څلورو پلاوو ګډون کړی و: شمالي اتحاد يا جبهه متحد اسلامي؛ د قبرص ډله، کومه چې په تبعيد کې ميشته ډله وه او له ايران سره يې اړيکې درلودې؛ د روم ډله، چې پخواني پاچا محمد ظاهرشاه ته وفاداره وه، او دا ډله هم په روم کې په تبعېد کې اوسېده او ناستې ته حاضره نه شته، او د پېښور ډله، چې تر ډېره بريده په پاکستان کې له بهر ميشتو افغانانو جوړه وه. د کنفرانس پر مهال د افغانستان نيمه برخه د شمالي اتحاد په لاس کې وه، چې کابل هم پکې شامل و، چېرته چې برهان الدين رباني ولسمشريزه ماڼۍ نېولې وه او ويل يې چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هر ډول خبرې بايد د هېواد په داخل کې تر سره شي.[۲]

په دې اړوند ډېر بحث وشو چې د لنډمهالي حکومت مشري به څوک کوي. رباني نه غوښتل چې د بون کنفرانس دې د لنډمهالي حکومت لپاره د نومونو په اړه پرېکړه وکړي، خو د متحده ايالاتو او روسيې له فشارونو وروسته د شمالي اتحاد پلاوي، چې ځوان مشر يونس قانوني يې مشري کوله، پرېکړه وکړه چې د خبرو لپاره ولاړ شي، که رباني يې ملاتړ وکړي، که يې ونه کړي.[۳]

د کانفرانس په پيل کې داسې برېښېده چې پاچا ظاهر شاه زیات ملاتړ درلود، خو شمالي اتحاد يې مخالفت کاوه. د کانفرانس تر وروستۍ ورځې پورې، يوازې دوه نوماندان پاتې شول: حامد کرزی، چاته چې متحده ايالاتو د عمل وړ نوماند په توګه تبلیغات کول، او عبدالستار سيرت، د چا نوم چې د روم د ډلې له خوا وړانديز شوی و. د بون کنفرانس موافقه وکړه چې کرزی به د لنډمهالې ادارې مشري کوي.[۴]

د کابينې جوړول[سمول]

کله چې کرزی د لنډمهالې ادارې د رئيس په توګه وټاکل شو، نوموړي دېرش کسيزه کابینه جوړه کړه. شمالي اتحاد د لنډمهالې کابينې نږدې نيمايي منصبونه تر لاسه کړل، او د روم د ډلې غړيو ته اته منصبونه ورکړل شول. په دوی کې د شخصي مليشې لرونکي جنګسالاران هم شامل وو. د لنډمهالې ادارې تر ټولو زیات د يادولو وړ غړيو کې درې تنه هر يو یونس قانوني، محمد فهيم  او عبدالله عبدالله، شامل وو، چې د شمالي اتحاد درې تر تولو ډېر مشهور مشران دي. افغانستان د 1990ز لسيزې له لومړيو راهيسې د سخت وېش او ډلبندۍ په حالت کې و؛ کرزي په کابينه کې د درې سترو توکميزو ډلو سره او د هغوی په استازولۍ سره په کار کولو هڅه وکړه چې هېواد متحد کړي. د بيلا بيلو جنګسالارانو شموليت (او په لوړو ولايتي منصبونو ټاکلو) په افغانستان کې نظريات سره ووېشل، خو ډېرو دې ته د کرزي له خوا د داسې یوې هڅې په سترګه کتل، تر څو د لا زياتو شخړو د مخنیوي په موخه، له طالبانو وروسته افغانستان کې هر څوک شامل کړي.[۵][۶][۷]

د ادارې د واک پر مهال، د يو شمېر جنګسالارانو تر منځ نښتې منځ ته راغلې، د يادولو وړ يې د افغانستان په شمال کې د عبدالرشيد دوستم او عطاء محمد نور د پلويانو تر منځ توکميزې نښتې دي، (د دوی مخالفت تر شا او خوا 2003ز کال پورې وران و)، او د پکتيا او خوست په ولايتونو کې د پاچاخان ځدراڼ د مليشو او تاج محمد وردګ په ګډون د هغه د سيالانو تر منځ ګوندي نښتې وې. په کابل کې د کرزي ادارې په هغو سيمو کې تل ځواک نه درلود، چېرته چې جنګسالاران سره جنګېدل.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د افغانستان د لنډمهالې ادارې جوړښت[سمول]

لنډمهالي وزيران[۱۲]
د لنډمهالې ادارې منصب نوم قوميت يادونې
رئيس حامد کرزی پښتون په پاکستان کې په تبعيد کې خپلواک پښتون قومي مشر
مرستيال مشر او د دفاع وزير محمد فهيم تاجيک د جبهه متحد اسلامي د دفاع وزير
مرستيال مشر او د ښځو چارو مسئوله سيما ثمر هزاره د شهداء سازمان او په کويټه کې د شهداء کلینيک بنسټګره د روم ډله
مرستيال مشر او د پلان وزير محمد محقق هزاره جنګسالار په جبهه متحد اسلامي کې د حزب وحد اسلامي مردم افغانستان لپاره د طالبانو پر ضد جنګيدونکی جنګسالار
مرستيال مشر او د اوبو او انرژۍ وزير محمد شاکر کارګر ازبک جبهه متحد اسلامي
مرستيال مشر او د ماليې وزير هدايت امين ارسلا پښتون په 90ز لسيزه کې د افغانسان اسلامي دولت د بهرنيو چارو وزير. د روم ډله
د بهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله تاجيک د جبهه متحد اسلامي د بهرنيو چارو وزیر
کورنیو چارو وزير يونس قانوني تاجيک د جبهه متحد اسلامي د کورنيو چارو وزير
د مخابراتو وزير عبدالرحيم تاجيک جبهه متحد اسلامي
سرحدونو وزير امان الله زدراڼ پښتون د طالبانو يو مشر، چې د امريکا له بريد وروسته له هغوی جلا شو، د روم ډله
کډوالو چارو وزير عنايت الله نظري تاجيک جبهه متحد اسلامي
کوچنیو صنعتونو وزير محمد عارف نورزی پښتون جبهه متحد اسلامي
د کانونو او صنعت وزير محمد عالم رزم ازبک جبهه متحد اسلامي
روغتيا وزير سهيلا صديق پښتون د 1970 او 1980ز لسيزو په اوږدو کې د پاچا ظاهر شاه او کمونستي حکومتونو پر مهال حکومتي کارمنده وه. خپلواکه
سوداګرۍ وزير سيد مصطفی کاظمي هزاره د جبهه متحد اسلامي وياند او مشر
کرنې وزير سید حسين انوري هزاره د متحده اسلامي جبهه کې د حرکت اسلامي ګوند اعلی پوځي قوماندان
عدليې وزير عبدالرحيم کریمي ازبک جبهه متحد اسلامي
اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين تاجيک شاعر او ليکوال، د روم ډله
بيا رغونې وزير محمد امين فرهنګ[۱۳][۱۴] تاجيک[۱۵] د روم ډله
حج او مسجدونو وزير محمد حنيف بلخي تاجيک خپلواک
ښار جوړولو چارو وزير عبدالقدير پښتون په جبهه متحد اسلامي کې یو مشر د حزب اسلامي خالص ډله
ټولګټو چارو وزير عبدالخالق فضل پښتون د روم ډله
اوبه خور وزير منګل حسين پښتون د حزب اسلامي ګلبدين پخوانی جنګسالار، د پېښور ډله
د شهيدانو او معلولينو وزير عبدالله وردک پښتون Leader in the United National Front for the Islamic Union for the Liberation of Afghanistan

د افغانستان د ازادۍ لپاره اسلامي اتحاد له خوا په ملي متحد محاذ کې یو مشر

لوړو زده کړو وزير شريف فيضي تاجيک جبهه متحد اسلامي
ملکي هوايي چلند او ګرځندوی وزير عبدالرحيم تاجيک د جبهه متحد اسلامي یو غړی، خو د پخواني پاچا ظاهر شاه ملاتړ يې وکړ او د روم د ډلې غړی شو
کار او ټولنيزو چارو وزير ميرويس صادق تاجيک د بانفوذه جنګسالار اسماعيل خان زوی، جبهه متحد اسلامي
د  ترانسپورت وزير سلطان حميد سلطان هزاره
پوهنې وزير رسول امين پښتون د ملي اسلامي محاذ غړی او د روم ډلې څخه.
کليوالې پراختيا وزير عبدالمالک انور تاجيک جبهه متحد اسلامي

سرچينې[سمول]

  1. "Bonn Agreement". afghangovernment.com. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. https://www.pbs.org/wgbh/pages/frontline/shows/campaign/withus/cbonn.html Filling the Vacuum: The Bonn Conferen Frontline
  3. https://www.pbs.org/wgbh/pages/frontline/shows/campaign/withus/cbonn.html Filling the Vacuum: The Bonn Conferen Frontline
  4. https://www.pbs.org/wgbh/pages/frontline/shows/campaign/withus/cbonn.html Filling the Vacuum: The Bonn Conferen Frontline
  5. (په 5 December 2001 باندې). The new Afghan administration.
  6. . Remembering Karzai.
  7. Dipali Mukhopadhyay (August 2009). "Warlords As Bureaucrats: The Afghan Experience" (PDF). carnegieendowment.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. (په 3 March 2002 باندې). Warlords' tanks roll over peace.
  9. (په 31 January 2002 باندې). A NATION CHALLENGED: WARLORDS; Fighting Erupts in Afghan City as Warlords Compete for Power.
  10. (په 19 February 2002 باندې). A NATION CHALLENGED: THE FIGHTING; in a Shift, U.S. Uses Airstrikes to Help Kabul.
  11. (په 8 August 2002 باندې). Brothers in arms.
  12. Thomas H. Johnson (په February 2006 باندې). The Prospects for Post-Conflict Afghanistan: A Call of the Sirens to the Country's Troubled Past. Strategic Insights
  13. "Ex-Minister Gets Year in Prison, $864K Fine". TOLOnews. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. (په 23 February 2021 باندې). Ex-minister Farhang sentenced to one year in jail.
  15. "Database". www.afghan-bios.info. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)