دېمیتري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دېمتري مېدوېدېف د روسيې دولسمشرۍ ټاکنې له اکثريت غړو سره وګټلې او په ځوانه ځوانۍ کې يې ځان د نړۍ د يو مهم هېواد ولسمشرۍ ته ورساوه . زياتره شنونکي په دې عقيده لري ، چې د مېدوېدېف بريالي کېدل په واقعيت کې د پوتين بريا ده او د پخواني تفاهم له مخې راتلونکی لومړی وزير به هم ولادېمير پوتين وي ، يعنې په واقعيت کې راتلونکي دوره به د پوتين د واکمنۍ دوام وي . تجربو ثابته کړې ، چې پر يوه ټغر دوه ملکان نه ځاييږي ، وبه کتل شي چې د پوتين او مېدوېدېف ملګرتيا تر کومه دوام کولای شي . په هر صورت د پيل لپاره مېدوېدېف د پوتين ملاتړ او ملتيا ته ډېره اړتيا لري . زياتره شنونکي په روسيه کې 2008 /3/2 / نېټې په ټولټاکنوکې د حاکم ګوند دکانديد پر برياليتوب سره يوه خوله دي ،چې دا د ټولټاکنو په پرتله يوې ټولپوښتنې ته ورته وه ، چې پخواني ولسمشر پوتين د بهرنيواو کورنيو تګلارو په اړه ترسره شوه اودا د بوش او اولمېرت پر مخ يوه ښه درنه څپېړه هم وه دېميتری ( 42 کلن ) هغه نظامي ادارې ته منسوبيږي ، چې پوتين په کې يو عمر دنده ترسره کړې ده اوس به دېميتري يوه ښه موده د پوتين مشورو ،لارښونو ته اړتيالري د پوتين له ملاتړ پرته دېمتري دا امکان نه درلود، چې کرملېن ته لار ومومي . دېميتري ميدويديف د 1965 ز د سپټمبر پر 14 مه نېټه په اوسنۍ پترزبورګ او پخواني ليننګراد کې زيږيدلې دی ، مور او پلار يې ښوونکي وو ، په 1987 ز کې په لينګراد پوهنتون کې شامل شو او له حقوقو پوهنځي څخه فارغ شو ، نوموړي له همدغه پوهنتون څخه دوکتورا تر لاسه کړې ده . دېمتري يوڅه وخت تجارت هم کړی دی داهغه څه دي ، چې دده رسمي بيوګرافۍ کې نه دي ياد شوی او د ( الېم بالب ) شرکت د وکيل په توګه يې هم يو څه موده کار کړی او د روسيې تر ټولو مشهور شرکت په رامنځ ته کولو کې يې هم ونډه اخېستې ده اوس ددغه شرکت پانګه له مېلياردو ډالرو اوړي . د 1990 – 1999 ز کلونو تر منځ پترزبورګ پوهنتون کې استاد و او ددې تر څنګ له 1990 – 1995 ز پورې د پترزبورګ د ښاروال سلاکار و او د بهرنيو اړيکو کارپوه و . په 1999 ز کې د ولسمشر مرستيال وټاکل شو . همدارنګه ميدويديف د 1999 – 2000 ز په کلونو کې د ولسمشر په دفتر کې دديوان مرستيال و بيا ورپسې په 2000 ز کې د ديوان لومړی مرستيال شو او ددې تر څنګ ميدويديف د ګازپروم شرکت د مديرانو رئيس و ، نوموړي د 2003 ز په اکتوبر کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ديوان رئيس شو او د 2005 ز مې دولسمشر لومړی مرستيال شو . پوتين او مېدوېدېف له 17 کلوراهيسې د يو بل ملګري دي له يوې لسيزې زيات دواړو په جلا توګه له اناتولي سوبچاک سره کار کړی ، مېدوېدېف په پوهنتون کې د پريکنده دريځ څښتن اودېموکرات پېژندل شوی . څلورو ګوندونو ( متحده روسيه ، عادله روسيه ،مدني ځواک ، کرنيز ګوند ) د 2008 ز د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د مېدوېدېف د کانديدکېدو وړانديز کړی و . په ټولټاکنو کې دګډون ونډه ۷۰٪ وه ، دېمتري ۷۰،۲۳٪ رايې وګټلې . ددېمتري ملګري وايي ، نوموړی مشهور وکيل دی ، جنجال يې نه خوښيږي له پوتين سره مينه او اخلاص لري دا هغه صفتونه دي ، چې سړی يې له پامه نه شي غورځولې ، د پخواني شوروي اتحاد واکمن مېخائيل ګورباچوف د رايې پر مهال وويل : باور لرم ، چې دېمتري زده کونکی او عصري دی ، ښه وړتيا لري ، د وکيل په توګه پخه تجربه لري ،زيرک دی خو يوه نيمګړتيا لري ، چې د يوې اوږدې مودې لپاره يې د اتحاد په کچه دنده نه ده تر سره کړې . يوشمير نور بيا وايي دمېدوېدېف قد 5 فوټه او4سانتي دي، نوموړی له پوتين څخه 3 سانتې ټيټ دی دابه ترهغې پوتين ته اړ وي ، چې له خپل ښوونکي څخه دا زده کړي ، چې څرنګه په عامو مناسبتونو کې راڅرګند شي . دېمتري د خپلې زده کړې دمهال ملګرې سوېتلانا سره واده وکړ او يولس کلن زوی لري ، له کتابونو سره ډېره لېوالتيا لري ، دده په زړ ه پورې کتاب ( شوروي دايره المعارف ) دي .

تړلې لیکنې[سمول]

روس